• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د شګې نسبي کثافت څنګه مالوم شي ؟ HOW TO DETERMINE RELATIVE DENSITY OF SAND?

Home انجنیريد شګې نسبي کثافت څنګه مالوم شي ؟ HOW TO DETERMINE RELATIVE DENSITY OF SAND?

د شګې نسبي کثافت څنګه مالوم شي ؟ HOW TO DETERMINE RELATIVE DENSITY OF SAND?

د شګې نسبي کثافت څنګه مالوم شي ؟ HOW TO DETERMINE RELATIVE DENSITY OF SAND?
د شګې نسبي کثافت یا کثافت شاخص ازمایښت. RELATIVE DENSITY OR DENSITY INDEX TEST OF SAND
موخه . PURPOSE:
د لابراتور ازمایښت ددې لپاره ترسره کیږي د خوځیدونکي میز په واسطه د سستې (cohesion less) خاورې نسبی کثافت پیدا شي .د خاورې نسبي کثافت د کثافت شاخص چې فیصدۍ ښودل کیږي ، د سستې خاورې او اصلي حالت (index) خالیکا نسبت او د سستې خاورې او متکاثف خاورې د خالیګا نسبت ترمنځ نسبت دی څخه عبارت دی .
سټنډرډ ماخذونه . STANDARD REFERENCES:
ASTM D 4254 -د خاورې دکثافت ترټولو کم شاخص او حجمي وزن او نسبي کثافت سټنډرډ ازمایښت.
ASTM D 4253 . د خاورې دکثافت ترټولو زیات شاخص او حجمي وزن او نسبي کثافت سټنډرډ ازمایښت.
ارزښت .
نسبي کثافت او دتخته والي فیصدي معمولا د ورکول شوې خاورې د کتلې د تخته والي د حالت د ارزولو لپاره کاریږي.د خاورې انجینري خواص ،لکه عرضي مقاومت ،تخته والی او نفوذ قابلیت د تخته والي په لیول پورې اړه لري.
وسایل . EQUIPMENT:
• خوځونکی میز.
• قالب اسمبلي .
• ترازو .
• څمڅۍ . Scoop
TEST PROCEDURE:
1. قالب له خاورې ډک کړۍ (تقریبا 0.5 inch تر 1 inch له قالب لپاسه ) تر خپله وسه پورې څمڅۍ په واسطه خاوره وراچول کیږي.
2. هغه خاوره چې د قالب له بره سطحې څخه پورته وي باید لرې شي.
3. قالب او خاورې کتله مالومه او یادداشت کړۍ.بیا قالب بیرته تش کړۍ.

4. یوځلې بیا قالب له خاورې ډک کړۍ ( هغه خاوره مه کاروۍ چې وړاندې مو کارولې) او بره سطحه یې دڅمڅۍ (scoop)په واسطه لیول کړۍ.دقالب څنګونه باید داسې پاک او برابر شي څو سرپوخ پرې په اسانه برابر شي.
5. سرپوخ پرې کیږدۍ او څو ځلې یې تاو کړۍ څو برابر شي.دسرپوخ لاستی رالرې کړۍ.
6. قالب په ویبراتور میز کیږدۍ .
7. د dial indicator gauge اندازه کوونکی کې ابتدايي لوستل یادداشت کړۍ او Ri سره یی وښایی او 0.001 in پورې یې یادداشت کړۍ.
8. رهنمايی پردې پر قالب راخوشي کړۍ او مناسب وزن پرې واچوۍ.

9. د قالب اسمبلۍ ته د اته دقیقو لپاره ویبراتوري ټکان ورکړۍ .
10. اوس dial indicator gage بیاځلې یادداشت کړۍ او په Rf يې وښایی .
11. اوس له قالب څخه د سرپوخ پلیټ لرې کړۍ او ویبراتوري میز څخه یی جلا کړۍ.
12. د خاورې او قالب کتله مالوم کړۍ او په M2 یې وښایی.
13. قالب تش کړۍ او د قالب وزن پیداکړۍ .
14. دقالب اندازې یادداشت کړۍ او مالومې کړۍ( لوړوالی او قطر) څو د قالب حجم پیداشي او په Vc ېې وښآیې .همدارنګه د سرپوخ پیړوالی مالوم کړۍ او په Tp.یې وښایې .
تحلیل . ANALYSIS
1) ترټولو کم شاخص (ρdmin) په لاندې ډول محاسبه کړۍ.
ρdmin = MS1/Vc
Ms1 =دازمایښت شوی وچې خاورې کتله =د قالب کتله له ځای په ځای شوې خاورې سره منفي د قالب کتله .
Vc = منظم شوي قالب حجم.
2) ترټولو زیات کثافت شاخص (ρdmax) په لاندې ډول محاسبه کیږي .ρdmax = MS2/V
دلته .
Ms2 = د ازمایښت شوې وچې خاورې کتله = د قالب کتله وروسته ویبراتور کولو منفي دقالب کتله.
V = ازمایښت شوې وچې خاورې حجم. = Vc – (Ac*H)
Ac = د قالب سټنډرډ مقطعې عرضي مساحت. H = [Rf –Ri] + Tp
3) ترټولو کم او ترټولو زیات –خالیګاو شاخص نسبت په لاندې ډول محاسبه کیږي . Gs د مخصوصه وزن په حیث مالوم شي. ρw = 1 g/cm3
emin = [(ρw*Gs / ρdmax) – 1] emax = [(ρw*Gs / ρdmin) – 1] 4) نسبي کثافت په لاندې ډول محاسبه کیږي .
Dd = [(emax – e) / (emax – emin)] emax =د سستې خاورې د خالیګاو نسبت .
emin =په متکاثف حالت کې د خالیګاو نسبت .
e = په طبعي حالت کې په ځمکه کې د خاورې دخالیګاو نسبت .
ددې لپاره چې دخاورې په د طبعي خالیګاوو نسبت (e) محاسبه شي لومړی د خاورې کثافت (ρd) محاسبه شي او ρs=GS*ρw (Gs قیمت له مخصوصه وزن ازمایښت ترلاسه شي.)په لاندې ډول محاسبه شي.
e = (ρs /ρd)-1

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

پرېکړه

پرېکړه

Aug 30, 2016

لیکنه: بصيرالحق عادل طبيعت له انسان بېلابېلې غوښتنې لري، يو شمېر[...]

ښه انځور څنګه واخلو؟ (نهمه برخه)

ښه انځور څنګه واخلو؟ (نهمه برخه)

Feb 19, 2015

ژباړه: حبیب وقار د رڼا د کنټرول بېل ډولونه: د[...]

د مارکس مردتد بنده

د مارکس مردتد بنده

Sep 27, 2015

لیکنه: اسد سعید اوسنۍ لنډه لیکنه د هغه کس په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022