• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د شګې پړسوب Bulking of Sand

Home انجنیريد شګې پړسوب Bulking of Sand

د شګې پړسوب Bulking of Sand

ژباړه: محمد فريد عاطف

شګه سلیکاني(SiO2) ذرات دي چې د ګټو او تیږو د تجزیه کیدو څخه لاس ته راځي .شګه په کانکریټ جوړونه کې یو له مهمو موادو څخه ده .په شګه کې د لمدبل مقدار زیاتیدو له امله د شګې حجم زیاتیدو ته د شګې پړسوب یا Sand Bulking   وايي.د شګې د ذراتو چاپیره د اوبو قشر تشکیل کیږي کوم چې ذرات یو له بله جلا کوي او په دې سره د شګې حجم زیاتیږي .په شګه کې د لمدبل مقدار په زیاتیدو سره د شګې حجم زیاتیږي .په وچه شګه کې دحجم زیاتیدل د شګې پړسوب بلل کیږي .د شګې پړسوب په شګه کې د اوبو په مقدار او شګې ذراتو په سایز پورې اړه لري.که په شګه کې د لمدبل مقدار له 5  تر 8%  پورې زیات شي د شګې حجم  له 20  تر 40  پورې ورسره زیاتیږي .څومره چې شګه میده کیږي هومره ورسره د د حجم زیاتوالی زیاتیږي که د شګې ذرات زیږ او دانه دار وي د حجم زیاتیدل به هم ورسره کم وي .

د شګې پړسوب په شګه کې د لمدبل په مقدار پورې اړه لري .مګر کله چې لمدبل د نورو اوبو په ورزیاتولو زیات شي ،نو د شګې ذرات یو له بل سره نژدی او تخته کیږي نو څرنګه چې د شګې ذراتو چاپیره قشر ماتیږي او له دې سره د شګې حجم کمیږي .وچه شګه او هغه چې مکمله له اوبو ډکه شوې وي یو شان حجم لری .همدا اصول د شګې د پړسوب د اندازې فیصدۍ مالومولو په وخت کاریږي .

د شګې پړسوب ارزښت .

په ساده اصطلاح کې ،کیدای شي وویل شي چې د شګې پړسوب په اصل کې د خاورې ضایع کیدل دي پرته له تخته کولو .معمولا اوبه  د شګو سوري بندوي او شګه تخته کوي .په کانکریټو کې شګه د موادو ترمنځ د جلاوالي(segregation) کموالي لپاره کاریږي او هم ددې لپاره کاریږي څو د سیمنټو او جغل ترمنځ پاتې شوي سورې ډک کړي .د بیلګې په ډول  په کانکریټو کې 1 m3   شګې ته ضرورت دی نو مونږ باید د شګې پړسوب په تقریبي قیمت باندې پوه شو .که چیرې ورکول شوې بیلګه 25%  پړسوب ولري نو کله چې مونږ د کانکریټو لپاره شګه محاسبه کوو  باید شګه 25%  زیاته ونیسو او یا 1.25  کې ضرب کړو .که مونږ دا اضافي مقدار محاسبه نه کړو نو کله چې په کې اوبو واچول شي حجم به یی 75%   شي . مونږ پوهیږو چې د کانکریټو کیفیت د کانکریټودمرکبه موادو په سم تناسب ورکولو پورې اړه لري.په عمومې ډول مونږ د کانکریټو لوند حجم  د کانکریټو د وچ حجم 1.5   چنده دی .په دې حالت کې مونږ معمولا  30%  د شګې پړسوب او 20%  ضایعات نیسو .که چیرې د شګې پړسوب په پام کې ونه نیول شي نو مقدار به کم شي او په دې سره د کانکریټو کیفیت اغیزمن شي.

که په شګه کې د لمدبل مقدار 2%  وي نو د شګې پړسوب به 15%  وي .

که په شګه کې د لمدبل مقدار  3%  وي نو د شګې پړسوب مقدار به  20%  وي.

که په شګه کې د لمدبل مقدار  4%  وي نو د شګې پړسوب مقدار به  25%  وي.

که په شګه کې د لمدبل مقدار  5%  وي نو د شګې پړسوب مقدار به  30%  وي.

د شګې پړسوب مالومولو ازمایښت پروسیجر .Test Procedure to Determine the Bulking of Sand

د شګې د پړسوب د فیصدۍ محاسبه کولو لپاره لاندې ګامونه باید واخستل شي.

د شګې پړسوب فیصدي محاسبه کول .

  • یو لوښی راواخلۍ او د هغې 2/3 برخه له شګې ډک کړۍ .
  • مطلق لوړوالی یی اندازه کړي او په H1 سره یی وښایی.
  • اوس لوښی تر 2/3 پورې له اوبو ډک کړی( ترهغې لوړوالی چې له شګې ‌‌‌‌ډک شوی )
  • اوس اندازه شوې شګې ته انتظار وکړۍ چې کیني .
  • د شګې لوړوالی اندازه کړۍ او په H2 سره یی وښایي .

د شګې پړسوب =  H1-H2/H2× 100

بیلګه .

یو لوښي کې  تر 200 ml  پورې شګه اچول کیږي بیا همدې لوښې کې تر 200 ml  پورې اوبه اچول کیږي او د لږ وخت لپاره پریښودل کیږي څو شګه کیني .وروسته لیدل کیږي چې شګه تر 160ml  نښې پورې رسیږي نو د شګې پړسوب محاسبه کولو لپاره لرو چې .

=200-160/160×100=25%

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د درز ارزونه او ترمیم . CRACK EVALUATION AND REPAIR

Sep 19, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فرید عاطف په کانکریټو کې د درز[...]

په کانکریټو کې د وړو او غټو درزونو د ترمیم میتودونه (لومړۍ دریمه او وروستۍ برخه )

Sep 1, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف 4. سوري ویستل او سره[...]

د میخي تهدابونو کانکریټ اچول .کاروړتیا او د میخونود کانکریټ کیفیت

Nov 4, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف Concreting of Pile Foundations – Workability[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022