د شګې ډولونه . Types of Sand
شګه طبیعي دانه دارمواد دي چې د منرالي ذراتو میده شوو ډبرو څخه تشکیل شوي وي .د شګې لویه برخه سلیکان ډای اکساید SiO2 د کوارتز په په شکل کې وي .هره شګه په هرساختماني کار کې د کارولو وړ نه وي اوباید د کار ډول ته په پام سره مناسب ډول شګه وکارول شي.
شګه نظر بیلابیلو معیارونو ته درجه بندي کیږي لکه عمومي معیار او انجینري معیار .د عمومي معبارونو پراساس هم په بیلابیلو ډولونو ویشل کیږي .د بیلګې په ډول د سکرو شګه ،توره شګه ،د ګچ شګه او نور.
مونږ د لته عمومي معیارونه په پام کې نه نیسو .مونږ یواځي هغه ډولونه په پام کې نیسو چې نظر انجینري معیار ته درجه بندي شوي .د انجینري نقطې نظره شګه کیدای شي په بیلابیلو ډولونو وویشل شي .
نظر سرچینې ته د شګې ډولونه .Types of Sand Based on Its Source
شګه کیدای شي طبیعي وي او یا هم مصنوعي وي چې په لاندې ډول دي .
1) د کندو شګه .Pit sand
2) د سیند شګه .River sand
3) د سمندرونو شګه .Sea sand
4) مصنوعي شګه .Artificial sand
1) د کندو شګه .Pit Sand
دا طبیعي شګه ده او سرچینه یی هم د ځمکې له مخ څخه له 1m تر 2m پورې لاندې وي .دداسې شګې دانه تیزه ،زاویه داره او زیږه وي .دا شګه مالګه او عضوي مواد نه لري.په داسې شګه کې د مالګې د نه موجودیت له امله له اتوموسفیر څخه مالګه هم نه جذبیږي .د کندو شګه زیږه وي .ددې شګې رنګ سورنارنجی وي ځکه د اوسپنې اکساید یو قشر لري.دا شګه د ښه کیفیت له امله په سیول انجینرۍ کې په پراخه پیمانه کاریږي.
2) د سیند شګه .River Sand
د سیند شګه طبعي شګه ده .ددې شګې سرچینه د سیندونو بسترونه او یا یی غاړې وي .داسې شګه میده ګرد دانه لري او ښه درجه بندی شوي وي .دا شګه میده دانه شګه بلل کیږي .رنګ یې سپین نصواري وي .داشګه پاکه وي او په ټولو ساختماني کارونو کې کاریږي لکه پلستر او کانکریټ .
3) د سمندر شګه . Sea sand
ددې شګې سرچینه د سمندرونو غاړې دي .داسې شګه ګرد دانه وي او میده دانه (fine type)شګه بلل کیږي.ددې شګې رنګ روښانه نصواري وي .داسې شګه معمولا په ساختماني کارونو کې نه کاریږي .داسې شګه مالګه لري کوم چې له اتوموسفیرڅخه لمدبل جذبوي او د لوندوالي ،ښوره کیدو او کارتخریب لامل ګرځي.که په ساختماني کارونو کې کاریږي باید لومړی ومنځل شي .
4) مصنوعي شګه .Artificial Sand
دا د سیند شګې په بدل کې یو ښه متبادل دي .دا په کرش ماشینونو کې د بذالت او ګرانیت له ټوټه کیدو لاس ته راځي .دا ښه درجه بندي شوی وي او زیږ ډول شګه بلل کیږي .
د غلبیل تحلیل پراساس د شګې ډولونه .Types of Sand Based on sieve analysis
د غلبیل تحلیل پراساس شګه په لاندې درې ډولونو ویشل کیږي .
1. میده شګه .Fine sand
2. زیږه شګه . Coarse sand
3. جغل داره شګه . Gravelly sand
میده شګه . Fine Sand
هغه شګه چې له 1.5875 mm سایزغلبیل تیره شي میده شګه بلل کیږي .معمولا داسې شګه په پلستر کې کاریږي .
زیږه شګه .Coarse Sand
هغه شګه چې له 3.175 mm سایزغلبیل تیره شي زیږه شګه بلل کیږي .په معماري کارونو کې لکه خشت کاري او سنګکاري داسې شګه کاریږي .
جغل داره شګه .Gravelly Sand
هغه شګه چې له 7.62 mm غلبیل تیره شي جغل داره شګه بلل کیږ ي.دا ډول شګه په کانکریټو کې کاریږي .
د کارولو موخې پراساس د شګې ډولونه .Types of Sand Based on Their Purpose of Use
دا چې شګه چیرته وکارول شي په لاندې ډول درجه بندي کیږي .
1. د خشتکارۍ شګه .
2. د پلستر شګه .
3. د کانکریټ شګه .
د خشتکارۍ شګه . Brick Sand
دا شګه په ښکاره د خشتکارۍ لپآره کاریږي .ددې شګې د میده والي مودول د 1.2 او 1.5 ترمنځ وي او باید له 4% زیات سلت ونه لري.
د پلستر شګه .Plaster Sand
ښکاره ده چې دا شګه په پلستر کې کاریږ ي.ددې شګې د میده مودول باید له 1.5 زیات نه وي او په دې ډول شګې کې د سلټ مقدار باید له 4% زیات نه شي.
د کانکریټ شګه . Concrete Sand
د کانکریټ اچولو لپاره مونږ معمولا زیږه شګه کاروو .د میده والي مودول یې له 2.5 تر 3.5 پورې دی او باید له 4% زیات سلټ ونه لري.
د ساختماني کارونو لپاره شګه . “Sand for construction works
بیلابیل ساختماني کارونه د جوړونې لپاره بیلابیل سټنډرډونو شګه غواړي.
1. خشتکاري .د خشتکارۍ شګې میده والی مودول باید د 1.2 او 1.5 ترمنځ وي او سلټ یې باید له 4% زیات نه وي .
2. د پلستر کارونه .ددې کار لپآره د شګې مودول باید له 1.5 زیات نه وي او سلټ یې باید له 4% زیات نه شي.
3. د کانکریټو کارونه .دا زیږه شګه باید د 2.5 او 3.5 میده والي مودول ولري او سلټ یې باید له 4% زیات نه شي.
ددانې دسایز پراساس د شګې ډولونه .Types of Sand Based on Their Grain Size
د دانې سایز پراساس شګه په لاندې ډول درجه بندي کیږي .
1. ډیره میده شګه .Very Fine Sand
ددې شګې ددانې سایز له 0.0625 mm تر 0.125 mm پور وي او میده شګه بلل کیږي.
2. میده شګه Fine Sand
ددې شګې ددانې سایز د 0.125mm او 0.25mm ترمنځ دي.
3. متوسطه شګه .Medium Sand
که د شګې ددانۍ سایز له 0.25mm تر 0.50mm پورې وي نو دیته متوسطه شګه ویل کیږي .
4. زیږه شګه .Coarse Sand
که د شګې ددانې سایز له 0.50mm تر 1.0mm پورې وي نو زیږه شګه بلل کیږي
5. ډیره زیږه شګه .Very Coarse Sand
که د شګې د دانې سایز د 1.0 mm او 2.0 mm. ترمنځ وي ډیره زیږه شګه بلل کیږ ي.
6. که دشګئ ددانو سایز د 0.002mm او 0.06mm ترمنځ وي سلټ بلل کیږي.
7. که دشګې ددانو سایز له 0.002mm کم وي کلی بلل کیږي .