لیکنه: زاهد الله محمدي
شیخ احمد دیدات رحمه الله په ۱۹۱۸ میلادي کال د جولایی د میاشتي په لومړۍ نیټه د هندوستان هیواد چي په هغه وخت کې د برطانیی مستعمره وه د بمبۍ په ښار کې وزږید. د هغه د پیدایښت څخه وروسته د هغه پلار د خپلي کورنۍ سره جنوبي افریقا ته ولاړ، جنوبي افریقا ته د تللو څخه وروسته دیدات په ښوونځي کې شامل شو ، که څه هم دیدات په ژبه باندي نه پوهیده خو ددي ستونزي سره سره یی خپلي ذده کړي تر شپږم ټولګې پوري بشپړي کړي، خو د اقتصادي ستونزو له امله هغه ونه توانیده تر څو خپلي ذده کړي بشپړي کړي نو یی په ۱۶ کلنۍ کې ښوونځی پریښوده او په کار کولو یی پیل وکړ. په ۱۹۳۶ میلادي کال کله چي دیدات د فرنیچرو خرڅوونکې په حیث کار کولو د مسیحي مبلیغینو د یو ډلې سره چي خلک به یی عیسوي دین ته رابلل ملاقات وکړو، دغه مسیحي مبلیغینو به مسلمانانو ته ویل چي ستاسو پیغمبر دین یواځي د توري په زور خپور کړی دی، ښاغلي دیدات د دوی دغه نظریی تحریک کړو تر څو مقایسوي مذهبونه مطالعه کړي.
شیخ احمد ديدات وروسته له هغه د ديني مناظرو سره دلچسپي پیداکړه کله چي هغه د د رحمت الله (کيرانوي ) کتاب اظهارالحق ولوست، په دغه کتاب کې په هندوستان کې د دعيسوي مبليغینو د هڅو بیلګې یوه پیړۍ د مخه راجمع شوی دي. ددغه کتاب لوستل د احمد ديدات په ژوند باندی ځانګړی اثر وکړ او د اینجيل مطالعه یی شروع کړه، چي په نتیجه کې يي د نورو مبلیغینو سره بحثونه او مناظري شروع کړي. ښاغلي ديدات ددي ترڅنګ د يو نوي مسلمان شوی مبلغ چي فارفکس نومیده په درسي غونډو کې هم ګډون شروع کړ، ښاغلي فارفکس به خپلو شاګردانو ته د اینجيل په اړه او هم چي څنګه کولای شي مسیحانو ته دعوت ورکړي درس ورکاوه. وروسته له هغه د فارفکس دغه کار دیدات ته پاتي شو، سره ددي چي احمدات ديدات هيڅکله یو روزل شوی اسلامي عالم نه وو.
د ۱۹۴۲-۱۹۵۶ پوري د دعوت لومړنۍ مرحلي
شیخ احمد دیدات خپله لومړنۍ وینا د ( محمد صلی الله علیه وسلم د سولي پیغمبر ) تر نامه لاندی ۱۵ کسانو ته د دربن په ښار کې په ۱۹۴۲ کال کې وړاندي کړه.
د ښاغلي دیدات سره د هغه د دعوت په کارونو کې د هغه دوه ملګرو هر یو غلام حسین ونکر او طاهر رسول ځانګړی مرسته کوله چی دواړه د دیدات په مسلک کې د نه ستایل شوو قهرمانانو په نوم سره شهرت لري. په ۱۹۵۷ میلادي کال کې دري واړو IPCI( Islamic Propagation Center International) رامنځ ته کړ. ددی اسلامي مرکز د جوړیدو څخه هدف داوو ترڅو اسلامي کتابونه چاپ کړي او نوو مسلمانانانو لپاره د اسلام د ذده کړي ټولګې جوړ کړي.
نړیوالي هڅي او دعوت
د ۱۹۸۰ کلونو په لومړیو کې شیخ احمد دیدات د خپل دعوت هڅي د جنوبې افریقا څخه د باندي د نړۍ نورو هیوادونو ته وغځولې. هغه په ۱۹۸۶ میلادي کال هغه وخت نړیوال شهرت ترلاسه کړ کله چي د دعوت په لاره کې اسلام ته خدمت لپاره د سعودي عربستان تر ټولو معتبره جایزه ( د پاچا فیصل ) جایزه ترلاسه کړه ، چي د هغي په نتیجه کې هغه د ۶۶ کالو په عمر یوه لسیزه د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته سفرونه وکړل د هغه په سفرونو کې لاندي شامل دي
- څو ځله سعودي او مصر ته سفرونه
- د ۱۹۸۵-۱۹۸۸ پوري څو ځله انګلستان ته او په ۱۹۸۷ کې سویزرلینډ ته سفر کول.
- هغه پاکستان ته هم سفر کړی دی ، چي هلته یی د ضیاء الحق سره هم ملاقات وکړ.
- په ۱۹۸۷ میلادي کال د نومبر او دیسمبر په میاشتو کې اماراتو او مالدیف ته سفرونه کول.
- په ۱۹۸۶ کې د امریکا متحده آیالاتو ته سفر کول چیرته چي هغه د جيمي سویګارت او روبرټ ډوګلس سره مناظري وکړي او ددي ترڅنګ يي د اریزونا په ایالت کې دوه غونډو ته ویناوي وکړي.
- دري مناظرو لپاره په ۱۹۹۱ میلادي کال سویډن او ډنمارک ته سفرونه کول.
- په ۱۹۹۴ کال د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کول چیرته چي هغه یوي غونډي ته وینا وکړه او همدارنګه په همدغه کال کاناډا ته د مناظري لپاره سفر کول.
- په ۱۹۹۶ کال د هغه وروستی سفر استرالیا ته .
ناروغتیا او مړينه د ۱۹۹۶-۲۰۰۵
په ۱۹۹۶ میلادي کال د مۍ میاشتي په ۳مه نیټه شیخ احمد دیدات د دماغي سکتي له امله ناروغه شو، چي په نتیجه کې هغه فلج شو او نه یی شو کولای چی خوراک ، یا خبری وکړي. هغه د درملني لپاره د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته یوړل شو چي هلته د پاچا فیصل په روغتون کې د درملني لاندی ونیول شو. هغه به دسترګو په اشارو سره د خلکو سره مکالمه کوله. شیخ احمد دیدات د خپل ژوند وروستي ۹ کلونه په خپل کور جنوبی افریقا کې تیر کړ ، دهغه خدمت به د هغه میرمن ښاغلي هوا دیدات کاوه، شیخ به خلک تشویقول تر څو د اسلام د دعوت په لاره کې هڅي وکړي. هغه د نړۍ د بيلا بیلو برخو څخه د هغه د خدمت د ستایلو لیکونه ترلاسه کړ، همدارنګه د نړۍ بیلابیلو سیمو خلک به د هغه لیدلو او ملاقات ته ورتلل. شیخ احمد دیدات د ۲۰۰۵ کال د اګست د میاشتي په ۸ مه نیټه ددی فاني دنیا څخه سترګې پتي کړي او د ويرولم په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
مناظري
شیخ احمد دیدات په ۱۹۷۵ میلادي کال د جنوبي افریقا د یو مسیحي وکیل جان ګلکرایسټ سره د عیسی علیه السلام د دار کیدلو په هکله مناظره وکړه،
د شیخ احمد دیدات لومړنۍ نړیواله مناظره د جوش مکډویل سره په ۱۹۸۱ میلادي کال د جنوبي افریقا د دوربن په ښار کې وشوه ،
شیخ احمدیدات د فلسطیني آنیش شوریش سره دري ځلي مناظره وکړه
لومړی یې په کال ۱۹۷۷ د سپتمبر په ۸ مه نیټه په دي موضوع وکړه چي انجيل او قران کریم کې کوم یو د الله جله جلاله ریښتینی کلام دی ، ۱۹۸۵ کال احمد دیدات او شوریش په رویل البرټ هال لندن کې د آیا عیسی علیه السلام خداي دی ؟ تر موضوع لاندی مناظره وکړه ، او بیا يي په ۱۹۸۸ کال د اګست په ۷ مه نیټه په برمنګهم کې په دي موضوع چي قران او اینجیل کوم یو د الله جله جلاله کلام دی مناظره وکړه . همدارنګه شیخ احمد دیدات د مشهور امریکایی مسیحي داعي جیمي سویګارت سره په ۱۹۸۶ د نومبر په میاشت کې په دي موضوع چي آیا اینجیل د الله جله جلاله کلام دي ؟ مناظره وکړه.
د شیخ احمد دیدات نوري د پام وړ مناظري او بیانونه هم شته دی، په ۱۹۹۱ کال د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې هغه سکاندینیویا ته ولاړ او هلته یی دري مناظري او بیانونه وکړل، دوه مناظري یی د سویډن په سټاکهلم ښار کې د سټانلې سره وکړي، د لومړنۍ مناظري موضوع يي دا وه چي، آیا اینجیل د الله جله جلاله ریښتینی کلام دی ؟ او دوهمه هغه یی د ، آیا عیسی علیه السلام خدای دی ؟ تر موضوع لاندی وه .
شيخ احمد دیدات او پاپ
کله چي دوهم پاپ جان پال د کاتوليکو عیسایانو رهبر د مسلمانانو سره د دوه اړخیز تفاهم ،احترام او خبرو وړاندیز وکړ نو په هماغه وخت احمد دیدات هغه ته په ۱۹۸۴ کال د واتیکان په څلور لاري کې په عام محظر کې د مناظري وړاندیز وکړ چي د پاپ له خوا ونه منل شو، چي په نتیجه کې بیا شیخ احمد دیدات کوچنۍ رسالي چاپ کړي او په خلکو يې وویشلي چي په هغې کې لیکل شوی وو چي پاپ غواړي د مسلمانانو سره د پټ پتوونې لوبه وکړي .
ليکنې او بیانونه
شیخ احمد دیدات رحمه الله د مناظرو ترڅنګ زیاتي ویناوي کړي دي او ددی ترڅنګ یې یو شمیر کتابونه هم لیکلې دي، چي د ویناوو او کتابونو موضوع يې په زیاتو برخو کې سره ورته دي. د شیخ احمد دیدات د لاندي ویناوو څخه یادوونه کولای شو .
- ایا بایبل د الله جله جلاله کلام دی ؟
- بایبل د محمد صلی الله علیه وسلم په اړه څه وايي؟
- په دار ځړيدنه او که یوه افسانه ( Crucifixion or Cruci-Fiction )
- محمد صلی الله علیه وسلم مسیح علیه السلام لپاره طبیعي ځای ناستی
- مسیح علیه السلام په اسلام کې
- محمد صلی الله علیه وسلم تر ټولو بهترین شخصیت
- القرآن تر ټولو ستره معجزه
د سعودی عربستان تر ټولو ستره جایزي د پاچا فیصل د جایزي د ترلاسه کولو وروسته شیخ احمد دیدات ښورا شهرت پیدا کړ، ددی شهرت په تعقیب سره د نوړي کتاب ، اختيار: اسلام او مسیحیت ) The Choice: Islam and Christianity ) دغه کتاب د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۳ میلادي کال چي د چاپ شمیر يي ۱۰۰۰۰ وو چاپ شو، چي بیا د دوه کالو په موده کې ددی کتاب ۲۵۰۰۰۰ کاپیاني بیا ځل چاپ شوي. ددی ترڅنګ شیخ احمد دیدات د ۲۰ څخه زیات کتابونه هم لیکلې دي چي بیلا بیلو ژبو ته ژباړل شوی دي.
دشیخ احمد دیات د ویناوو موضوع زیات وخت په دي راڅرخیده چي څنګه مسلمانان د مسیحانو او د مسیحو مبلیغینو د دسیسو څخه خبر کړي اوڅنګه وکولای شي هغوي ته غاښ ماتوونکې ځوابونه ورکړي تر څو د هغوي په لومو کې راګیر نه شي. شیخ رحمه الله به د وینا په وخت کې د خپل ځانګړي مهارت او طرز څخه استفاده کوله چي زیات ګډون والو ته به جالبه وه هغه به ددی ترڅنګ د وینا په پاي کې ګډونوالو ته پوښتنو لپاره وخت هم ورکولو،چي غیر مسلمانانو ته يي لومړيتوب ورکاوه او هغوی ته به يي قناعت کوونکې ځوابونه ورکول، د شیخ احمد ديدات رحمه الله د دعوت له امله په زرګونو کسانو د اسلام مبارک دین قبول کړ.