لیکنه : زهرا مهدوي
ژباړه :صدیق الله خلیق
پرون مي شیطان ولېد، دبازارپه اړخ کي یی خپل پټوهوارکړی وو.
چم اوفرېب یی خرڅاوه .
خلک ورباندي راټول وه ،شیطان ناري وهلي او خلکو هم ورڅخه هرڅه رانیول .
پخه دکانداري یی ورباندي جوړه وه او هرڅه یی دخرڅلاو لپاره لرل : غرور، حرص ، درواغ اوخیانت ، خودخواهي اوهرڅه …….
هرچا یوڅه رانیول او په بدل کي یی یوڅه ورکول .
ځینودخپلو زړونو ټوټي او یوشمیرکسانو دخپل روح یوه برخه .
ځینوخپله آزادي او حتی یوشمیرکسانو خپل ایمانونه ورسره سودا کول.
شیطان خندل او دخولې څخه یی ددوږخ بوی راتله .
دزغم وړ نه وه، زړه مي راته وویل چي خپل ټول نفرت راغونډ او پرمخ یی تف کړم.
هغه لکه چي زما خیال ولوست ، دخپل ځان په شان دشیطنت څخه ډکه خندا یی وکړه او راته یی وویل :زه دچاسره کارنلرم ،فقط مي خپل پټوهوارکړی او په آرامی سره مي راوړي توکي پلورم ، نه چاني وهم او نه څوک مجبوروم چي راڅخه یی په زوررانیسي .
ته وینې ؟ انسانان پخپله زما پرشاوخوا راټول سویدي.
جواب مي ورنکړ، خو هغه سررانږدې کړ او راته یی وویل :البته ته له دوي سره توپیرلرې ، ته هوښیاراو مومن یی .
دا ځکه چي هوښیاري او ایمان دواړه دژغورني وسېلې دي.
دوي وږي او ساده دي ، دهرڅه لپاره تېرایستل کیدای سي.
له شیطان څخه مي بدراتلل خوخبري یی خوږې وکړې ، هغه ته مي واک ورکړچي خبري وکړي نو راته وګډېده وګډېده او وګډېده .
په ساعتونو یی څنګ ته کښېنستم ترڅو چي سترګه مي دهغه په دکانداری کي دعبادت پرقوطی ولګېده چي دایی هم دنوروترڅنګ اېښې وه .
پداسي حال کي چي دشیطان راته پام نسي قوطی مي پخپل جېب کي کېښوده ، له ځان سره مي وویل پرېږده چي یووارهم یوڅوک کوم شی دشیطان څخه غلاکړي او پرېږده یوځل شیطان هم خطا ایستل سي.
کورته راغلم او قوطی مي په ډېراحتیاط پرانیسته .
په قوطی کي دغرورپرته بل څه نه وه ، دعبادت په نوم نومول سوې قوطی مي له لاسونو پرمځکه ولوېده ، او غرورپه ټوله کوټه کي خپورسو.
خطاوتلی وم ،نه نه خطاایستلی یی وم، لاس مي پرخپل زړه کېښود هغه هم نه وو ،پوه سوم چي زړه مي هم دشیطان له څنګ سره هیرسویدی .
پرټوله لارمي وځغستل ، پرټوله لارمي پرلعین لعنت ووایه ، ټوله لارمي خدای خدای لرل .
غوښتل مي چي دناځوانه ګریوان ونیسم ، ددروغ عبادت قوطی یی پرسرووهم ، او خپل زړه بیرته واخلم.
دشیطان دناستي ځای ته راغلم ، خو هغه دخپلو راوړو له پلورولووروسته تللی وو، پرهماغه ځای کښېنستم او ډېرډېرمي وژړل .
اوښکي خلاصي سوې ، ولاړ سوم ترڅو نازړه توب مي له ځان سره یوسم.
خویوناببره مي دخپل زړه ټوپونه ترغوږسول ، له ځان سره مي وویل : آه لویه خدایه ! دا زما دزړه ږغ دی ؟
او همالته دزړه له کومي پرسجده پریوتم .
دخپل بایللي زړه دبیاګټلو پخاطر