لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب
طبیعي زېرمې د انسانانو د ژوندي پاتې کېدو یوه لویه وسیله ده چې، ترې ګټه اخیستنه په یوه هېواد کې د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب ګرځي. طبیعي زېرمې هغه پدیدې ته ویل کیږي چې د ځمکې په کره کې موجوده وي او انسان د هغې په جوړښت او پیدایښت کې ښکېل نه وي،یا طبیعي منابع دهغه طبیعي شتمنیو څخه عبارت دي چې،لایزال رب د بشر دګټي اخیستني لپاره پیداکړي او انسانان په ورځني ژوند کې ددې طبیعي منابعو څخه د خپل ژوند د ضروریاتو د رفع کولو لپاره تري ګټه اخلي.
د چاپېر یال ساتنې کارپوهان وایي په ټوله کې طبیعي منابع په دري ډوله دي ۱:نه نوی کیدونکې طبیعي منابع:نه نوی کیدونکې طبیعي منابع هغه طبیعي شتمني ده چې متداومي ګټي اخیستني په نتیجه کې خلاصیږي او له منځه ځي او بیا یې راتګ یا تجدید نا ممکن دی لکه د ډبرو سکاره،نفت،ګاز او داسې نور.
۲:نوی کیدونکې طبیعي منابع:هغه طبیعي ثروتونه دي که چیرته ورڅخه په عملي توګه ګټه واخیستل شي او داینده نسلونو اړتیاوي هم په نظر کې ونیول شي او همدارنګه ددې طبیعي منابعو څخه داسې ګټه واخیستل شي چې،تجدید یې هم په نظر کې ونیول شي نو بیرته د نوی کیدو قابلیت لري لکه،ځنګلونه،څړ ځایونه،ماهیان او حیات وحش او داسې نور.
۳:هغه طبیعي منابع دي چې د وخت په تیریدو سره یې کیفیت خرابیږي خو خلاصیږي نه لکه:اوبه،هوا،خاوره او داسې نور.
کارپوهان وایي په نوی کیدونکي طبیعي منابعو کې تر ټولو مهمې هغه یې په ځنګلونو کې شنه بوټي دي چې که چیرته د انسانانو د بې پروایۍ له امله د منځه ولاړ نه شي او یا ورته خپله د منځتلو زمینه برابره نه شي هیڅکله هم له منځه نه ځي. د نوی کیدونکو طبیعي منابعو ګټې ډېرې دي چې، له دې جملې څخه یوه یې د محیط ښکلا ، سرسبزي او د خلکو د تفریح ځایونه دي چې، کولای شي د وزګارتیا په وخت ترې استفاده وکړي او خپل وخت په خوشحالۍ سره تېر کړي. په پرمختللو هېوادونو کې تفریح ځایونه له مهمو اقتصادي منابعو څخه ګڼل کیږي. د کارپوهانو په اند شنې ګیاوې د ځمکې پر سر تر ټولو ستر موجود دی چې تکثري خاصیت لري او که یې ښه پالنه وشي د ټولنې په اقتصادي وده کې ډیره مرسته کوي.
د شنو ګیاو موجودیت د ځمکې په ټولو برخو کې د اقلیمي شرایطو، خاورې، جغرافیې په نظر کې نیولو سره متفاوت دی. په هغو سیمو کې چې ځنګلونه او شنه بوټي موجودې هلته د اوبو پرېماني وي او هیڅکله هم هغه سیمه د اوبو له کمښت سره نه مخ کیږي. شنه بوټي د طبیعت د غذا د فابریکي حیثیت لري،همدارنګه دچاپیریال په ښکلا،د هوا په پاکوالي،دخاوري په تثبیت او د وچکالۍ په مخنیوي کې زیات اهمیت لري .
شنه بوټي په خپلو پاڼو کې د ادلون بدلون په وسیله د انسانانو د ضرورت وړ اکسیجن جوړوي له دې سره په څنګ کې د هوا او غږ د ککړتیا څخه مخنیوی کوي او د چاپیریال په زرغونتیا کې ډیر مهم رول لوبوي. ځنګلونه چې د طبیعي منابعو له جملې څخه شمېرل کیږي د وحشي ژوو چې له ډیرې پخوا زمانې څخه انسانو ته د مېراث په شکل پاتې دي د ژوند کړلو او ژوندي پاتې کېدو ځای دی، کله چې ځنګلونه له منځه ځي مانا یې داده چې وحشي ژوي هم له منځه ځي. کارپوهان په دې معتقد دي چې ځنګلونه د اکسیجن په تولید، د اوبو او خاورې په ساتلو کې، د هوا په پاکوالي کې او د وړو شنو بوټو په ساتلو کې ډیره مهمه ونډه لري.
طبیعي زېرمي د خلکو ثروت: د طبیعي منابعو کارپوهان وایي افغانستان یو له هغو هېوادونو له جملي څخه دی چې په خپل زړه کې په پرېمانه ډول طبیعي منابع لري او باید په عادلانه او فني ډول ترې ګټه واخیستل شي. افغانستان له طبیعي زېرمو ډک هېواد دی چې د تیرو څو لسیزو په اوږدو کې ورته ډیر درانه زیانونه اوښتی، ډیری ځنګلونه له منځه تللي او د زیاتره وحشي حیواناتو او الوتونکو شمېر کم شوی او یا بیخي له منځه تللي. موږ په افغانستان کې د طبیعي منابعو له غني زېرمو څخه برخمن یو که ترې سمه ګټه واخیستل شي نو لرې نه ده چې د هېواد اقتصاد به مو یو په دوه او په پښو ودریږي، افغانستان د نړۍ په سطحه د طبیعي زېرمو یو له بډایو هېوادونو څخه شمیرل کیږي خو له بده مرغه په هیواد کې د کور ګډي جګړو او دبهرنیو لاس وهنو له امله دولت په دې نه دی توانیدلای چې له طبیعو منابعو څخه په سم او فني ډول ګټه پورته کړي.