لیکنه: سید غلام محمد هاشمي
د عرفان او تصوف ترمنځ توپير :
تصوف : په لغت کې دنفس پاکولو طريقې،له نفساني غوښتنوڅخه د ځان ژغورلو او الهي اخلاقو اختيارولوته وايي او په اصطلاح کې هغه علم دی،چې دهغه پواسطه د زړه تزکيه کيږي او دالله جل جلا له اوبنده ترمنځ اړيکه پيدکيږي.
عرفان: په لغت کې د حق معرفت او د حق تعالی پيژندلوته وايي او په اصطلاح کې يوه ديني او الهي نظريه ده چې وايي: ((انسان د عقلي استدلال له لارې دعالم د حقایًو په کشف او د خدای تعالی په درک کولو قادر نه وي او يوازې دباطني مستقيمو شهودو له لارې کيدای شي چې ځان د علم دغه پړاو ته ورسوي،هغه هم په هغه وخت کې چې له خپل زړه څخه جنسي غوښتنې،فساد او پليتي لرې کړي،نو هاله به هغه د بصيرت په سترګو وويني))
ش شــراب دعـــرفان نوش کـړه
زړه دعشق په اور مدهوش کړه حافظ
د خدای عرفان مې وشه په عرفان دمحمد ص
پاک دی محمد پاک دی سبحان دمحمد ص
صوفي :هغه چاته وايي چې خپل زړه له غير حق څخه پاک صفا کړي د کشف المحجوب ليکوال د صوفي په اړه ليکي((صوفي هغه څوک دی،چې په هغه کې د عبوديت معنی پخه شوي وي له ناوړه اخلاقو،اوصافود حق په مرسته پاک شوی وي ؛نو دلته ده چې په ده باندې د حقيقت منازل راښکته کيږي او دشريعت له احکاموسره ګډيږي،هر چاچې دا صفت (( دحقيقت او شريعت يو ځای کول)) درلود هغه صوفي دی)).
همدا راز په پښتو پښتو تشريحي قاموس کې راغلي دي: صوفي د تصوف دطريقې پيرو يا د نفساني غوښتنو څخه ډډه کوونکی او له غير حق څخه مخ اړونکي ته وايي . دنړۍ د ټولو ولسونو په تاريخ کې داسې کسان شته چې د هغو پوهه پر حسي عناصرو ولاړه نه ده او له مادي نړۍ څخه يې ها خواته د غير مادي نړۍ پر لور يې غاړه هسکه کړې ده او د ښکاره وجود پرځای يې پام د باطن وجود لوري ته دی .دا کسان په اسلامي تاريخ کې صوفيان بولي او مسلک ته يې تصوف وايي.
معاصر صوفي مولاناامام غزالي رحمه الله د تصوف او صوفي په اړه وايي:چاچې دالله جل جلاله په اوامرو او بندګۍ کې استقامت وکړه او دده د مخلوق سره يې معامله کې نرمي او ښه سلوک وکړه نو دا ريښتنی صوفي دی .
عارف : په لغات کې پوه،هوښيار اود الله جل جلاله پيژندونکي ته وايي،خو په اصطلاح کې هغه چاته عارف ويل کيږي،چې الله جل جلاله يې په وحدانيت سره پيژندلی وي.
عارف سړی هغه دی چې يې شناخت وشو دځان
د ځان په معرفت کې معرفت دی د سبحان (( خ،خټک))
دعارف په برخه علم لدني دی
په الست يې روزي وشوه بې تحصيله((خ،خټک))
څرنګه چې په پورتنيو کرښو کې مو وليدل،چې تصوف او عرفان همدارنګه صوفي او عارف چې په مترادف ډول راوړل کيږي د مانا او اصطلاح له پلوه ډېر توپير نه لري په دې مانا چې تصوف د شرعې پر بنسټ د کمال پرلور تګ او حق سره د يوځای کيدو د نفسي تزکيې،له دنياڅخه مخ اړولو،يوه زاهدانه روش اولاره ده.
خو عرفان يو لوړ او ژور فلسفي او فکري مکتب دی او دعلومود چارو،ستونزو،حقايقو او رموزو علم دی هغه هم د عالمانو او فيلسوفانو له لارې نه،بلکې د اشراق،کشف او شهود له لارې .
ابو علي سيناپه اشارات کې د زاهد،عابداو عارف په اړه ليکلي دي : د دنياله مال او خوښيو څخه مخ اړونکی زاهد نوميږي . او هغه څوک چې تل پر عبادت بوخت وي عابد بلل کيږي او عارف هغه چاته ويل کيږي چې د جبروت په پاکۍ فکر کوي ،پام يې همدې لور ته راګرځولی ، تل ورته متوجه او په پرله پسې ډول د حق د نور ځلا او اشراق يې په زړه کې وي ،نو ځکه وايي چې د عارف مقام څخه لوړ اوهر عارف صوفي دی؛خو صوفي عارف کيدای نه شي.
ځېنې خلک د صوفيانو ظاهري لباس،خرقې او ځينو نورو شيانو ته ګوري او په اړه يې فکر کوي،چې دوی ډير ساده زړي،معتصب او انتقاد کوونکي خلک دي . په داسې حال کې چې عارف روشنفکره،پاک زړی او د روښانه ذهنيت خاوند ګڼي،ځکه چې د زړه يې د الهي حکمت په ځلا روښانه شوی دی .
د عارف کلمه په درېيمه هجري پيړۍ کې دود شوه،ځکه چې بايزيد بسطامي د صوفي پر ځای د عارف کلمه استعمال کړه او ويلي يې دي :
((د عارف کمال د حق په د وستۍ کې سوځيدل دي ))
او همداراز ((هغه کوچنی شی چې پر عارف باندې لازم دی دادی،چې له مال او ملک څخه تېر او بېزاره شي او حق هم دا دی چې که د الله جل جلاله په دوستۍ کې که له دواړو جهانونو تېرشي هم کمه ده))په بل ځای کې وايي: ((عارف تل پيژندونکی او ا شناکوونکی يانې الله جل جلاله ويني او عالم له خلکو سره کيني عالم وايي ،زه څه وکړم؟عارف وايي هغه څه وکړي؟
عارف تل هڅه کوي چې پر کشف،شهود او اشراق باندې حقايقوته ورسيږي او پر ظاهري او باطني علومو برلاسی شي. له دې امله وايي چې هغه څه عالم،حکيم او فيلسوف يې په عقل،منطق او استدلال سره درک کوي،عارف يې د اشراق له لارې تر لاسه کوي او ويني.
په دې ځای کې اړينه بريښي چې د ابوسعيد ابوالخير او ابو علی سيناد مخامخ کيدلو او خبرو يادونه وکړو چې په((اسرار التوحيد))کې راغلي دي.
وايي چې يوه ورځ شيخ ابو سعيد رحمه الله په نيشاپور کې خبرې کولې چې خواجه ابو علي سينا د شيخ د خانقاه په دروازه راننوت پخوا له دې يې يوبل ليدلي نه وو؛خو ليکونه يې يو تر بله ليږلي وو. همداچې خواجه بو علي په دروازه راننوت شيخ ابو سعيدمخ ور وګرځاوه او وې ويل :هوښيار او په حقايقوپوه سړی راغی .
خواجه بو علي سينارا ننوت او کيناست،شيخ ابوسعيد بيرته خپلو خبرو ته ور وګرځيده. کله چې يې مجلس پای ته ورساوه نو له بو علي سينا سره کورته راغی په کور کې يې درې شپې او ورځې له نورو جلا په ګوښه ځای کې خبرې وکړې.
وروسته بياخواجه ابو علي سينا رخصت شو،شاګردانو له ابوعلي سيناڅخه پوښتنه وکړه چې شيخ څه ډول سړی دی ؟
ابو علي سيناوويل : په هر هغه څه چې زه پوهيږم دی يې ويني . همدارنګه له شيخ ابو سعيدڅخه پوښتنه وشوه چې بو علي څه ډول سړی دی؟ ده يې په ځواب کې وويل : هغه څه چې موږ يې وينو دی پرې پوهيږي.
بوعلي سينا پخواله دې هم په شيخ ابو سعيدډير اعتقاد او باور درلوده،خو کله چې يې دده کرامات وليده ګروهه،عقيده او باور يې نور هم پرې زيات شو.
ځينې دا هم وايي چې عرفان او تصوف دواړه يوه موخه او هدف لري چې هغه د حق د ذات پيژندنه او لمانځنه ده علي اکبر په خپله لغتنامه کې وايي: ((تصوف د اسلامي پلوشو څخه دی،تصوف يوه لاره او طريقه ده او عملي سير او سلوک دی چې د عرفان څخه خړوبيږي.
عرفان او معرفت هم،لکه څنګه چې په تيرو پاڼو کې يې يادونه وشوه،په خپل منځ کې ډيرې توپيرونه لري . همدارنګه د صوفي او درويش کلمې هم په مترادف ډول راوړل شوي چې د صوفيانو صفات او ځانګړنې يې درويشانوته ورکړي.کله کله د هغو په اړه تيروتي دي او د درويشانو ځېنې بې پروايي او بې بندوباري يې په صوفيانوپورې تړلې ده.
ارواښاد امير حمزه شينواري د صوفي او عارف په پيژندنه کې دوه څلوريزې لري چې په لاندې ډول دي.
څو چې د نـفس په وژلـومټ نه کا وران لــه ميـــانه د هـستۍ خـټ نه کــا
صوفي هغه دی چې زړه صفالري ګڼه د صوفي چپنه به يې عيب پټ نه کا
چې د عرفان ښار پــــــســې ووتم د ګمراهيو په جال کښــــــــــــــيو تـــــــــــــم
راز د لوړتيا مې هلـــــه وپيژاند چې مې يقين شــــــــــو لاړم پريــــــــــــوتم
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی