لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
شيخ متى: شيخ متي د پښتو ادب عارف او متقي شاعر د غوريا خېلو څخه و، دده لوى نيکه خرښبون هم د پښتو ژبې شاعر او اديب و.
د شيخ متي کورنۍ ډېر زيات خدمت کړى دى او د ده د کورنۍ شجره پښتون کورنۍ کې خرښبون ته رسېږي، چې د لرغونې دورې يو تکړه شاعر دى.
شيخ متي بن عباس بن محمد بن خليل بن غوريا بن کند بن خرښبون يې د کورنۍ شجره ده، دا مشهوره کورنۍ د خرښبون تر مرګ وروسته په ارغستان ، پښين او پېښور کې خپاره شوه، شيخ متي دوه ورونه درلودل، چې حسن او عمران نومېدل د عمران مزار د کوږک پر غره دى ، چې هغه غر دده په نامه (د خواجه عمران غر) هم بلل کېږي او يوه خور يې (بي بي خالا) نومېده چې د دې مزار په پښين کې دى او په کلات کې د ترنګ پر غاړه د ( خالاکلى) اوس هم موجود دى چې د بي بي خالاد يادګارونو ځينې دى چې هلته به اوسېدله.
شيخ متي يو تصوفي او عرفاني شاعر دى په پښتو ادب تاريخ کې دغه د تصوف نه ډکه شاعري ترده وروسته نورو شاعرانو هم په خپلو اشعارو کې ځاى کړه، خو لومړنى شاعر پښتو ژبې کې چې تصوفي اوعرفاني شاعر دى، هغه شيخ متى دى او د دې نه وړاندې موږ بل داسې کوم شاعر نه لرو چې د هغه شعر له تصوف او عرفان نه ډک مسايل ولري.
شيخ متي په ٦٢٣ل کال کې زېږېدلى او د ٦٠ کالو په عمر د ترنګ پر غاړه په ٦٨٨ل کال وفات شوى دى ، د ده مزار تر اوسه هم د کندهار شمال ختيځ خواته تقريبا ٥٠ ميله لېرې پر يوه غونډۍ واقع دى چې کلات يې بولي او دى په کلات بابا مشهور دى، ده خپل ژوند د ترنګ پر غاړو او د غونډان په غره د کلات په حدودو کې تېر کړى دى.
د شيخ متي کورنۍ په غوريا خېلو کې خورا مشهوره ده ، دوى له پېښور څخه بېرته د کندهار خواوو او د ترنګ غاړو ته ولاړل، دغه کورنۍ په علم اوعرفان کې مشهوره وه او پښتنو مؤرخانو يې ذکر ډېر راوړى دى، نعمت الله په مخزن کې، اخوند دروېزه په خپله تذکره حيات الافغاني کې او نورو مؤرخانو د دې کورنۍ خلک تر اوسه هم د کندهار د (ناکورک) په کلي کې اوسېږي، په دوى کې شعرا،مؤرخان او عارفان ډېر تېر شوي دي تر خرښبون وروسته هم ښايي چې دوه قرنه په دې معروفه کورنۍ کې ډېر مشاهير او شعراء تېر شوي دي، چې د زمانې د تاړاکه د دوى اثار تر موږ نه دي رارسېدلي خو دوه قرنه وروسته د پښتو شعر يو خورا ښاغلى او عارف اديب موږ پېژنو، چې د مغلولو د تاړاک په مينځ کې دنيا ته راغلى چې شيخ متى نومېږي.
شيخ په خپله کورنۍ کې علم ، زهد، تقوى او ادب په ارث پرېښى وه،دا د پښتويوه خورا لوى صوفي او عرفاني شاعر و، ده په غونډان کې يو کتاب لېکلى و چې نوم يې ( الله مينه) او محمد هوتک بن داود د پټې خزانې ليکوال وايي چې دا کتاب په کلات کې دده پر مزار پروت و او اکثره کسانو به لوست، د ده په کتاب کې اکثره عرفاني اشعار او مناجات وو او په داسې ډول وېل شوي وو، چې پر خلکو به يې ډېره اغېزه کوله او زړونه به يې وېلي شول، د شيخ متي مناجات په پښتو ادبياتو کې د عرفاني شعر بېلګه ده ، تر ده وروسته بيا له اوومې پېړۍ نه تر لسمې هجري پېړۍ پورې موږ په خپلو لاسته راغليو پښتو متفرقه اثارو کې دغسې د عرفاني فکر لرونکي اثار نه لرو
د دې صوفي او مقتدر شاعر اشعار متاسفانه د نورو لرغونې دورې شاعرانو په ډول زموږ په لاس کې نه شته خو د پټې خزانې مؤلف يوه عارفانه خوږه منظومه له خپله پلاره اورېدلې وه او په خپل کتاب کې يې را نقل کړې ده:
د شيخ متي دغه شعر په پښتو اشعارو کې خورا ډېر اهميت لري او دا يوه داسې نمونه ده چې د عرفاني او تصوفي اشعارو ابتداء او بنسټ دهمدې شعر نه پېل کېږي.
او لومړنى شاعر چې شعر يې عرفاني او تصوفي رنګ لري، شيخ متى دى د دې نه مخکې بل کوم داسې شاعر موږ سره موجود نه دى.
په پارسي اشعارو کې عرفاني رنګ د غزنويانو له عصره ښکاري ، د ٦٠٠هـ په حدودو کې پارسي شعر د تصوف او عرفان يوه غوره او غټه ذخيره لري.
داسې ښکاري چې شيخ متى د خپل عصر پر تصوف واقف سړى و او دده شعر ثابتوي چې ده عرفان او تصوف کې پاخه افکار درلودل او د پښتو د متصوفو شاعرانو امام ګڼل کېږي، چې تر ده وروسته په دغه فکر او دغه ډول ډېر اشعار د روښانيانو ،عبدالقادر خان خټک ، رحمان بابا او نورو له خوا وېل شوي دي مګر د شيخ متي اشعار په عرفاني دنيا کې يو مخصوص خوند ، رنګ او قيمت لري چې په نورو عرفاني او تصوفي اشعارو کې نه شته، ځکه چې دې مخصوصا په خپل شعر کې جمالي افکار او نظريات څرګندوي او کايناتو ته د ښکلا ا وجمال په سترګه ګوري.
شيخ متي له هغو لومړيو خلکو څخه دى ، چې پښتو شعر ته يې يو فلسفي رنګ ورکړى او د جماليت ټکى يې ښه ښکاره کړى دى مګر دده فکر تل له مادي خوا څخه معنوي او الهي افکارو ته مېل لري، دتصوف په هکله دا ښکاره خبره ده چې يو ټاکلى نوم يو ټاکلي مفهوم ته اطلاق کېږي ، خو د تصوف پر حال باندې د دغسې اصطلاح اطلاق کول لکه په يوه زېږېدلي ماشوم باندې د نوم کېښودل په شان نه وه، لکه دغه نوم اېښودل او دغسې اصطلاح اطلاق کېدل د وخت په اوښتلو سره بدلېږي او مفهوم ا ومصداق يې هم بدلېږي
دا چې شيخ متى عرفاني او تصوفي شاعر دى را ځو د تصوف د کلمې په اړه يو څه بحث کوو چې د دغې کلمې په اړه څه وېل شوي دي.
که څوک پوښتنه وکړي چې د احاديثو پوهانو ته محدثين او دفقهې علماؤ ته فقهاء وايي نو د باطني علم او پوهې پوهانو او پيروانو ته څنګه صوفيان وايي؟
او ولې دوى هم د دې علم يو مقام يا حال ته نه دي منسوب شوي لکه څرنګه چې د زهد او تقوى خاوندانو ته زهاد او متقين او د توکل خوندانو ته متوکلين وايي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې بايد ووېل شي چې صوفيان يوازې په باطني تزکيې پورې خاص نه دي، څرنګه چې هغوى د باطن پوهه لري په ظاهري علومو لکه حديث، فقه، تفسير او داسې نورو هم ښه پوهېږي او داسې کوم علم نه شته چې دوى له هغې بې برخې وي او پرې ونه پوهېږي که چېرته د دې علم او يا د هغه له کوم حال او مقام پورې اختصاص ورکړى شي دا د دوى هر اړخيز شخصيت لکه څنګه چې ښايي نه شي معرفي کولاى.
دا چې څنګه دوى ته صوفيان وايي په دې باره کې د ختيځ او لويديځ پوهان ډول ډول نظريات لري چې د دوى اقوال او نظريات په لاندې ډول وړاندې کوم:
١:د صوفي دکلمې سره دنسبت (يا)نښتې ده اوله (ى) نه پرته (صوف) پاتې کېږي او صوف په عربي ژبه که وړيو ته وايي دا چې دې خلکو له نرمو ټوکرانو څخه کالي جوړول او تل به يې وړينې جامې په ځان وي له دې کبله د دوى ظاهري بڼه په نظر کې ونېول شوه او خپلو کاليو ته منسوب شول او دا ډول نسبت له دې په خوا هم معمول و لکه د عيسى(ع)ملګرو ته (حواريين) وايي او حوارين هغه چاته وايي چې سپينې جامې او سپين کالي اغوندي
دا نظر لويديځ پوهانو لکه : کليمان هوار، کار داي او ماسينيون هم تاييد کړى دى .
٢:د صوفي او تصوف کلمې له (الصفة ) ځخه اخستل شوې ده او دوى هغه صحابه وو ته منسوب دي چې له هجرت څخه وروسته يې په مدينې کې په يوې سر لوڅې صفې کې ژوند کاوه او شپه ورځ د لوى الله (ج) په عبادت بوخت و، څنګه چې صوفيان هم ټول وخت په عبادت تېروي نو د دوى په مينځ کې څه ناڅه شبهات او يو رنګي موجوده ده
٣: د صوفي کلمه له صف څخه اخستل شوى ده څرنګه چې صوفيان تل د جمعې په صف کې ولاړ وي يا د الله (ج)په نزد د دوى د لوړ همت له برکته په لومړي صف کې شمېرل کېږي او يا تل د نفس او شيطان په مقابل کې د جګړې صفونه جوړوي ځکه دوى ته صوفيان وايي.
٤: صوفي او تصوف له صفت څخه اخيستل شوى دى دا چې دوى د خپل نفس او ناوړه هيلو سره د مجادلې او مبارزې په نتيجه کې له بدو او ناوړه خويونو څخه پاک شوي نو په ښو، سپېڅلو اخلاقو او اوصافو يې ځانونه سنبال کړي نو له دې کبله دوى د صفت وړ دي.
٥: د تصوف او صوفي کلمې له (صوفة القفا) څخه اشتقاق شوې ده او د صوفة القفا مانا دا ده چې د(څټ کوڅې) څرنګه چې د څټ کوڅې په لږ شمال ښورېږي او بې واکه وي همداراز د صوفي زړه هم نرم او عواطف يې ډېر وي.
همداراز ځينې خلک داسې عقيده لري چې که چېرته د چا اولاد نه پاتې کېږي او په ورکوټوالي کې مړ کېږي نو کله چې يې کوم ماشوم وزېږېږي د هغه ټول سر وخريي يوازې د شاخواته يوه کوڅې پرېږدي چې دعمر د اوږدوالي لپاره د نېک پال علامه ګڼل کېږي.
٦: د صوفي کلمه د (سوپ) کلمې ته منسوب ده سوپ يوه زړه ار يايې کلمه ده چې اوس هم په پښتو کې ژوندۍ ده چې د سمڅې او غار مانا لري دغه سوپ بيا په پارسي کې په صوف اوښتي او صوفي ځينې جوړ شوى دى ، يعنې هغه څوک چې په سمڅو او غارونو کې د ګوښه ګېري په حال کې اوسي.
٧:د صوفي کلمه له صوفة څخه اخستل شوې ده او صوفة د عربانو د جاهليت په زمانې کې د يوه سړي لقب و، دې په ځان کېښوده که چېرته يې زوى وزېږيږي د هغه ټول سر به ورو خر وي او يوازې د څټ په لورې به يې يوه کوڅۍ پرېږدي او هغه به د کعبې په دېوال پورې له همغې کوڅۍ و تړي چې هلته کرار د خپلو بتانو عبادت وکړي تصادفي د همغې ښځې زوى وزېږېد او وړکتوب په وخت کې يې د څټ خواته يو کوڅۍ ورته پرېښودله او د کعبې خدمت به يې کاوه تر دې چې ټولو عربانو به ده ته په درنه سترګه کتل، که څه هم نوم يې غوث بن مر و خو هغه ته به يې د ده د څټ د کوڅۍ له کبله صوفة وېلې يعنې کوڅۍ داره او دا يې لقب شو کله چې اسلامي دين راغى په لومړيو وختو کې چا د صوفي نوم نه پېژانده خو هغه وخت چې يوې ډلې خلکو خپل ټول وخت په عبادت تېراوه او په اصطلاح دنيا يې پرېښي وه دوى ته هم د همغه سړى چې غوث بن مر يې نوم وه لقب ورکړى شو او په صوفيانو يادېدل.
٨: د صوفي عربي کلمه (Theosophy) تيوسوفي يوناني کلمې څخه اخيستل شوى او دا کلمه په يوناني ژبه د الهي حکمت مانا ورکوي.
دا نظر يو ختيځ پېژندونکي مېرکس ښکاره کړى او جورج زيدان يو مصرى پوخ ليکوال ورسره منلى دى خو يو بل ختيځ پېژندونکى استاد نولديک دا خبره رده کړى او نه يې منې.
٩: صوفي له (صفوت) څخه اخيستل شوى دى چې د غوره والي مانا ورکوي دا خلک هم د الله (ج)غوره بنده ګان دي.
د صوفي او تصوف د کلمې په هکله د اتېرى نظريې د هغه چا وې چې په صوفيانو باندې د صوفي او دې مسلک باندې د تصوف د کلماتو اطلاق د يوه علت معلول ګڼي او هغه له ځينو نورو کلماتو څخه را بېله شوي بولي، خو دلته يو بل نظر هم شته چې وايي دا کلمه پرته له دې چې له بلې کلمې اخيستل شوى وى په مستقله توګه د صوفيانو لقب ګرځېدلى دى.
١٠: دا نوم صوفي دې ډلې صوفيانو کې زيات استعمالېږي وايي فلانى صوفي دى او يوې خاصې ډلې ته صوفيان وايي او هر څوک چې ډېر زيات زيار باسي چې د ين ته ورسېږي، هغه ته متصوف وايي دا نوم په فارسي کې نه شته او اصلي رېښه يې نه ده پېژندل شوې او له کومې بلې کلمې څخه نه ده اخيستل شوى په دې باره کې ډېره ښه نظريه دا ده چې دا کلمه د نورو لقبونو په شان د دې خلکو لپاره لقب ده.
په عامه توګه صوفيان په درې ډلو وېشل کېږي صوفي، متصوف او صوفي نما.
١: صوفي هغه څوک دى چې له ځان څخه فاني او په الله (ج)باقي وي، ځان ترې هېر وي تل يې الله (ج)په ياد وي او د طبيعت له منګولو خلاص ، د حقيقت زړه ته رسېدلى او په واقعيت پوهېدلى وي.
٢: متصوف: هغه چاته وايي چې د سلوک په لارې روان وي او زيار باسي چې د مقصود سر منزل ته ورسېږي ا ود صوفي درجې ته لا نه وي رسېدلى.
٣: متصوف يا صوفي نما هغه کسان دي چې د مادي ګټو او ټولنيز نفوذ په غرض يې په ظاهر کې د صوفيانو جامې په تن کړي وي او په واقعيت کې د هغوى له باطني پوهې څخه بېخې بې برخې وي.
بغدادي ابو حمزه وايي (( د رښتياني صوفي نښانه دا ده چې له شتمنى څخه وروسته خپل شته له لاس ورکړى او له عزت مندى وروسته خوار وزار شي او له مشهورتوب وروسته له شهرته ولوېږي او د دروغژن صوفي نښه دا ده چې له بې وزلي وروسته شتمن او بډاى شي له خواري نه وروسته عزت مند شي له بې شهرتۍ وروسته په خلکو کې د شهرت خاوند شي.
په اسلامي نړۍ کې دولس فرقې صوفيان را پيدا شوي دي چې هره ډله ځانته خاصه او ځانګړې طريقه لري چې د هغوى له جملې څخه دوه ډلې يې باطلې او نور يې په حقه دى هغه لس ډلې چې د دين له ساحې يې تجاوزنه دى کړى په لاندې ډول دي:
١: محاسبيان، ٢: قصاريان، ٣: طيفوريان، ٤: جنديان، ٥: نوريان ، ٦: سهليان ، ٧: حکيمان ، ٨: خورازيان ، ٩: خفيفيان، ١٠: سياريان.
او هغه دوه ډلې چې د اسلام دين له ساحې وتلي دي دا دي: حلاجيان او اتحاديان دويم حلوليان چې په حلول عقيده لري.
د التعرف لمذهب التصوف مؤلف رښتياني اسلامي صوفيان داسې ستايي دوى نوراني اجسام او د ځمکې پر سر اسمانيان دي په ظاهر له خلکو او په باطن له الله سره دي خو له يې پټه او سترګې يې خلاصې دي هم غايب او هم حاضر دى، په زړو جامو کې پټ زمامداران دي له خلکو ګوښه او د فضايلو خاوندان دي ځلانده دلايل د خلاص غوږونو او سپېڅلي اسرارو څښتنان دي.
صوفي هغه څوک دى چې په هغه کې د عبوديت معنا پخه شوې وي له ناوړه اخلاقو اوصافو څخه د حق په مرسته پاک شوي وي نو دلته ده چې په ده باندې د حقيقت منازل را ښکته کېږي او د شريعت له احکامو سره ګډېږي هر چا چې دا صفت د حقيقت او شريعت يو ځاى کول درلود هغه صوفي دى.
صوفي هغه څوک دى چې له ناوړه هيلو نه پاک شوى او له خلکو څخه ګوښه ټول امور يې خپل الله (ج)ته سپارلى وي او ده ته سپين زر او شګې کوم توپير ونه لري
محمد هوتک بن داود د پټې خزانې مؤلف يوه عرفاني او تصوفي منظومه له خپل پلاره اورېدلې وه داسې يې را نقل کړې ده:
پر لويو غرو هم په دښتو کې
په لوى سهار په نيمو شپو کې
په غاړه ږغ او په شپېلکو کې
يا د وېر ژلو په شپېلو کې
ټول ستا د ياد نارې سورې دي
دا ستا د مينې نندارې دي