• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د عقل، عقل قوه څه وخت رانغاړل کېږي؟

Home ادبد عقل، عقل قوه څه وخت رانغاړل کېږي؟

د عقل، عقل قوه څه وخت رانغاړل کېږي؟

ليکنه: هارون سمون

علت او مختار علت:

د علت او معلول سلسله په هستۍ کې یو اصل دی، هره عیني او ذهني پدیده د علت او معلول پر بنسټ منځته راځي، خو دا هر څه د عقل په فهم قوې پورې اړوندېږي. کانت د عقل دوې مهمې قوې راپېژني. یوه د فهم قوه بله د عقل قوه. د فهم قوه محدوده ده مثلاً د هستۍ په اړه د علت او معلول سلسله مني، په جهان کې هر معلول ته علت ټاکي، د فهم قوه پدیدې د تجربې او محسوساتو په مرسته درک کوي؛ خو عقل بیا په یوه لایتناهي سفر باندې مزل پیلوي، د علت او معلول سلسله غزوي، چې په نتیجه کې په یوه مختار علت تکیه کوي. عقل په تجربو او محسوساتو اکتفا نکوي عقل انسان لایتناهي خواته راکاږي، پدې مزل کې انسان اوس هم د یوه حقیقت انتظار باسي؛ نو ویلای شو چې د عقل د فهم قوه محدوده ده چې نن په نړۍ کې تقریباً ټول عادي انسانان په همدې قوه بسنه کوي؛ خو د عقل له عقل قوې کار اخیستل انسان د لایتناهي سفر پر لور راکاږي او پدې ډول انسان له نورمال ژوند څخه د یوې بلې نړۍ پر لور بیایي، چې پدې توګه فلسفي انسان له عادي انسان څخه جلا کوي.

پر دې بنسټ ویلای شو چې د مطلق او کل عقل د پېژندلو لپاره هر انسان باید د عقل له عقل قوې کار واخلي، تر څو د بشر ژوند ریښتنې مانا پیدا کړي.

خو دا قوه هم رانغاړل کېږي او انسان له ځینو لاینحل پوښتنو سره مخ کېږي. د فکر له نااراديتوب سره سم د پوښتنو حل او په یو څه باور کول د انسان له حیاتې مسلې سره نه شلېدونکې مستقیمې اړیکې لري. که یو انسان د نورو خلاف له عادي ژوند هخوا پل ږدي مجبور دی یو لړ ګوګونو او ګوجلکو مفاهیمو او بحثونو ته سر ور ښکاره کړي؛ خو ځینې کسان له دیني مباحثو ښه نه وړي، چې دا د حل لاره نده ځکه د مرګ د جبر له وجې انسان باید له روحانیت سره نېغ په نېغ اړیکه ټینګه کړي؛ ځکه ژوند په یو بل حقیقت(مرګ) اوړي او دا پدیده ډېر ژر صورت مومي ځکه چې د کائناتو د ګردش ټایم ته په کتو انساني عمر یوه شېبه دی.

پدې معما کې فلسفه مهم رول لوبوي، ځکه فلسفه د عقل او استدلال زیږنده ده، ځینې خلک بیا له سره فلسفه نه مني دوی سخت اشتباه شوي دي. په اصل کې فلسفې ته په سرسري لید ګوري.

په فلسفه کې غرق تلل ښه دي. فلسفه پر عقلانیت او له عقل څخه پر راټوکېدلي منطق څرخي. پدې کې د انسان حیاتي مسله بېرته د خدای د وجود تقدم ته ورګرځي عقل د خدای وجود نشي ردولای؛ خو اثبات یې په ډېره اسانۍ سره کولای شي، ځکه عیني واقعیتو ته په کتو عقل محدودېږي او انسان حیران دریان پاتې کېږي نو بله چاره نشته مجبور دی خدای به مني. د عقل د محدویت په اړه ایمانویل کانت پدې عقیده دی، چې علم تر خپلې ساحې هاپلو له تناقصاتو سره مخ کېږي. کانت زیاتوي، چې زه د انساني تعقل څېړنه کوم مېزان یې سنجوم او حدود یې ټاکم.

څوک چې بیا هم منکرېږي هندي مشهور فیلسوف مهماتا ګاندي یې لېونی بولي. دی وایي چې یاد کس باید خپله درملنه وکړي ډاکټر ته د ولاړ شي. د ګاندي منطق ځکه پر ځای دی، چې یاد کس باید لمړی خپل وجود ثابت کړي، نو دا لازمه برېښې، چې هر عاقل انسان خپل وجود ثابت کړي، چې ایا زه شته یم؟

دغه راز یو بل فیلسوف ژان ژاک روسو د ماوراءالطبیعت په اړه وایي، چې حرکتونه په اجسامو کې ذاتي خواص ندي، بلکې د محرکاتو اخرنی علت یا هم کل محرک باید موجود وي؛ ځکه د کائناتو په حرکت او د چارو په جریان کې د عقل او حکمت اثار څرګند دي. نوموړی زیاتوي، چې یوازې پر حکیم ذات چې د عالم په چارو کې موثر دی یقین کېدای شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

پلاټ غزونه او خیال پردازي

Nov 29, 2017

لیکنه: محمد هارون سمون داستان چې د ځينو تخنیکونو په[...]

مهم – لنډه کیسه

مهم – لنډه کیسه

Oct 10, 2016

لیکنهه: محمد هارون سمون د مېز له سره یې بورس[...]

عامه کتابتون او د ځوانانو سالمه بوختیا

عامه کتابتون او د ځوانانو سالمه بوختیا

Mar 22, 2016

لیکوال: محمد هارون سمون په کلیوالي سیمو کې د ژمي[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022