• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د غاښونو له مخې د پسونو د عمر تخمين Determining the age of sheep by their teeth

Home کرنه او مالداريد غاښونو له مخې د پسونو د عمر تخمين Determining the age of sheep by their teeth
د غاښونو له مخې د پسونو د عمر تخمين Determining the age of sheep by their teeth

د غاښونو له مخې د پسونو د عمر تخمين Determining the age of sheep by their teeth

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
بالغ پسه او وزه ۳۲ غاښونه لري چې له هغه جملې څخه ۲۴ غاښونه د ژرندې كولو وظيفه سرته رسوي چې Molar Teeth په نامه ياديږي او ۸ نور پاتې غاښونه چې د ګياه او بوټو د قطعه كولو وظيفه په غاړه لري د ثنايا (Incisor) په نوم ياديږي چې د لاندېنۍ ژامې په مخكنۍ برخه كې قرار لري . بايد وويل شي چې د پورتني ژامې مخكې برخه بې غاښونو وي د غاښونو پر ځاې كلك او غضروف ډوله ورۍ وجود لري چې د ګيا گانو د قطع كولو په وخت كې دا غضروف ډوله ساختمان د ثنايا غاښونو باندې واقع كيږي او ګياه په اسانه سره قطع كوي د پورته ۸ غاښونو له جملې څخه مركزي جوره يې د Pinchers ،دوه نور اطرافي غاښونه يې د First intermediates په نوم دريمه جوړه second intermediate او باالاخره وروستۍ جوړه يي د Corners په نامه ياديږي . په اوله کې دا اته (۸)غاښونه د شيدو غاښونو (Milk Teeth)يا موقتي غاښونو(Temporary Teeth) په نوم ياديږي.
د يو کلنۍ په عمر کې د Pinchers غاښونه په دايمي غاښونو بدليږي.همدارنګه ددوه کلنۍ په عمر کې د First Intermediat غاښونه په دايمي او د عمر په دريم کال کې Second Intermediat غاښونه په دايمي غاښونو عوض کېږي. باالاخره د څلورکلنۍ په عمر کې د Corners غاښونه ) په دريمي غاښونو عوض كيږي او بالاخره د څلور كلن په عمر كې د Corners غاښونه په دريمي كارنر Permonent Corners بدليمي د شيدو غاښونه په دايمي کارنر(permanent Corners) بدليږي. دشيدو غاښونه واړه او مثلت ډوله وي او په منځ كې فاصله وجود لري په داسې حال كې چې دايمي غاښونه غټ او اوږده شكلونه لري چې په دې ډول ددايمي او شيدو غاښونه سره تفكيك كيداې شي.
د څلور كلنۍ څخه وروسته يعنې كله چې دايمي غاښونه پوره شي د پسه د عمر تخمين ګران كار دې خو يوازې او يوازې د غاښونو د سوليدو له اندازې څخه وكولاې شو چې د پسه د عمر اندازه تخمين كړو، په هر اندازه چې د پسونو د غاښونو د سوليدو اندازه زياته وي په هغه اندازه د حيوان د عمر د پيشرفت او زياتوالې څخه نمايندګي كوي . د پسه غاښونه د عمر تر ۸ كلنۍ پورې خپل حالت ساتي خو په عمومي ډول د ۵ – ۶ كالو څخه وروسته د پسه غاښونه په توئيدو شروع كوي . كله چې حيوان اكثره غاښونه له لاسه وركړي دGummer په نوم ياديږي. د غوښين تايپ پسونه نظر وړين تايپ پسونو ته ژر په غاښونو توئيدو شروع كوي . غوښين پسونه په ۵ كلنۍ كې او وړين پسونه د هغه څخه يو كال وروسته ( ۶ كلنۍ) د غاښونو په توئيدو پيل كوي .
با تجربه مالداران د خپلو پسونو د غاښونو په ساتنه كې د ډير پاملرنې څخه كار اخلي خصوصاً هغه پسونه چې د نسل ګيرۍ په منظور روزل كيږي بايد سالم غاښونه ولري
نوټ : – هغه پسونه چې دعمر څلور كلونو شاوخوا كې وي د solid teeth په نوم ياديږي . د۵ يا ۶ كلونو څخه وروسته غاښونه تويوې او د غاښونو له مخې كيداې شي د حيوان د عمر حدس ووهل شي چې د Broken Mouth په نوم ياديږي كله چې ټول غاښونه له لاسه ور كړي د Gummer په نوم ياديږي .

teeth of sheep
teeth of sheeps

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د توليدي او کم تولیده وزو مهمې نخښې

د توليدي او کم تولیده وزو مهمې نخښې

Dec 5, 2015

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف د تولیدي یا شیرورې وزې نخښې:[...]

د وزو او پسونو واکسينول

د وزو او پسونو واکسينول

Nov 26, 2015

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف د وزو واکسینول ۱- د انتروتوکسيميا[...]

د حيواناتو د بدن حرارت معلومول

د حيواناتو د بدن حرارت معلومول

Dec 6, 2015

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف کله چې حيوانات ناروغ وي نو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022