د غاښونو لپاره کیفیت لرونکي او مناسب کرېم د غاښونو او خولې په ساتنه کې اغېزناک رول لري؛ د مناسبو کرېمو پېژندل هم ځانګړی مهارت غواړي او دا مهارت بیا د غاښو او خولې په ساتنه کې درسره مرسته کوي.
نن سبا په تلوېزیونونو کې د غاښونو د ډول ډول کرېمو تجارتي اعلانونه خپرېږي او په بازار کې یې هم په لسګونه ډوله پیدا کېږي چې ان اتیا سلنه د غاښونو د سپینوالي ضمانت کوي. اوس پوښتنه دلته را ولاړېږي چې ایا په رښتیا هم باید د غاښونو له کرېمو څخه دغه ډول تمه باید وشي او که نه دا هسې د دې ډول توکو لپاره مارکېټېنګ روان دی؟
یا دا موضوع چې ایا په رښتیا هم دغه کرېم د غاښونو لپاره ګټور دي که نه له منځه یې وړي.
روغتیا پالان وایي د غاښونو له کرېم څخه ګټه اخیستنه تر یوې کچې د غاښونو ميکروب له منځه وړي او سپینوي یې، خو په کې شته سولوونکي مواد بیا د وخت په تېرېدو سره د ښاغ مینا له منځه وړي او د غاښونو د حساسیت لامل کرځي.
ډېری بیا پر دې اند دي چې د غاښونو د کرېمو پر ځای د مسواک کارول ګټور دي؛ ځکه هم مسنونه طریقه ده او هم نه یوازې دا چې غاښونو ته زیان نه رسوي، بلکې لا یې قوي کوي.
غاښونه خپله د وخت په تېرېدو سره ژېړېږي، د غاښونو د برخې متخصص ډاکټران وایي مسواک کولی شی یوازې د غاښونو بېرونۍ برخه پاکه کړي، خو د دې لپاره چې په منځ کې یې مکروب یا اضافي مواد پاتې نه شي ښه ده چې د غاښونو تار هم ورسره کله نا کله وکارول شي.
د غاښونو د تار کیفیت او د استعمال لارې زده کول هم اړین دي تر څو مو خپلو وریو ته زیان نه وي رسولی. دوی دغه راز وایي هڅه دې وشي چې لږ تر لږه په یوه میاشت کې د غاښونو د کرېم ډول بدل شي او یو بل ډول یې وکارول شي؛ ځکه که د ډېر وخت لپاره یو ډول کرېم وکارول شي نه یوازې دا چې د غاښونو مینا مو له منځه وړي، بلکي د غاښونو ميکروب مو هم ورسره عادي کېږي او له منځه یې نه شي وړی.
You also might be interested in
د هندي لیکوال رابيندرانات ټيگور ليکنه د ډاکټر لطيف ياد[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي ځانګړی خوراکي رژیم مو د وزن کمېدو[...]
لیکنه: محمود شهیم لومړۍ برخه ترکومه ځایه چې د پښتو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی