ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
۸. د غبرګونونو ډلبندي
I. مختلف غبرګونونه
په تېر پسې
۵. د تمې زياتېدنه
دا ډول غبرګون په هغو كسانو كې څرګندېږي چې په كورنۍ كې تل نازولي وي او نورو ورته ډېر پام كړى وي. څنګه چې دغو كسانو هېڅ كله پخپله څه نه وي رامنځته كړي او په دې روږدي وي چې تل له تيارو نعمتونو خوند واخلي نو يوازې هله ځان ورته ارزښتمن ښكاري چې نور خلك ورسره مينه وكړي يا دا چې نور ورته غاړه کېږدي. دلته سړى له دغې مينې او پاملرنې سره له حده زياته لېوالتيا ښيي، تر هغې وروسته كه ډېره لږه نا پامي هم ورته وشي، دوى د خپل ارزښت كچه ټيټه انګېري او د ارزښت موندنې شديده اړتيا پكې راپيدا كېږي. د دې وضعې پايله، تمه، بدګوماني او نازك طبيعتي ده چې كله کله د «نيوروز neurosis» په ناروغۍ بدلېږي.
۶. جبراني بد ويل
د دې لپاره چې سړى خپله د ځان ارزونې كچه لوړه كړي، كولاى شي چې نور بې ارزښته كړي. په دې توګه به پر خپل بروالي او لويوالي د سړي باور لا ټينګ شي.
۷. د رنځ د احساس نوي كول (تجديد)
كه سړى ونه كړاى شي د يوه حقير موقعيت په وجه ورپيدا شوى هيجان له منځه يوسي او مجبور وي چې بدمرغۍ او نامهربانۍ وزغمي، خصوصاً كله چې دى د خپل ارزښت د لوړولو لپاره بله هېڅ وسيله نه لري نو دغه هيجان به په پرله پسې توګه بيا بيا احساسوي. دغه حالت په سړي كې له نورو سره د دښمنۍ غبرګون راپاروي.
۸. په حقارت كې مینه او خواخوږي
كله چې سړى د خپل ارزښت له كموالي څخه ځورېږي نو هڅه كوي، له داسې كسانو سره ناسته ولاړه وكړي چې د ده په څېر د حقارت له هماغه ډوله ځورېږي. غالباً ليدل كېږي چې داسې ډلې منځ ته راځي چې غړي يې په بد مرغۍ، ماتې، مجازات او يا په جبرانوونكي «پر شا تګ» regression كې سره شريك او هم احساسه دي. د دغو ډلو په منځته راتګ او ټينګښت كې د متقابل پېژندګلوي يا identification ميكانيزم نغـښتى دى. په پايله كې د دغو ډلو هر يو غړى خپله ډله تسكينوي. څنګه چې سړى ځان په يوې ډلې پورې تړلى ګڼي نو خپلې پرېشانۍ ته د يو ډول طبقاتي يا ډله ييز اختلاف رنګ وركوي، په دې توګه تر يوه بريده خپل خونديتوب تامينوي. د دغو وګړو له خولو څخه غالباً دغه خبرې اورېدل كېږي:
«كه شتمن واى… كه ژڼى واى… كه نازولى زوى واى…، كه زندان ته نه واى تللى…، كه مې بل نوم لرلاى … نو له دغې پېښې سره به نه مخ كېدم.»
هغه وګړي چې د ارزښت د كموالي په لحاظ له يو بل سره ورته دي، همدا چې ځان ته ورته كسان ویني د خپل ژوند ناوړه شرايط ورته لا خراب ښكاري خو د هغوی په ډله کې په ګډېدو سره ځان تسكينوي او له هغوى سره خواخوږي او مرسته كوي.
۹. له ټولنې څخه تېښته
ماتې او خوارۍ په اسانۍ سره د سړي د معاشرت كړۍ تنګولاى شي. سړى له دې وېرې چې بيا به هماغه رنځ احساس كړي، خپل نقش پرېږدي، خپله وظيفه خوشې كوي، د وظيفو له منلو څخه تېښته كوي او له نورو سره له رابطې څخه مخ اړوي. كه چېرې دغه حالت شديد وي كېداى شي چې سړى له ټولو څخه وتښتي او له هر ډول عاطفي اړيكي څخه ډډه وكړي. ناروغۍ ته پناه وړل، د ناروغۍ د علايمو تشديدول او د ښه والي د نخښو بې ارزښته ګڼل، له نورو سره له اړيكي څخه يو ډول تېښته بلل كېږي. ځكه چې ناروغي سړى له كاره معافوي، دندې او مسووليتونه يې له منځه وړي او د دې سبب ګرځي چې نور يې درناوى وكړي او خيال يې وساتي.
۱۰. لاشعوري اعتراض
كله کله ځينې خلك د خپل سلوك په مرسته د هغه نقش له منلو څخه سرغړوي چې ژوند يا د نورو ارادې ورباندې تپلى دى. دغه نقش ورته كوچنى او محدود ښكاريږي. دغه اعتراض كېداى شي په شعوري توګه د منظم چار چلند په بڼه تر سره شي او موخه يې د تپل شوي نقش څنګ ته وهل او د خپلې خوښې نقش ترلاسه كول وي.
خو كه د سړي نقش د خوشی کولو نه وي او يا يې ردول ورته غيراخلاقي وبرېښي او كه د ده د خوښې نقش د عقل او عمومي اخلاقو له نظره نامناسب وي نو د دې نقش پر وړاندې اعتراض په لاشعوري ډول څرګندېږي.
داسې اعتراض به دوه ډوله مرضي نخښې ولري: ځينې نخښې د سړي له خبرتيا پرته په هغه كې د تقليد حالت رامنځته كوي. دى هغه نقش تقليدوي چې د لرلو هيله يې لري. ځينې نورې نخښې چې په اول سر كې چندانې جوتې نه وي، بيا د ناغېړۍ (كارشكني) حالت رامنځته كوي. په دې حالت كې سړى له خپل تپل شوي نقش سره ناغېړي كوي.