ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
۸. د غبرګونونو ډلبندي
I. مختلف غبرګونونه
۵. د تمې زياتېدنه
دا ډول غبرګون په هغو كسانو كې څرګندېږي چې په كورنۍ كې تل نازولي وي او نورو ورته ډېر پام كړى وي. څنګه چې دغو كسانو هېڅ كله پخپله څه نه وي رامنځته كړي او په دې روږدي وي چې تل له تيارو نعمتونو خوند واخلي نو يوازې هله ځان ورته ارزښتمن ښكاري چې نور خلك ورسره مينه وكړي يا دا چې نور ورته غاړه کېږدي. دلته سړى له دغې مينې او پاملرنې سره له حده زياته لېوالتيا ښيي، تر هغې وروسته كه ډېره لږه نا پامي هم ورته وشي، دوى د خپل ارزښت كچه ټيټه انګېري او د ارزښت موندنې شديده اړتيا پكې راپيدا كېږي. د دې وضعې پايله، تمه، بدګوماني او نازك طبيعتي ده چې كله کله د «نيوروز neurosis» په ناروغۍ بدلېږي.
۶. جبراني بد ويل
د دې لپاره چې سړى خپله د ځان ارزونې كچه لوړه كړي، كولاى شي چې نور بې ارزښته كړي. په دې توګه به پر خپل بروالي او لويوالي د سړي باور لا ټينګ شي.
۷. د رنځ د احساس نوي كول (تجديد)
كه سړى ونه كړاى شي د يوه حقير موقعيت په وجه ورپيدا شوى هيجان له منځه يوسي او مجبور وي چې بدمرغۍ او نامهربانۍ وزغمي، خصوصاً كله چې دى د خپل ارزښت د لوړولو لپاره بله هېڅ وسيله نه لري نو دغه هيجان به په پرله پسې توګه بيا بيا احساسوي. دغه حالت په سړي كې له نورو سره د دښمنۍ غبرګون راپاروي.
۸. په حقارت كې مینه او خواخوږي
كله چې سړى د خپل ارزښت له كموالي څخه ځورېږي نو هڅه كوي، له داسې كسانو سره ناسته ولاړه وكړي چې د ده په څېر د حقارت له هماغه ډوله ځورېږي. غالباً ليدل كېږي چې داسې ډلې منځ ته راځي چې غړي يې په بد مرغۍ، ماتې، مجازات او يا په جبرانوونكي «پر شا تګ» regression كې سره شريك او هم احساسه دي. د دغو ډلو په منځته راتګ او ټينګښت كې د متقابل پېژندګلوي يا identification ميكانيزم نغـښتى دى. په پايله كې د دغو ډلو هر يو غړى خپله ډله تسكينوي. څنګه چې سړى ځان په يوې ډلې پورې تړلى ګڼي نو خپلې پرېشانۍ ته د يو ډول طبقاتي يا ډله ييز اختلاف رنګ وركوي، په دې توګه تر يوه بريده خپل خونديتوب تامينوي. د دغو وګړو له خولو څخه غالباً دغه خبرې اورېدل كېږي:
«كه شتمن واى… كه ژڼى واى… كه نازولى زوى واى…، كه زندان ته نه واى تللى…، كه مې بل نوم لرلاى … نو له دغې پېښې سره به نه مخ كېدم.»
هغه وګړي چې د ارزښت د كموالي په لحاظ له يو بل سره ورته دي، همدا چې ځان ته ورته كسان ویني د خپل ژوند ناوړه شرايط ورته لا خراب ښكاري خو د هغوی په ډله کې په ګډېدو سره ځان تسكينوي او له هغوى سره خواخوږي او مرسته كوي.
۹. له ټولنې څخه تېښته
ماتې او خوارۍ په اسانۍ سره د سړي د معاشرت كړۍ تنګولاى شي. سړى له دې وېرې چې بيا به هماغه رنځ احساس كړي، خپل نقش پرېږدي، خپله وظيفه خوشې كوي، د وظيفو له منلو څخه تېښته كوي او له نورو سره له رابطې څخه مخ اړوي. كه چېرې دغه حالت شديد وي كېداى شي چې سړى له ټولو څخه وتښتي او له هر ډول عاطفي اړيكي څخه ډډه وكړي. ناروغۍ ته پناه وړل، د ناروغۍ د علايمو تشديدول او د ښه والي د نخښو بې ارزښته ګڼل، له نورو سره له اړيكي څخه يو ډول تېښته بلل كېږي. ځكه چې ناروغي سړى له كاره معافوي، دندې او مسووليتونه يې له منځه وړي او د دې سبب ګرځي چې نور يې درناوى وكړي او خيال يې وساتي.
۱۰. لاشعوري اعتراض
كله کله ځينې خلك د خپل سلوك په مرسته د هغه نقش له منلو څخه سرغړوي چې ژوند يا د نورو ارادې ورباندې تپلى دى. دغه نقش ورته كوچنى او محدود ښكاريږي. دغه اعتراض كېداى شي په شعوري توګه د منظم چار چلند په بڼه تر سره شي او موخه يې د تپل شوي نقش څنګ ته وهل او د خپلې خوښې نقش ترلاسه كول وي.
خو كه د سړي نقش د خوشی کولو نه وي او يا يې ردول ورته غيراخلاقي وبرېښي او كه د ده د خوښې نقش د عقل او عمومي اخلاقو له نظره نامناسب وي نو د دې نقش پر وړاندې اعتراض په لاشعوري ډول څرګندېږي.
داسې اعتراض به دوه ډوله مرضي نخښې ولري: ځينې نخښې د سړي له خبرتيا پرته په هغه كې د تقليد حالت رامنځته كوي. دى هغه نقش تقليدوي چې د لرلو هيله يې لري. ځينې نورې نخښې چې په اول سر كې چندانې جوتې نه وي، بيا د ناغېړۍ (كارشكني) حالت رامنځته كوي. په دې حالت كې سړى له خپل تپل شوي نقش سره ناغېړي كوي.
د مرضي نخښو دغه دواړې ډلې سره يوځاى وي خو كله كله يوه ډله په ښكاره ډول قوي وي. د معمولو لاشعوري اعتراضونو دغه ډولونه د پام وړ دي:
الف- په جنسي چارو پورې تړلي اعتراضونه: مثلاً په نجونو او ښځو كې د خپلو جنسي شرايطو د منلو پر وړاندې اعتراض او په نارينتوب حالت باندې تظاهر. د دې اعتراض پايله به دا كېږي چې دغه ښځې او نجونې به زیاتره ښځينه چلندونه پرېږدي او په خپل سلوك كې د نارينوو ذوق كاروي. د دې اعتراض نښانې د ښځو او نجونو په لوبو، د خبرې كولو په طرز، د جامې اغوستلو په طرز، د شغل په غوراوي او په جنسي نقش كې څرګندېږي.
ب- په عمر پورې تړلي اعتراضونه: مثلاً ځينې ژڼي احساسوي چې له لويانو سره د ورته كېدو اړتيا لري (په كاليو، چار چلند، د خبرې كولو په طرز او د لویانو د خبرو په نه منلو كې) ځینې مشران بیا د زړبودن د نښانو له منلو ډډه كوي او نه غواړي چې خپل چار چلند له خپل عمر سره سم كړي.
ج- په ټولنيزو شرايطو، طبقاتي او په لږكيو او نژادي مسايلو پورې اړوند اعتراضونه: په دې ډول اعتراضونو كې سړى د داسې نښانو په لټه كې وي چې د هغوى په مرسته ځان په بلې ډلې يا بل چاپېريال پورې متعلق وښيي. دغه نښانې په كالي اغوستلو، خبرې كولو، ذوق او سليقې، ټولنيزو اړيكو او نورو شيانو كې څرګندېږي. له بلې خوا سړى په دې حالت كې هڅه كوي، له خپل لومړني محيط څخه بيخي ځان ګوښى كړي او هغه ټولې نخښې چې ممكن د ده تېر محيط ور په ياد كړي، له منځه يوسي.[19]∗
د- هغه اعتراضونه چې په فكري كارونو او كسب پورې تړلي دي: په دې حالت كې سړى لږ و ډېر په لاشعوري ډول د يوه فكري يا كسبي كارګر د نقش ځينې ځانګړنې خپلوي. مثلاً نرس به ممكن د ډاكتر نقش ولوبوي، يو مستخدم د ريیس رول تمثيل كړي او يو معمولي سرتېرى ممكن ځان د يوه لوى قومندان په شان هيبتناك وښيي. په ټوليز ډول دا د هر هغه چا حالت دى چې خپله پښه له خپل ټغره غځوي او د خپلو امكاناتو تر دايرې د پورته نقش پېښې كوي. په خپه كوونكي شغل كې ناغېړي او د هغه د نه منلو لپاره پلمې جوړول، پخپله يو ډول اعتراض ګڼل كېږي. په همدې توګه هغه څوك چې غواړي تر خپل كار په يوه بل مهم او لوړ كار كې ګوتې ووهي او د هغه په باب خپل نظر څرګند كړي، د دې اعتراض ښكارندويي كوي. لكه د مطبعې كارګر چې د يوه ليكوال سبك ورسموي.
هر څوك كولاى شي تر خپل نقش پورته نقش ومومي او يا له داسې كس سره مخ شي چې تر خپل اصلي نقش پورته نقش لوبوي. د لاشعوري اعتراض دغه رنګ رنګ ډولونه د فكري چارو په ټولو لړيو او د شغل په ټولو درجو كې او غالباً په ارزښتمنو خلكو كې تر سترګو كېږي.
ﻫ- د محدوديتونو او مسووليتونو پر وړاندې اعتراض: وګړي له داسې مسووليتونو او دندو سره ژوند كوي چې ظاهراً يې منلي دي او د هغوى په اړه له بحث څخه ډډه كوي خو بيا هم د هغوى په ځينو كړنو كې څرګندېږي چې پر ځان د تپل شويو محدوديتونو پر مسئلې سترګې نه شي پټولاى. مثلاً د كورنيو يا حرفه يې مسووليتونو او يا د احساسي ازادۍ او يا جنسي ازادۍ په برخه كې.
په پاى كې تر ټولو وروستى غبرګون چې كولاى شو د ځان ارزونې د كچې د ساتلو او تثبيتولو په وسايلو كې يې وشمېرو، «ځان وژنه» ده.
ادلر داسې ګڼي چې ځان وژنه له درېو توكو رغېدلې ده:
۱- ځان ته د نورو پام راجلبول، لانجه جوړل، ځان مېړنى ښودل، شكايت كول.
۲- پښېمانۍ ته د نورو يا حتى د ټولنې هڅول.
۳- له ستونزو څخه تېښته.
كولاى شو چې پر دغو درېو توكو څلورم دا هم ورزيات كړو او هغه په یو مخیز ډول پر خپل ارزښت باندې شك كول دي. سړى تر دې چې له داسې حقارت سره ژوند وكړي، دا غوره ګڼي چې له ژونده لاس ومينځي. يعنې سړى غواړي، له ځان وژنې سره خپل ارزښت تر هغه څه پورته وښيي چې د ژوند كيفياتو ورته ټاكلى دى. دى د ژوند هغه شرايط نه مني چې د ځان ارزوونې له مطلوبې كچې سره يې سمون نه لري. ځان وژني او په دې توګه یې واقعي شخصيت خوندي پاتې كېږي.
دلته بايد يادونه وكړم چې په هغو كسانو كې چې په شديدو اروايي ناروغيو اخته دي، ځان وژنه له بل ميكانيزمه سرچينه اخلي. مثلاً ناروغ له داسې حالاتو څخه تېښتي چې له يوه «دروني حس» Cenesthesia څخه راټوكيدلي دي.