ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
۸. د غبرګونونو ډلبندي
I. مختلف غبرګونونه
كله چې د سړي ارزښت چې پخپله يې ځان ته ټاكلى دى، ټيټېږي، يو لړ غبرګونونه رامنځته كېږي. د دې ډول غبرګونونو مطالعه تر نورو هغو جالبه ده. ډولونه يې دا دي:
۱. د ناسازه سلوك سمونه
كله چې سړى په خپلو ماتو او محدوديتونو خبرېږي نو د دې لپاره چې د خپل كار حاصل زيات كړي او يا د ځان د حقير ګڼلو لامل له منځه يوسې، له داسې وسايلو كار اخلي چې د معمولو اخلاقو په لحاظ منل شوي دي، لكه لا ډېره هڅه، سلا و مشوره، همكاري او نور. د دې ډول چلند مانا دا ده چې سړى خپل مسووليت مني، د ستونزې ريښه په خپل ځان كې ويني او د ستونزې حل ورته په خپله هڅه كې ښكاري. دا يو سم غبرګون دى او د پوخوالي او تعادل نخښه ده خو بيا هم ممكن د شننې او تجزيې په ترڅ كې څرګنده شي چې دا ډول چلند سطحي دى. يعنې دلته سړى د فرعي مسألو پر سمولو او يا له هغې سره پر مبارزې تكيه كوي او د مسألې بېخ ته (د حقارت درك كول) له رسېدو ډډه كوي.
۲. په نورو هدفونو پسې تلل:
كله چې سړى نه شي كولاى خپل ارزښت چې پخپله يې ځان ته ټاكلى دى، وساتي؛ كېدای شي خپله لاره بدله كړي او هغه لاره غوره كړي چې د ځان پر وړاندې كوم خنډ پكې نه ويني. په دې توګه څومره چې پخوا له حقارت څخه كړېدلى وي، هماغومره هڅه كوي چې په دې نوې لاره كې ځان بر وښيي.
كه څه هم دا ډول مخ اړول يو لوى ټولنيز يا شخصيتي characterial ارزښت زېږوي خو د دې غبرګونونو ګڼوالى د حقارت ډېروالى ښيي. مانا دا چې كه سړى له يوې ډېرې وړې ستونزې سره هم مخ شي نو د ماتې له وېرې به له هڅې څخه مخ اړوي. يو كار به پرېږدي، بل به پيلوي او زرګونو نورو مسايلو ته به مخه كوي. نو يو كار به هم سر ته نه رسوي او ځان به هم له دې څخه معاف كړي چې پر خپلې ناتوانۍ خبر شي. دا چلند ممكن د يوې واقعي ناتوانۍ نښه وي او يا د هغه ارزښت لوړوالى وښيي چې سړى يې خپل ځان ته ټاكي.
۳. د سملاسي كاميابيو پر اساس جبرانول:
داسې بريښي چې ځينې وګړي به دا ډول غبرګون ته وار له مخې چمتو وي. دا وګړي اكثراً هغه كسان دي چې په ټولنو كې د ژوندكولو احساس په كې كمزورى دى او يا د هغوى اروايي وده هسې نه ده چې له خپل ماشوموزمه چلند څخه دې لرې شوي وي او يا په mental debility (عقلي كمزوري) اخته دي. له بل پلوه د روزنې ځينې ستونزې او ترخې تجربې په اسانۍ سره سړى دې ډول غبرګون ته هڅوي.
څومره چې سړى د نورو د غبرګون او د خپلو ماتو په وجه د شرم احساس كوي، هماغومره زياتره اړتيا محسوسوي چې د خپل ارزښت كچه لوړه بوځي خو له بلې خوا دغه ارزښت ټيټ دى نو دى د خپل چلند د سموونې لپاره ځان لا نالايقه ګڼي.
دغه د انرژۍ نيمګړې خوځونه او ورسره نهيلي او په شا تګ، سړى مجبوروي چې په بېړنيو بريو پسې ورشي. دغه بېړني بري د غوسې د تشولو (زياړې، غوسه، ناوړه چلند، وهل) او يا د تسل ورکوونكي خوند لټونې په بڼه څرګندېداى شي.
تسل ورکوونكو خوندونو ته پناه وړل به دغه كړنې او پايلې ولري:
الف- له دردوونكي واقعيت سره د سړي د مخامخېدو مخه نيسي.
ب- په سړي كې يو ډول د توانايۍ احساس پيدا كېږي.
ج- برى غالباً په داسې تحريك ختمېږي چې د سړي د «ځان ارزونې» كچه لوړوي.
د- بري موندنه، ممكن د غچ اخيستنې له احساس سره او د ناکرارۍ له منځته راتلو سره مله شي، په دې توګه به د غوسې تشوونې او د خوند موندنې لپاره په شاتګ سره ونغاړي.
په لويانو كې د الكولو څښل، د مخدره توكو استعمال، جنسي خوند او بالاخره اكثره لوبې، تفريح او هيجان غالباً هغه غبرګونونه دي چې د «ځان ارزونې» د كچې په راټيټېدو سره رامنځته كېږي. په دې حالت كې ماشومان په خېټپالنې، غلا، تفريح او استمنا لاس پورې كوي.
مخصوصاً الكول او مخدره مواد ځكه خطرناك دي چې سړى د يو څو روپو په لګولو ځان ته جبراني شور او هيجان جوړوي او دردوونكي واقعيتونه هېروي.
دغه ډول جبراني كړنې چې سړي ته د ټولنې له خوا برابرېږي، د هغه پر راتلونكي تعادل ناوړې اغېزې كوي. هغه كس چې دا ډول جبران ته غاړه ږدي، تېروتنه كوي او پخپله دغه كار او يا د هغه پايله په سړي كې حقارت لا پسې ټينګوي او د جبران اړتيا پكې لا زياتوي. بالاخره «خبيثه كړۍ» رامنځته كېږي چې اغلباً د مخدره توكو د كاروونې په وجه او د بېلابېلو تدريجي راپرځېدلو په وجه لېونتوب (جنون) رامنځته كېږي.
البته ټولې هغه چارې چې د جبران په موخه ترسره كېږي، شديدې نه وي يعنې تل داسې نه کېږي چې سړى دې د ماتې په وجه غريزو ته پناه يوسي.
كله چې سړى نهيلى شي نو يا خو خپله لاره بدلوي او د ځان لپاره په نورو كې اعتماد، علاقه او ارزښت رامنځته كوي. او يا تر ځان كمزورو او د محيط له وګړو سره استبدادي چلند كوي.
هغه څوك چې حقارت لري، د دې لپاره چې د نورو پام او ستاينه ځان ته راواړوي او يا د دې لپاره چې پر نورو خپل تسلط وتپي نو غالباً يا واقعيت بل خېل ښيي يا د واقعيت په باب اغراق كوي او يا يې پټوي.
۴. خيالي جبران:
كېداى شي جبران كاملاً د خيال پلو بڼه ولري. په دې حالت كې سړى د خوب و خيال دنيا ته پناه وړي او ځان ته د مضاعف جبران په برخه كې رول وركوي. د جالبو شيانو لوستل، د نندارو او ښكلاوو نړۍ او يا هغو چارو ته پناه وړل چې توليدي ارزښت نه لري، د خيالي جبرانونو حكم لري. د كلكسيونونو راټولول او په تجمل پسې ګرځېدل، هغه چارې دي چې توليدي ارزښت نه لري. دا ډول جبران هله د انديښنې سبب ګرځي چې د ژوند له واقعيت سره د سړي په تطابق كې خنډ رامنځته کړي. دا هغه وخت دى چې سړى خپل سلوك ته د تېروتنې په سترګه ګوري، په نتيجه كې حقارت پكې لا زياتېږي او ورسره د جبران اړتيا هم د زياتېدو لاره نيسي.
كه چېرې د دغه سړي فكري نظام ګډوډ وي نو د خيالبافۍ جبران كېداى شي په هغه كې د «خيالبافۍ لېونتوب» او صحنه جوړوونه رامنځته كړي.