لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي
د فلسفې د يوې څانګې په ډول د استاد ګل پاچا الفت او خان عبدالغني خان په شعرونو کې د اضدادو فلسفې په هکله شعرونه شته دي.
استاد الفت وایي: ټوله نړۍ له ضدينو جوړه ده، که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، له دې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي.
د غني خان په شعرونو کې هم د ژوند او مرګ په هکله فلسفي شعرونه شته دي، چې د اضدادو د فلسفې ډېرې ښې نمونې دي.
استاد ګل پاچا الفت پخپل (شعري کليات، ص ۱۰۴) کې د (آغاز او انجام) تر سرليک لاندې داسې وايي.
له اسمانه څاڅکي راغله د باران
پرې را شنه شوه سپين و سره او زېړ ګلان
يو څو ورځې پس يې باد ويوړلې پاڼې
خپل آغاز آنجام هيڅ نه شو ور عيان
په زرګونو کلو ګورو چې ژوندون شته
حرکت شته لوېدل شته مخکې يون شته
له آغازه له آنجامه خبر نه يو
دومره وايو چې دورونه د ګردون شته
د انسان د پيدايښت ورځ او د مرګ ورځ الله تعالی ته معلومه ده او په تقدير کې ليکل شوي وي.
هيڅ انسان نه شي کولای، چې د بل انسان د مرګ وخت په دقيقه موده او وخت کې وښايي.
استاد الفت هم داسې نظر لري او د پورته راغلي شعر مفهوم دی: له اسمانه بارانونه راورېږي، ددې بارانونو له امله ټول بوټي شنه کېږي او ډول ډول ګلان پيدا کېږي، د څو ورځو وروسته د همدې شنه شوو بوټو او رنګارنګو ګلانو پاڼې د خزان د شمالونو له راتګ سره له منځه ځي، دغه بوټي په دې پوه نه شول، چې څنګه پيدا او فنا شول.
انسانانو هم په زرهاوو کلونو ژوند وکړ، حرکت، کار او هلې ځلې يې وکړي، همدا انسان له خپل پيدايښته او مرګه خبر نه دی.
دلته هم د ژوندون او د مرګ په فلسفې په هنري، شعري او فکري انداز بحث شته دی، استاد الفت د ژوند او د مرګ په باب داسې نظر لري، چې د انسان د ژوند نېټه او د مرګ نېټه نامعلومه ده، نو په داسې بې اعتباره ژوند بيا اعتماد په کار نه دی.(۱)
استاد ګل پاچا الفت په نثري کلياتو ، ۱۸۵ مخ کې د (غم او خوشحالي) تر عنوان لاندې داسې وايي: (ډېر خلک دي، چې يوه ورځ يې ګرانه ښځه مري او دی غمجن کېږي، مګر بله ورځ نوی واده کوي او د خوشحالۍ هغه زوړ غم بېخي هېروي، نو دغه د خوشحالۍ ډولۍ او هغه د غم جنازه يو له بله ډېر ربط لري، که هغه غم دغه کاله ته رانه شي، دغه ښادي هم نه شي راتلی.(۲)
د استاد په شعري کلياتو کې فيوډالي نظام ته اشاره کوي او وايي:
غنا په فقر حکومت کاندي
بډايان لوړوي په نورو باندې
راسره شته دي ډېر عزتونه
په ماسمېږي واړه کارونه
په خزانو مې فخر شاهان کړي
جګړې جنګونه په ما انسان کړي
په پورته راغلي شعر کې هم د مالدار او غريب يا د مال او پيسو خاوند او مفلس يادونه شوې ده، چې که فلسفي بحث پرې وکړو، نو د اضدادو فلسفې بحث ترې لاس ته راځي.
غني خان د مرګ او ژوند په باره کې داسې نظر درلود: دا د نور او نار دنیا د اضدادو نه جوړه ده، د هر شي ضد شته، ژوند سره مرګ تړلی دی او یو د بل ضد دي. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزی، ټول د ژوند سره تړلي دي.
که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، ددې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي. د انسان مرګ د انسان د زېږېدو له ورځې د هغې سره یو ځای پیدا شوی دی. او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ د منځه ځي او مړ کېږي به.
که یو انسان هر څومره قوي، عالم، فاضل، مالداره او د دُنیا هر څه ورسره وي، بیا هم مړ کېږي.
غني خان وايي، مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند بعد له مرګه شروع کېږي.
رښتیا که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.
کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی.(۳)
نو د مرګ نه پس ژوند شروع کېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي، لکه:
چې په ژوند کې سخته نه وي
لکه بې مالګې طعام
چې په خوله کې خندا نه وي
لکه ډک د خاورو جام
چې ځواني کې تکلیف نه وي
لکه پټه میان کې توره
نه یې پړق شي نه یې شرنګ شي
په زنګونو شي رنځوره
ژوند که تش فیرني څټل وي
دا خو سپې هم شي څټلی
که تش نسل زیاتول وي
دا غویه هم شي کولی
ژوند نه خیټه نه ماڼۍ وي
نه ډېرۍ د سرو لالونه
نه یاران نه معشوقې دي
نه باغونه د ګلونو
ژوند خو تله دي یو په مخه
غورځېدل او پاڅېدل دي
ټکی سوز او ټکی ساز دی
څه خندل دي څه ژړل دي
ژوند په سترګو د عاشق کې
پلوشه ده د خمار
په صحرا کې لټول دي
د اشنا د کوڅې لار
( ۴)
غني خان وايي: په ژوند کې خوشحالي او خفګان دواړه باید موجود وي، که ژوند کې سختي او خفګان نه وي، داسې مثال لري، چې غذا کې مالګه نه وي، دا چې بې مالګې طعام خوند نه لري، دغسې د خفګان نه بغیر خوشحالي خوند نه لري.
د غني خان د ژوند او مرګ د فلسفې په اړه خپل نظر دی، د عام انسان فکر د غني خان فلسفي فکر ته نشي رسېدلای، هغه یو مفکر او فیلسفوف دی. یو عام انسان ته خو مرګ د ژوند خاتمه ښکاري، خو هغه وايي، چې مرګ ژوند نه شي وژلی، لکه:
که لکونه ژوندي مړه کړي
ژوند څوک نه شي مړ کولای
چا د بوي نه منع کړی
شنه ګلونه د رېحان
د غه د غني خان یقین او ایمان دی او ددې دغه دعوه بالکل صحیح او پر ځای ده، هغه نن هم ژوندی او سبا به هم ژوندی وي او تر کومه چې پښتو ژبه او ادب وي، غني خان څوک نه شي وژلی.