لیکنه: عبدالوافي نایبزی
د مفاهمې Communication كليمه د لاتينې كليمې د (communicare) څخه اخيستل شويده چې د افكارو او نظرونو د تبادلې په مانا ده. او د ټولنيز کېدو او يو ځای کېدو په مانا هم ځنې ځايونو کې کارېدلی ده. مفاهمه يو سيستم دي چې د مالوماتو، پېغامونو، اوازونو او داسې نورو په ليږدونه كې اسانتيا را منځته كوي. مفاهيمه د دې لپاره ښه مو تعريف کړي وي، نو ويلی شو چې د هغې پروسې څخه عبارت ده چې پېغامونه د يوې منبع (سرچينې) څخه اورېدونكو ته د بېلابېلو چينلو له لاري خوروي (رسوي).
د 7C’s اغیزناکه مفاهيمه چې په دواړو (لیکنې) او (شفاهي) بڼه کې د پلي کېدو وړ وي په لاندې ډول دي:
Completeness یا بشپړتیا:
يوه مفاهيمه هغه وخت بشپړه ګڼل کېږي چې د مخاطب يا اورېدونکو ټولې غوښتنې په پام کې پکې ونېول شي، نو يوه مفاهيمه د لاندې ټکو په پام کې نېولو سره بشپړه کېدای شي:
بشپړه مفاهمه د يوې ادارې شهرت لوړوي او پرمختګ ورکوي.
تل بايد داړوندې موضوع په اړه مالومات ورکړل شي.
یوه بشپړه مفاهيمه هغه مهال بشپړه ګڼل کېږي چې د مخاطب د پاره د پوښتنې ځای پرېنږدي.
بشپړه مفاهمه د ننداره چیانو، لوستونکو او اخیستونکو په پیغام رسونه کې د ښه تصمیم جوړونه کوي. لکه دوی ټول چی د اړینو او غوښتل شوو مالوماتو تر لاسه کوونکي وي.
بشپړه مفاهيمه حاضرين يا مخاطب اړ کوي چې قناعت ترلاسه کړي.
Conciseness يا لنډوالی/مختصر
هغه مفاهيمه چې غواړي ښه بیان شي نو باید خورا کوښښ وشي چې د نورو اضافی مالوماتو څخه ډډه وشي.
لنډه مفاهيمه لاندې بڼې لری:
وخت او ارزښت پکې ساتل کېږي.
د مخاطب يا ليدونکي پام په اسانۍ سره را اړوي، ځکه موضوع موخه پکې په روښانه ټکو سره شتون لري.
لنډ پېغام ننداره چي ته د درک وړ او زړه راښکونکی وي
لنډ پېغام په طبیعت ، فطرت، ماهیت، خوی او خاصیت کې نه تکرارېدونکی وي.
Consideration پاملرنه:
له دې څخه موخه داده چې په مفاهيمه کې بايد مونږ او تاسې د هر اړخ پام وساتو يانې په دې مانا چې مونږ چاسره (بوډا، ځوان، نارينه، ښځينه…) سره مفاهيمه کوو، او بله دا چې خپلې موضوع ته بايد پام وکړی شي چې موضوع راڅخه ګډه وډه نه شي.
په پاملرنه کې لاندې ګټې شتون لري.
ډېری وخت بايد کله چې د کوم بزګر يا چاسره خبرې کوو، نو د (زه) پر ځای باید (ته يا تاسې) ټکي ته پام وشي.
کله چې د يو بزګر سره د کومې پروژې په اړه خبرې کوو نو بايد هڅه وشي چې د پروژې ګټې هغې بيان شي.
مثبتو اړخونو ته بايد ډېر پام وشي په دې مانا چې تل اورېدونکي يا Receiver ته د مثبت ټکي مخ ته کوه.
Clarity روښانتيا يا وضاحت:
په دې مانا چې زمونږ په خبرو يا موضوع کې بايد موخه په روښانه ډول سره مالومه وي، يانې د يو ليکونکي يا ويونکي د خبرو موخه بايد ډېره روښانه وي، تر څو اورېدونکي يا لوستونکی په ډېرې اسانۍ سره وکولی شي چې ستا د ليکنې يا خبرو موخه باندې په اسانۍ سره پوه شي. د پېغام د وضاحت او روښانتيا د پاره لاندې ټکي بايد په پام کې ونېول شي:
اسانه او واضيح کليمات وکاروئ!
جملو او پراګرافونو ته مو پام وکړئ چې موضوع مو درڅخه بل اړخ ته لاړه نه شي.
وتلي او مشهور کليمات وکاروئ د سختو کليماتو د کارونې څخه مخنيوي وکړئ.
که موضوع د يوې خوا څخه نه شي روښانه کېدلی نو د بل اړخ څخه راتاو شئ او موضوع مو روښانه کړئ، دبېلګې په ډول پاک چاپېريال بشر ته ډېر اړين دي نو مهمه ده چې د مچانو څخه پاک ماحول ولرو.
لنډ اصطلاحات او کليمات وکاروئ
Courtesy ادب یا نزاکت:
له دې څخه موخه داده چې په د خبرو کولو په وخت کې بايد د تواضع او نرموالي څخه کار واخيستل شي، دا ځکه چې د ځنې خلکو د خبرو بڼه زيږه وي او نه شي کولی چې مخاطب يا لوستونکي ته په اسانۍ سره قناعت ورکړي، نو د همدې د پاره لازمي خبره ده چې خپل Tone يا لهجې ته پوره پام وکړئ چې د بې ادبۍ او بې نزاکتۍ مخه مو نېولي وي.
په دې برخه کې بايد لاندې ټکي په پام کې ونېول شي:
با ادبه، پوه او هوښيار شخص اوسئ، او نور هم د ځان په څېر وګڼئ
ليکنه يا وينا مو داسې چمتو کړئ چې د درنښت وړ وي.
تبعيض څخه ځان وژغورئ، او د هيڅ اړخ پلوي مه کوئ
د پېغام په الفاظو کې قومي جوړښت، فزيکي بڼې، توکميز پلو… او نورو څيزونو ته پام وکړئ.
Correctness سموونه:
زمونږ پېغام بايد د هر اړخه سم واوسي یانې زمونږ پېغام باید د ژبښودنې، نښې ايښودنې او تلفظ له مخې سم واوسي.
لاندې ټکو ته بايد ډېره پاملرنه وکړو:
رښتيني اوسئ
ارقام سم وکاروئ
ګرافونه ښه روښانه کړئ
خبرې مو د حقيقت پر بنسټ پرمخ يوسئ
ګډوډ لغاتونه مه کاروئ
جملې مو ساده وکاروئ
د پورته اوو اصولو په پوهاوي او زده کړې سره به يو ښه مفاهيمه لرونکی واوسئ!