لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
پریکړه وکړئ چې څنګه عکس العمل به ښاېئ
هغه څه چې تاسې ورسره مخ شوې یاست په حساب کې نه نیول کیږي- خو د هغه څه په مقابل کې چې تاسې ورسره مخ شوې یئ ستا عکس العمل په نظر کې نیول کیږي، په ځانګړې توګه کله چې تاسې د ناببره ستونزو سره مخ کیږئ-
په دې لیکنه کې تاسې ته هغه لارې چارې درښودل کیږي د کومو څخه چې تاسې ګټې اخیستنې په مرسته کولې شئ خپل فکر په کار واچوئ او مثبت او له ابتکاره ډک کړه وړه ولرئ-
څلور کارونه چې په مرسته یې تاسې کولې شئ په هر رنګه حالاتو کې غوره کړه وړه ولرئ درته لاندې وړاندې کیږي:
په راتلونکي تمرکز وکړئ
لومړې، هر رنګه ننګونو سره چې مخ شوئ، د تیر پرځاې په راتلونکي تمرکز وکړئ- پرځاې د دې چې په دې فکر وکړئ چې چا څه وکړل او څوک تورن دې، په دې تمرکز وکړئ چې تاسې کوم ځاې ته غواړئ چې ورسیږئ او تاسې څه کول غواړئ- د خپل ایډیال او بریالي راتلونکي روښانه انځور په ذهن کې جوړ کړئ، او بیا هر هغه ګام چې ستاسې په واک کې وي پورته کړئ ترڅو د خپلې موخې په لور خوځښت پیل کړئ- خپل ذهن، خپل فکر، او خپل ذهني انځورونه په راتلونکي باندې اخته او مشغول کړئ-
د حل په اړه فکر وکړئ
دویم، کله هم چې ستونزو سره مخ شوئ، د ستونزې پرځاې په حل لارو تمرکز وکړئ- هغه وخت چې د ستونزې په اړه په فکر کولو او بیا کتنې له لاسه ورکوئ هغه د خنډ او ستونزې د آیډیال حل په اړه به فکر او خبرو کولو مصرف کړئ- حل لارې تل مثبتې وي په داسې حال کې چې ستونزې تل منفي وي- همدا چې تاسې د حل لارو په اړه فکر کول پیل کړئ تاسې یو مثبت رغنده انسان جوړیږئ-
د خیر په لټه کې شئ
دریم، دا وانګیرئ چې په هرې ستونزې او ننګونې کې خیر نغښتې دې- ډاکټر نورمن ونسنټ، د مثبت فکر کولویو له مهمو ملاتړو څخه، یو وار ویلي وو، “کله هم چې خدای غواړي مونږ ته کومه ډالۍ راکړي، هغه یې په یو ستونزه کې نغاړي”- څومره چې مو را روانه ډالۍ لویه وي هماغه هومره به مو ستونزه هم غټه وي- خو حیرانونکې خبره دا ده چې که تاسې ډالۍ ولټوئ نو تاسې به یې هرومرو پیدا کړئ-
ارزښتناکه درسونه ولټوئ
څلورم، و انګیرئ چې هر هغه حالت سره چې تاسې دا اوس مخامخ یاست په اصل کې همدا هماغه ځانګړې حالت دې چې تاسې د خپلې بریا دپاره ورته په هر حال کې اړتیا لرئ-دا حالت تاسې ته درلیږل شوې ترڅو تاسې سره د یو څه د زدکولو په موخه مرسته وشي، چې تاسې سره ستاسې د پیاوړي کیدو دپاره مرسته وشي، چې تاسې سره مرسته وشي چې پراختیا ومومئ او مخ ته ولاړ شئ-
پریکړه وکړئ چې مثبت به پاتې کیږئ
مثبت ذهني کړه وړه ستاسې د بریا دپاره لازمي او ضروري دي- یوازې د راتلونکي په اړه فکر کولو له لارې تاسې کولې شئ چې هماغه هومره مثبت واوسئ څومره چې تاسې غواړئ، په حل تمرکز وکړئ او خیر ولټوئ- که تاسې هغه څه چې نور بریالي خلک یې کوي وکړئ یعني که تاسې په روان حالت باندې د خپل ذهني کنترول درلودو دپاره خپل ذهن وکاروئ، تاسې به ډیرې وخت مثبت او خوشاله و اوسئ- او تاسې به د هغو ټولو ګټو خوند چې بریالي خلک یې اخلي وڅکئ-
عملي تمرین
تاسې د لاندې دریو ګامونه په اخیستو دغه لارښونې عملي کولې شئ:
لومړې، هرې ستونزې سره چې تاسې مخامخ کیږئ نو په حل تمرکز کونکې و اوسئ- خپلو پوښتنو ته د ځواب لټولو عادت خپل کړئ، ستونزو دپاره حل وګورئ-
دویم، په هره بد مرغئ کې ارزښتناکه درسونه خپل کړئ- هره هغه مفکوره او پوهه چې تاسې له هرې ستونزې او ناکامۍ څخه ترلاسه کوئ هغه ځان سره لسټ او یاداښت کړئ-