ژباړه: عطا محمد میاخېل
غوسه یو احساس، طبیعي تجربه او حتا د انسان د روغ اوسېدلو نښه ده، خو کله چې له کنټرول څخه وځي، نو په یوه ورانونکي لامل بدلېږي، په کار او ټولنیزو اړیکو کې ستونزه را منځته کوي او په ټولیزه توګه د ژوند په څرنګوالي باندې اغېزه کوي، نو مهمه ده، چې له هغې سره سم چلند ولرو. آیا د خپلې غوسې د کنټرول له پاره چمتووالی لرئ؟ دلته د غوسې د کنټرول له پاره، له تاسو سره لس تګلارې شریکوو.
۱ ـــ له خبرې کولو څخه مخکې فکر وکړئ:
په هغه شېبه کې، چې د غوسې غر یاست، په پرېکنده توګه د هغو جملو ویل، چې له ویلو څخه وروسته یې پښېمانېږئ، یو طبیعي امر دی، نو له خبرو کولو څخه مخکې ځانته وخت ورکړئ، خپل افکار را ټول کړئ او نورو ښکېلو کسانو ته هم دا موکه ورکړئ، چې خپل افکار را ټول کړي.
۲ ـــ کله چې آرام یاستئ، خپله غوسه بیان کړئ:
دا چې خپله آرامتیا مو تر لاسه کړه، په روښانه توګه خپلې اندېښنې او غوښتنې، پرته له دې چې نور خواشیني کړئ، څرګندې کړئ.
۳ ـــ لږ ورزش وکړئ:
فزیکي فعالیت کولای شي، ژور خپګان را کم او غوسه کنټرول کړي، که چېرې د غوسې احساس کوئ، نو پلی مزل وکړئ، منډې ووهئ او د څو شېبو له پاره خوندور فزیکي فعالیتونه ترسره کړئ.
۴ ـــ چاپېریال پرېږدئ:
بهر وتل د ماشومانو له پاره نه دي ځانګړي شوي. د ورځې په اوږدو کې هغه شېبې، چې پکې خواشیني یاست، له چاپېریال څخه بهر شئ. څو شېبې آرامتیا له تاسو سره مرسته کوي، چې شرایط په غوره توګه مدیریت کړئ، پرته له دې چې غوسه شئ.
۵ ـــ د حل ممکنې لارې وپېژنئ:
د دې پرځای، پر هغه څه چې ستاسو د غوسې لامل شوی، تمرکز وکړئ، د غوسې د کنټرول په لټه کې واوسئ. آیا د ماشوم نا منظمه کوټه تاسو غوسه کوي؟ دروازه وتړئ. آیا ستاسو مېرمن هره شپه ماښامنۍ نا وخته چمتو کوي؟ د وخت له پاره یې، له بلې تګلارې څخه ګټه واخلئ، په یاد ولرئ، چې غوسه هرڅه نه شي سمولای او ښایي له بده یې لا پسې بدتر کړي.
۶ ـــ خپلې جملې د ( زه ) په کلمې سره پیل کړئ:
له نیوکې یا رټلو څخه د مخنیوي له پاره، چې یوازې د شخړې او تاوتریخوالي سبب ګرځي د خپلې اندېښنې او خواشیني د څرګندولو له پاره، خپلې جملې د ( زه ) په کلمې سره پیل کړئ. د بېلګې په توګه: زه په دې باندې ډېر خواشینی یم، چې د مېز له سر څخه د لوښو په ټولولو کې دې را سره مرسته ونه کړه، دا جمله مه کاروئ، چې هېڅکله به نور کوم کار ترسره نه کړم.
۷ ـــ څوک مه خواشیني کوئ:
بښنه یوه ځواکمنه وسیله ده. که اجازه ورکړئ، چې غوسه او دې ته ورته نور احساسات مو څرګند شي، نو مثبت احساس یې ځای ناستی نه شي کېدای، خو که چېرې وکولای شئ، هغه کس ته بښنه وکړئ، کوم چې تاسو یې غوسه کړي یاست، ښایي ستاسو له چلند څخه زده کړه وکړي او ستاسو اړیکه پیاوړې کړي.
۸ ـــ د شخړې د کمښت له پاره، له طنز څخه ګټه واخلئ:
د مسایلو روښانه کېدل، کولای شي، د شخړې سبب شي. له طنز څخه ګټه اخیستنه، له تاسو سره مرسته کوي، د مسایلو په اړه نا رښتینی لید پیدا کړئ، خو له افراط څخه ډډه وکړئ، ځکه کولای شي، احساس مو لا پسې بد کړي.
۹ ـــ د آرامه اوسېدلو مهارت تمرین کړئ:
ژوره ساه تمرین کړئ، یوه آرام بښونکې صحنه تصور کړئ. له یوې آرام بښونکې کلمې یا عبارت څخه ګټه واخلئ، لکه آسمان. دغه راز کولای شئ، قرآن عظیم الشان تلاوت کړئ او یا هم د قرآن کریم تلاوت ته غوږ ونیسئ.
۱۰ ـــ د حل لارو په لټه کې واوسئ:
د غوسې د کنټرول زده کړه ننګونه ده، چې تل ټول یې د حل په لټه کې دي، نو د خپلې غوسې د کنټرول له پاره هڅه وکړئ.
له هغه ځایه، چې غوسه کابو د ژوند ټول اړخونه تر خپلې اغېزې لاندې راولي، نو کنټرول یې د پورته یادو شوو مواردو او یا هم له یوه مشاور څخه د مشورې اخیستلو په مرسته شونی دی.