لیکنه : د مایو کلنیک کاري ډله
ژباړه: سیال یوسفي
د خپل غوصې په کابو کې ساتل یو له سختو کارونو څخه دي. د غوصې د کنټرولو لپاره له لاندینو ساده لارو چارو څخه ګټه واخلئ.
کله چې په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې کوم موټر ستاسې له موټر څخه مخکې شي تاسې ته غوصه درځي؟ کله چې مو ماشومان ستاسې خبره و نه مني ستاسې د وینې فشار لوړيږي؟ غوصه یو عادي او تر ډيره صحي حالت دی خو اړینه دا ده چې په مثبت ډول یې مهار کړای شو. که خپله غوصه کنټرول نه کړای شو نو دا به مو پر روغتیا او ټولنیزو اړیکو بده اغیزه ولري.
لاندې ۱۰ پړاوونه تاسې سره ستاسې د غوصې په کابو کولو کې تر ډيره مرسته کولای شي:
۱- له خبرو کولو څخه مخکې فکر کول
ښايی د غوصې په حالت کې داسې خبرې وکړئ چې وروسته پرې پیښمانه شئ. مخکې له دې چې څه ووایست د یو څو شیبو لپاره فکر وکړئ او خپل حواس راټول کړئ او نورو ته هم توصیه وکړئ چې د غوصې په حالت کې ورته کار وکړي.
۲- کله چې ارام شوئ د موضوع اړوند خپله اندیښنه ښکاره کړئ
کله چې مو ذهن ارام او غوصه سړه شوه نو بیا کولای شئ خپله نارضایتي په مثبته او پرته له کومې شخړې او جنجال څخه ښکاره کړئ. خپلې اړتیاوې او اندیښنې په مستقیم او واضیح ډول بیان کړئ، پرته له دې چې نورو ته پکې زیان ورسیږي او ستاسې څخه خپه شي.
۳- فزیکي تمرینات وکړئ
فزیکي فعالیتونه تاسې سره د تشویش او فشار چې د غوصې د رامنځ ته کیدو لومړني لاملونه دي، د کچې په را ټیټولو کې مرسته کوي. کله کله ګړندی مزل کوئ او یا منډه وهئ، او یا خپل ډيری وخت په جالبو فزیکي فعالیتونو کې تیروئ.
۴- دمه کول (چکر ته وتل)
چکر وهل یوازې د ماشومانو لپاره نه دي. د ورځې په جریان کې د پریشانۍ او تشویش څخه د خلاصون لپاره دمه کول او بهر ته د چکر لپاره وتل اړین دي د طبیعت له ښکلا او د ارامه فضا سره یو څو شیبې تیرول تاسې سره مرسته کوي چې خپل ورځني کارونه پرته له تشویش او فشار څخه په ارام ذهن سر ته ورسوئ.
۵- د ممکنه حل لارو پیژندل
مخکې له دې چې فکر وکړو چې کومه موضوع زموږ د غوصې سبب ګرځیدلي، غوره به دا وي چې د موضوع حل لارې ولټول شي. آیا ستاسې د ماشومانو ګډوډه (نامرتبه) خونه تاسې غوصه کوي؟ دروازه بنده کړئ. آیا ستاسې د کورنئ غړي د ماښام د ډوډۍ لپاره له ټاکلي وخت څخه ناوخته کور ته راځي؟ د خوړو مهال ویش ناوخته برابر کړئ، یا ځان په اونۍ کې څو ورځې په یوازې ډوډۍ خوړولو عادت کړئ. په یاد ولرئ چې په غوصې سره به هیڅ څه سم نشي، بلکه هر څه به لا بدتر شي.
۶- ډيره هڅه وکړئ چې د (زه) کلمه وکاروئ
د انتقاد او د نورو د ملامتولو څخه مخنیوی وکړئ، ځکه چې دا کار مو تشویش زیاتوي، د ستونزو د بیانولو لپاره د (زه) له کلمې څخه کار اخلئ. هرڅه ته په درناوي او مشخص ډول اشاره کوئ، لکه: ددې پرځای چې ووایئ، ته له ماسره د کور په کارونو کې هیڅ مرسته نه کوې، ووایست، زه خپه شوم چې تاسې د لوښو د پریمینځلو پرته د خوړو له میز څخه پاڅیدلئ.
۷- په زړه کې کینه مه ساتئ
بښنه تر ټولو غوره لار ده. که تاسې خپلې غوصې او منفي احساساتو ته اجازه ورکړئ چې ستاسې پر مثبتو احساساتو غالب شي نو ستاسې تند (تریخ) خوی او منفي احساسات به تاسې له منځه یوسي. خو که تاسې د غوصې پر ځای خپل مقابل لوری وبښئ چې تاسې یې غوصه کړي یاست نو دا به تاسې دواړو ته یو درس وي. دا تمه ساتل چې خلک دې له موږ سره په هر حالت کې ښه رویه وکړي، هوښیارتیا نده.
۸- د تشویش څخه د خلاصون لپاره خوش طبیعته اوسئ
له یو بل سره ټوکې ټکالې کول او ځان خوشالول د تشویش او غوصې څخه د خلاصون بله غوره لار ده. ټوکې ټکالې کول تاسې سره مرسته کولای شي چې د غوصې به حالت کې مو حواس و نه بایلئ. له کنایو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې کنایې د مقابل لوري پر احساساتو بده اغیزه کوي او د وضعیت د لا خرابیدو لامل کیږي.
۹- د ارام بښوونکو مهارتونو تمرین کول
کله چې پوه شوئ چې غوصه درځي نو تر هرڅه وړاندې له هغو مهارتونو څخه کار واخلئ چې تاسې ته ارام درکولای شي. د اوږدې یا ژورې ساه ایستل، د یو ارام حالت تصور کول یا د داسې ارام بښوونکې کلمو بیا بیا تکرارول لکه: هیڅ کومه ستونزه نشته، هرڅه سم دي او داسې نور، تاسې کولای شې یوه لنډه لیکنه وکړئ (ښايي د خپلې غوصې په هکله) او یا یو څه ارام بښوونکي حرکات (یوګا) وکړئ.
۱۰- د غوصې د کابو کولو لپاره له نورو څخه مرسته غوښتل
د خپلې غوصې کنټرول د ډیری خلکو لپاره یو له لویو چلینجونو (ننګونو) څخه دی.که ستاسې غوصه له کنټرول څخه بهر وي او ستاسې د پښیمانئ او د نورو د خپه کیدو لامل ګرځي نو د خپلې غوصې د کابو کولو یا سمبالولو لپاره له خپلو مشرانو او ملګرو څخه مشوره وغواړئ او یا کوم ارواپوه ته مراجعه وکړئ.
You also might be interested in
ژباړه او زیاتوونه : سیال یوسفي یو له هغه لاملونو[...]
راټولوونکی: عزیز صادقی ژباړه: سیال یوسفي ۱ – هر مهال[...]
ژباړه او زیاتوونې: سیال یوسفي خبر، د لیډ (د خبر[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی