شفیق امیرززی
انساني ژوند د بېلو وړتیاوو غوښتنکی دی له هغې ډلې نه یو هم د غوږ نیولو مهارت دی چې د انساني ژوند د پر مخ بېولو لپاره تر ټولو مهم او اړین مهارت او وړتیا ده چې الله تعالی انسان ته ور په برخه کړې ده په اصل کې دا وړتیا (غوږ نیول) د انساني حواسو نه په سامعه(اوریدل) حس پورې اړه لري نو په دې بنسټ د اورېدلو او غوږ نیولو تر مینځ توپیر همدا دی چې اوریدل یو حس دی مکانیکي عملیه ده احساسي اړخ لري او په یوه بهرني غړي (غوږ) پورې اړه لري خو غوږ نیول هغه مهارت او وړتیا ده چې په نني غړي (ذهن پورې اړه لري ادراکي اړخ لري دهني عمل دی او تفکر ورسره مل دی او بل توپير یې دا دی چې اورېدل غیر ارادي عمل دی که ته وغواړې که نه یو څه اورېدلی شې خو غوږ نیول بیا له تفکر سره اړخ لري ارادي عمل دی که ته وغواړي کولی شي ځینو مسایلو ته اهمیت ورکړې هغوی ته غوږ ونیسې ښه یې واورې مغز ته یې داخل کړې تشخیص یې کړې تفکر وسره مل کړې او په یوه ځانګړي ځای کې یې ذخیره کړې او یا د داخل شوې شي په اړه فکر وکړې د هغې ځواب په خپله خوله بېرته را وباسې نو په دې لحاظ غوږ نیول او اورېدل دا توپیرونه لري.
د نړی ټول انسانان د غوږ نیولو مهارت ته اړتیا لري که څوک وغواړي چې له چا سره اړیکه ولرې له خلکو سره له ملګرو سره له همدې وړتیا استفاده کوي که و غواړي چې زدکړه وکړي له همدې وړتیا که و غواړي چې د څه په اړه معلومات ولري له همدې وړتیا نه ګټه پورته کوي .
د یوې سروې له مخې انسانان ۷۰ سلنه عمر په وېښه کې تېروي چې له هغې برخې نه ۴۵ سلنه اورېدل ۹ سلنه مطالعه ۱۶ سلنه لیکل ۳۰ سلنه لیدل نو وینو چې تر ټولو زیات برخه زمونږ په اورېدلو کې تېرېږي نو که چېرې داسې ده دا وړتیا ولې سمه و نه کاروو؟
له دې سره سره پوهان په دې باور دي چې انسان له پورته ټولو معلوماتو نه چې انسان اورې له سلو نه ۷۰ بېرته د ښه نه اورېدو او نمګړي اورېدو له امله له مینځه ځي.
ښه غوږ نیول د انساني ژوند تر ټولو لویه اړتیا ده هغه انسانان چې ښه غوږ نیونکي دي هغوی ښه خبرې کوونکي هم دي ځکه چې له هغوی سره پوره فکر پوره کلمات د خبرو کولو ځانګړي طرزونه چې د اورېدو له لارې د ده په مغز کې ځای په ځای شوي دي شته دي .
نو دا یې بې ځایه نه دي ویلي چې هوښیار سړی تل غوږ نیسي تل غواړي وواري او تل غواړي تفکر وکړي .
له دې سره په انساني اړیکو کې لوی ارزښت لري هغه کسان چې ښه اورېدونکي دي هغوی له خپلو ملګرو سره ښې اړیکي لري ارتباطي اړخ یې په زور کې دی.
له بلې خوا ژوند له زدکړي سره تړلی دی انسان د مور له رحم نه تر ګوره پورې د زدکړې په حال کې دی او د غوږ نیولو مهارت په دې برخه کې ډیر مهم رول لوبوي .
د یوې زده کړې لپاره په ځانګړې توګه د ژبو د زدکولو لپاره څو شیان عمده ټکي دي لکه غوږ نیول خبرې، کول، لیکل، لوستل خو تر ټولو مهم یې غوږ نیول دي غوږ نیول دانساني ذهن له نااشنا کلماتو سره اشنا کوي او د هغو ذخیره کول ساده کوي .
ځنې پوهان په دې باور دي چې د زدکړي مرحله د مور په رحم کې پیل کیږي ماشوم له مودې وروسته په خبرې اوري هغه څه چې دهغه مور وايي هغه اوري وروسته له ولادته هم دا لړی پیل کیږي د هر څه ترمخه د ماشوم غوږونه په کار پیل کوي هر څه د غوږ له لارې اورې وروسته له څه مودې یې په ذهن کې کیني ژبه شي بالاخره سمبولونه او څېزونه یې له نامه سره وصل کړي .
له همدې امله مونږ وایو چې ژبه په ټولنه کې زده کیږي خو د څه په واسطه ؟ د اوردلو د حس په واسطه .
نو زمونږ دا دودو ښاېې بې ځایه نه وي چې اول د ماشوم په غوږ کې آذان کوي
له بلې خوا ارواپوهان په دې باور دي چې که تاسې غواړی چې په خبرو کولو باندې ښه برلاسي شی نو اول ښه غوږنیوکي و اوسی او ژبه یا خبرې کول له غوږ نیولو نه وروسته دوهم ارزښت لري یعنې لومړنی ارزښت په ارتباطاتو کې غوږ نیول لري وروسته خبرې کول.
لومړی غږ اورو بیا مغز ته ځي تفکر نه وروسته له خولې راوځي نو هڅه باید دا وي چې خبره بېرته د مخاطب تر غوږه ورسېږي تر څو دا اړیکه او بحث ادامه پیدا کړي د انسان په فکر کې به یوه دقیقه کې د ۶۰۰ تر ۸۰۰ کلمات ګرځي خو انسان کولی شي چې یوازې ۱۲۵تر۱۷۰ کلمې په ژبه راوړي همدارنګه اورېدونکی هم په یوه دقیقه کې له همدې فورمل سره مخ دی نو ښه غوږ نیول د کلماتو ښه کارونه د انسان په فکرکې سمبالوي او له فکري کش مکش نه سړی خلاص وي.
خو له دومره ښې ګڼو سره سره چې غوږ نیول یې لري بیا هم مونږ دا ستونزه لرو چې زمونږ زدکړیالان یا په ټولیزه توګه زمونږ ټولنه ښه اوریدونکي نه دي.
د غوږ نیولو د مهارت ګټې :
– هم غږیدونکی له خبرو خوند اخلي او هم غوږنیوکی
– د نورو په خبرو تمرکز کولی شو
– د متکلم پوره مطلب اخیستی شو
– خپلې اړیکې غښتلې کولی شو
– د تفاهم د زیاتوالي سبب کیږي
– د زدکړي وړتیا مو لوړيږي او دا وړتیا په یوه قدرت بدلږي
– د ځان او نورو د پېژندلو لپاره غوره لار ده (سعدې)
– د ګروپي کار د روحيي پیاوړي کولو ته ګټه لري
ولې غوږ نه نیسو؟
ګڼ څېزونه دي چې د دې سبب کیږي تر څو دا ګټور فعالیت نمګړی تر سره شي دا څېزونه محطي او فردي دي د بېلګې په توګه څو ډوله دلته راوړو.
1. ذهني بوختوالی
په خپل ذهن کې کومه بوختیا درلودل د دې سبب کیږي تر څو د غوږ نیولو پروسه سمه تر سره نه شي کیدای شي دا بوختیا علمي وي یا کومه بله خیالي مسله یا هم روانې موضوع په اړه لکه د موضوع په اړه خبرې کوونکی خبرې کوي له غوږنیوکي سره سوال پیدا دی او هماغه په خپله ذهن کې اړوي را اړوي.
2. نه خوښول
د موضوع نه خوښول یا د خبرې کونکي نه خوښول د دې سبب کیږي چې تاسې موضوع ته ښه غوږ و نه نیسی لکه : یا موضوع درته تکراري ده یا د ویاند ښه نه ایشي څیره یې دې نه خوښېږي یا یې د غږ په غوږو ښه نه لګېږي یا له ځینو کلماتو نه کار اخلي چې تاسې ورسره علاقه نه لری دا بل سبب چې دا لړی نیمګړې کوي.
3. په موضوع تمرکز نه لرل
بله خبره د تمرکز کولو وړتیا نه درلودل دي ویاند اړین دی تر څو د مخاطبینو تمرکز را ټول کړي که چیرې تمرکز رامینځ ته نشي د زدکړي یا د خبرو اترو لړی نمیګړې کیږي
4. د راتلونکو پښو په اړه ډار
لکه ټاکل شوې چې له خبرې کوونکي وروسته تاسې خبرې وکړی نو په همدې فکر کې وی چې څنګه ستیج ته لاړ شی څه ووایی په همدې فکر کې غرق وی او موضوع ټوله در نه تېره شوې وي.
5. مخکنی پرېکړه
کله کله داسې کیږي چې مونږ د خبرې کوونکي په اړه مخکې له مخکې قضاوت کوو لکه یو کس غواړې څو دقیقې وروسته خبرې وکړي خو مونږ په خپل ذهن کې وایو چې لرې کړه اوس بیا سیاست ته ځې اصله خبره پرېږدي یا تکراري موضوع را اخلي او دې ته ورته په داسې حال کې چې کیدای شي نن نوی شی ووایي.
یا وایي ځه اوس به یې بیا د چا خبرې کاپي کړې وي
6. د خبرو په وخت کې د ویاند ارزول
کله کله داسې هم کیږي مخکې له دې چې ویاند خپلې خبرې خلاصې کړي مخاطب دهغه په ارزولو بوخت وي یا د سوالونو په جوړولو بوخت وو.
ښه غوږ نیوونکی څوک دی؟
– پام
متکلم ته په خپل ټول وجود متوجه کیدل هغه ته پام کول له هغه سره د سترګو په واسطه اتصال همدارنګه پام ځان ته چې ایا په کوم حالت کې دی د خبرې کوونکي لپاره خو به کومه ستونزه نه وي.ځان په ځینې کارو لکه پیسو قلم میز ډبولو پښه ښورولو او دې شیان مصروف نه ساتل.
– فزیکي موانع له مینځه یوسی
لکه ځینې غږونه ځینې چوکی چې خرپ ترپ کوي یا کومه کړکۍ خرابه وي شرنګ ترنګ او ځنې نور غږونه چپ کړی.
– هغه څه چې ستاسې حواس (۵) خرابوي د هغو په وړاندې مقاومت وکړی
که چېرې تاسې ته دیوه څه په سبب خندا درځي هغه ته مه ګوری یا د یوه څه بوی در باندې بد ولګید د هغه په وړاندې مقاومت وکړی خو د غوږ نیولو پروسه مه ځنډوی
– د خبرو په لړی کې جالب ټکي پیدا کړی
وګوری څه در ته جالب وو څه مو خوښ شول څه نوي وو زړو ته هم غوږ نیسی ځکه کیدای شي چې ستاسې په زړو معلوماتو کې بدلون راغلی وي
– مخکې له دې چې ټولې خبرې مو نه دې اورېدلی قضاوت مه کوی خبرې په خپل ذهن کې مه ایخوا دیخوا کوی
– د خبرو محتوا ته متوجه اوسی نه د هغې د ویلو ډول ته
– څومره چې کولی شی ښه غوږ و نیسی تر څو داسې وښایی چې تاسې موضوع له موضوع سره ډیره مینه لری دا دې سبب کیږي تر څو ویاند په دې باوري شي چې تاسې ته خبره په زړه پورې ده همدارنګه ستاسې دا کار ویاند ته ستاسې د احترام او مینې اندازه په ډاګه کوي
– خپل فکر خلاص وساتی او د احساساتو له مخي ځواب مه ورکوی
– خپل حواس د حساسو او ترخو خبرو د اوریدو په مهال مه خرابوی
په درنښت
شفیق امیرزی
کابل پوهنتون ادبي بهیر
نوټ: دا پرزنټشن مې په کابل پوهنتون کې وړاندې کړی وو چې د ملګرو په غوښنه مې په لومړیتوب کې خپور کړ.
[review]