ژباړه: ډاکټر صفت الله حلیم
په پاملرنې سره غوږ نیول د زده کړې اغیزمنه او غوره لار ده. متأسفانه چې زیاتره زده کونکي د غوږنیونې ښه وړتیا او مهارت نه لري چې دا پخپل وار د زده کونکو لپاره لوی سرخوږی او د وخت ضیاع ده. دوی په ټولګي کې د یو ساعت لپاره ناست وي، د استاد الفاظ اوري خو هیڅ ګټه ترې نه شي پورته کولی.
ډیری محصلین ګومان کوي دوی ښه غوږ نیونکي دي؛ متأسفانه دوی د غوږ نیونې او اوریدنې پر توپیر لا پوره پوه ندي.
ښه غوږنیونکي یوازې غوږ نه نیسي، بلکې دوی اوریدلي معلومات په مؤثره توګه پروسیس کوي او هضم کوي ېې.
لاندې څو ټکي او د غوږ نیونې ستراتیژۍ کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو د غوږ نیونې مهارت مو لوړ کړئ:
د معنی او مفهوم لپاره غوږ ونیسئ:
معنی ته غوږ نیونه د فعالې یا ژوندۍ غوږ نیونې یوه بڼه ده. فعال او متوجه غوږ نیونکي یوازې لغتونو ته پام نه کوي، بلکې دوی د موضوع په غیږ کې د الفاظو په معنا او مفهوم هم تمرکز کوي. د یو پیام د ښه جذبولو لپاره لمړی باید د پیام مرکزي یا مهم ټکی یا آیډیا تشخیص (او درک) شي. وروسته بیا د دغه مرکزي ټکي د لا ښه پیژندلو او درک کولو په پار باید نورو توضیحاتو او جزئیاتو ته پاملرنه وشي ترڅو د موضوع معنی لا روښانه شي. کله چې غوږ نیسئ، تل مو هڅه دا وي چې اوریدولي معلومات د مرکزي ټکي سره وتړئ او د هغه د روښانتیا لپاره غور او فکر پرې وکړئ.
کله چې مو غوږنیونه ختمه شوه، د خپلو اوریدلو معلوماتو او هغو جزئیاتو په هکله چې تر اوسه ویل شویدي له ځان سره فکر وکړئ چې، څومره پرې پوه شوي یئ. آیا هغه څه چې تاسو اوریدلي دي، خپل ځانته بیرته تکرارولی شئ؟ اوریدل شوي معلومات په کومه کچه بل چاته بیانولی شئ؟ که مو دا وکولی شوای او یا تر ډیره پکې بریالی وئ، نو ستاسې د غوږنیونې وړتیا ښه شویده.
د نوټ نیونې سرعت مو د لکچر له سرعت سره برابر کړئ:
هغه خلک چې د غوږ نیونې وړتیا نلري، تل هڅه کوي هرڅه پخپله کتابچه کې یادداشت کړي. دوی پدې باور وي چې په جزئیاتو نوټ لیکنه یعنې ښه او مکمل نوټ جوړونه ده. هغه محصلین چې دا کار کوي، د خپل نوټ د لوستو پرمهال د هغه نا مکمله او ټوټه ټوټه معلوماتو یا جملو لوستنه د هغه د سر ګنګسۍ پرته بل هیڅ نلري. ښه غوږ نیونکي د خپل نوټ نیونه د استاد د تدریس له سټایل او سرعت سره برابروي. دوی په مرکزي آیډیا ځان نښلوي او د هغه د روښانتیا لپاره چې د استاد له خولې کوم مهم ټکی را وځي هغه یادداشت کوي.
پېچلي معلومات سخت زده کیږي:
زیاتره محصلین د پیچلې او ګنګس کونکې موضوع د زده کړې پرمهال له غوږ نیونې ستړي کیږي. ولو که دوی ته د لغت- پر- لغت غوږنیونې فرصت هم برابر شي، دا ډیره سخته ده چې اوریدل شوي پیچلي او مغلق معلومات پروسیس او هضم شي. ښه غوږنیونکي د خپل دماغ ټوله قوه د همدې نوو معلوماتو پروسیس او له هغې څخه د پیام اخیستنې ته ځانګړې کوي او ځان ترې پوهوي.
تمرکز او پاملرنه:
ځنې محصلین د غوږ نیونې پرمهال د نه تمرکز او د تشوشاتو ښکار ګرځي. ښه غوږ نیونکي باید په ځان کې دا وړتیا پیدا کړي چې د غوږ نیونې پرمهال ټوله نړۍ شا ته او یوازې خبرې کونکی خپلې مخې ته حاضر کړي. ددې وړتیا پیدا کولو لپاره باید خپلې شخصي، اقتصادي او … ټولې ستونزې هیرې کړي.
له تیارۍ سره ټولګي ته ځئ:
مخکې لدې چې له استاده نوې خبرې واورئ، د تیرې ورځې درسونه تکرار کړئ او حد اقل مهم ټکي ېې را واخلئ او ځان پرې پوه کړئ. دا ډیره سخته او ګرانه ده چې نوي پیچلي او مغلق معلومات په لمړي ځل اوریدو په مغزو کې پروسیس او هضم کړای شي. همدا دلیل دی چې ټولګي ته تر حاضریدو مخکې باید تاسو خپله کورنۍ دنده اجرا او تیر لوست ښه زده کړی وي. ټولګي ته له تیارۍ سره حاضریدل (یعنې د تیر درس لوستل) ستاسو لمړني معلومات تقویه کوي او د خپلو لمړنیو معلوماتو پر بنسټ تاسو نوي اوریدلي معلومات ښه پروسیس او هضم کولی شئ.
تمرکز په مهمو ټکو وکړئ:
د ښه غوږ نیونې یوه ځانکړتیا دا ده چې، د موضوع لویو او مهمو ټکو ته پاملرنه وشي. دا لویه تیروتنه ده چې د لکچر په هر ټکي د پوهیدو هڅه وشي. په بله وینا، ښه غوږ نیونکي د حقایقو او مثالونو په شا کې د پرتې کیسې او آیډیا د پوهیدو هڅه کوي، نه دې مثال.
لیواله اوسئ:
زیاتره محصلین د لکچر د غوږنیونې نه ژر ستړي کیږي. پدې توګه دوی نشي کولی مهم ټکي زده او درک کړي. ښه غوږ نیونکي تل هڅه کوي لکچر ته کیناستل او غوږ نیول د ځان لپاره په زړه پورې او دلچسپه کړي. پدې توګه د دوی دماغ د لکچر نوي معلومات ښه پروسیس، درک او هضم کولی شي
You also might be interested in
لیکنه: رفيع الله آرمان دپلار او زوی تر منځ په[...]
ليکنه: ذکريا رحيمي اغېزناک ډيسپلين ډیسیپلين ته لار: نظم او[...]
لیکنه: پوهیالی سېد اصغر هاشمي په نړۍ کې د هر شي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی