لیکنه: پروفیسور ډاکتر محمد اکرم
ژباړه: همایون بلال
په اوسني وخت کې په نړۍ کې د چرګوړو د تولید ماشین (Hatchery) چې په پراخه پیمانه او لوړ کیفیت تولید کوي یو ورځني صحتمند چرګوړي ټولنې ته وړاندې کوي. د یو ورځنیو چرګوړو صندوق په داسې ډول جوړ شوي چې د تهویي په برخه کې له هر راز ستونزو خالي وي او هر صندوق ۱۰۰چرګوړي له دوه سلنې زیاتوالي سره د لېږد توان لري چې د فارم لرونکو له خوا کمپنۍ ته له وړاندې فرمایش ورکول کېږي او له ډک کېدو وروسته په منظم ډول بسته بندي او اړونده ساحو ته انتقالېږي. که چیرته چرګوړي له لرې ساحو څخه د اورګاډي، الوتکې یا موټر په وسیله تر فارم پورې ولېږدول کېږي غوره ده چې د هوا له شدت څخه وژغورل شي او مشخص ځای ته په احتیاط سره ورسېږي. له موټرو څخه د چرګوړو کارتن په احتیاط ښکته کړای شي او په مناسب ځای کې کېښودل شي چې له کتنې وروسته په ترتیب سره فارم ته پرېښودل شي. مړه چرګوړي تر خاورو لاندې خښ او یا هم وسوځول شي ترڅو په راتلونکي کې د ناروغیو د سرایت مخه ونیول شي. په عمومي توګه د یوه ورځنیو چرګوړو تولیدونکي کمپنۍ د خپلو پېرېدونکو د اسانتیاوو لپاره د چرګوړو له لېږد سره سم د چرګوړو د حالت د کتنې لپاره فارم لرونکو ته یوه فورمه د راپور ورکولو لپاره ورکوي ، ترڅو معلوم کړي چې د انتقال په وخت کې د چلوونکو یا نورو مؤظفو اشخاصولخوا کومه بې تفاوتي شوې نه وي؟ یا د انتقال په وخت کې که چرګوړي له کومو ستونزو سره مخ شوي وي تر څو په راتلونکي کې مخه ونیول شي. فارم ته له رسېدو وروسته د چرګوړو ټول کارتنونه په جدی توګه کتل کېږي او د چرګوړو د نوو (ناف) پښو استقامت او د سترګو لید ټول کتل کېږي، که چیرته کوم چرګوړی ناروغ وي له فارم څخه خشره کېږي، په فارم کې د ناروغ او کمزورو چرګوړو ساتل په لوی لاس ناروغیو ته لاره هوارول دي یا هم لږ تر لږه ناروغ او کمزوري چرګوړي له روغ او صحتمندو چرګوړو څخه جلا کېږي. له معاینې وروسته چرګوړي د مصنوعي مور (Brooder ) لاندې کوم چې مخکې تر مخکې په فارم کې ځای په ځای شوې وي پرېښودل کېږي . د مصنوعي مور د تودوخې درجه د چرګوړو د ښې ودې لپاره له 95F څخه تر 100F درجه د فارنهایت ده. که چیرته د مصنوعي مور(Brooder ) د تودوخې درجه زیاته شي چرګوړي له مصنوعي مور (Brooder ) څخه لرې کېږي او که چیرته د حرارت درجه کمه شي چرګوړي د مصنوعي مور(Brooder ) داخل ته ننوځي چې د اوبو او خوړو خوړل کمېږي، تلفات زیاتېږي، نمو او وده په سمه توګه صورت نه نیسي. د مصنوعي مور(Brooder ) د تودوخې درجه 95F یا 35C درجې وي او په ترتیب سره په اونۍ کې 5F درجې کمېږي ، باید په یاد ولرئ چې د حرارت درجه له 75F یا 24c څخه نه کمه نشي او د فارم د حرارت درجه به ۲۴ ساعته یوډول ساتل کېږي، تر څو ډېره ګرمه او سړه هوا چرګوړو ته کوم زیان ونه رسوي. د چرګوړو لپاره ډېره ګرمه هوا د قیامت په شان سخته ده، له حده پورته ګرمه هوا د چرګوړو په وده یا نمو منفي اغېزه کوي او د توقع وړ وده نشي کولی. د حرارت درجه نه یوازې د بدن په غذایي سیستم اغېزه لري، بلکې په وده او نمو یې هم د پام وړ اغېزه لري. د چرګوړو روزل باید په داسې چاپیریال کې چې هوا نه زیاته ګرمه او نه هم یخه وي ترسره کېږي. د همدې لپاره په فارمونو کې د حرارت درجې د کنټرول لپاره له (کنټرولر) څخه استفاده کېږي. په ډسمبر او جنوري کې چې موسم نسبت نورو میاشتو ته سوړ وي د فارم د ګرمولو لپاره له بخاریو څخه استفاده کېږي، د جون او جولای په سخته ګرمۍ کې د فارم دهوا د سړولو لپاره له باد پکیو هم استفاده کېږي. خو په هغه سیمو کې چې د شپې له طرفه هوا یخیږي کولای شو باد پکې خاموشه کړو، د هوا د بدلون لپاره د فارم کړکۍ خلاصې پرېښودل کېږي تر څو چرګوړي له تازه هوا څخه ګټه واخلي. د چرګوړو له راوړلو وړاندې باید مصنوعي مور او د فارم داخل په سمه توګه پاک او ضد عفوني fumigate شي.
لومړۍ ورځ: د مصنوعي مور (Brooder ) د حرارت درجه باید مخکې تر مخکې برابره وي او د اندازه کولو او د هوا د حرارت د کتلو لپاره له ترمامیتر څخه استفاده کېږي. په عصري ترمامیترونو کې د چرګوړو د وضعیت کتلو لپاره له ځینو نخښو څخه هم استفاده کېږي کوم چې په ترمامیترو کې موجود وي. د مصنوعي مور (Brooder) استعمال په داسې ډول وي چې د فارم په ټولو ساحو کې د حرارت درجه یو شان وي او د مصنوعي مور د تودوخې له کبله د چرګوړو د سوځېدلو خطر موجود نه وي. په فارم کې د چرګوړو له راټولېدو څخه مخنیوی وکړای شي تر څو سره را ټول نشي او پښو لاندې نشي. لازمه ده چې د چرګوړو لپاره ځای مناسب وي او له دې پرته به له زیان سره مخ شي. د چرګوړو د رسېدو سره سم د لومړي ځل لپاره اوبه، شیدې یا هم د بورې شربت ورکول شي، په لومړي ځل د امکان ترحده پورې باید کم خوراک ورکړل شي. د لومړي ځل لپاره کېدای شي له میده شو جوارو (د جوارو دل) څخه استفاده وشي او د کاغذ پر سر ورته وقفه په وقفه هرو دوه یا درې ساعتونو کې ورکړل شي. که ممکن وي د خوړو په لوښو کې ورته کېښودل شي تر څو د خوړو له لوښو سره اشنا شي. یو ورځنی غوښینو چرګوړو ته په لومړۍ ورځ څلورویشت ساعتو لپاره روښنایي پکار ده او له روښنایۍ پرته چرګوړي په تیاره کې زړه تنګي او په یو بل پښې ږدي. فارم ته د ننوتلو ځای سره سم داسې یو ډنډ چې یو انچ ژور او ضد عفوني مواد پکې اچول شوي وي کېندل کېږي تر څو فارم ته له ننوتلو مخکې پښې ډوبې کړي او د ناروغیو د منځته راتلو او خپرېدو مخنیوي وشي. فارم ته تر ننوتلو وړاندې باید بوټان او جامې بدلې کړای شي چې له دې لارې د امکان تر حده د ناروغیو له انتقال څخه مخنیوی کېږي
. دویمه ورځ: د هوا حالاتو ته په توپیر سره په ژمي او اوړي کې د اوبو استعمال توپیر کوي، پاکې او تازه اوبه د چرګوړو لپاره په خپل وخت تهیه کړای شي او په ژمي کې ځنډنۍ اوبه یخې وي چې د چرګوړو لپاره ستونزې او د ناروغیو رامنځته کولای شي. په ژمي کې باید په هرو درې یا څلورو ساعتونو کې اوبه تبدیله او ټانکۍ له سره ډکه شي، که امکان ولري د چرګوړو لپاره په مناسبه اندازه ګرمې اوبه تهیه شي او په اوړي کې د چرګوړو لپاره تازه او یخې اوبه په وقفه یي ډول برابرې کړای شي. په دویمه ورځ د جوارو د میده ګیو په ځای کېدای شي چې تجارتي خوراکه (خوراکه نمبرstarter 4) )ورکول شروع شي او د اخبار پر ځای خوراک په خوراکي لوښو کې واچول شي. هغه چرګوړي چې د خوړو له لوښي څخه خواړه نشي خوړلی کېدای شي چې د اخبار پر سر خواړه ورته کېښودل شي. کله چې په فارم کې تعفن یا ګاز زیات شي، کولی شو چې د کړکیو پردې په نیمه ځوړند شکل سره پورته یا هم چرګوړو ته له خپل ځای څخه بل لوري ته د فارم په داخل کې حرکت ورکړل شي چې دې کار سره هغه تعفن با بدبویي چې د فرش له کبله منځته راغلې وي بدلون راوړل شي او د هوا د بدلون یوه وسیله شي. په ژمي کې په دویمه یا دریمه ورځ په چرګوړو کې د مړينې امکان ډېر وي، ضروري ده چې د امکان تر حده د فارم د حرارت درجې ته ډېره پاملرنه وشي او تر کنټرول لاندې راوستل شي. د فارم د هوا تودوخه له 95F یا 35C درجې څخه په دویمه ورځ کمه نشي. د فارم په داخل کې د دېوالونو په پورته برخه کې کوچني کوچني روشن دانونه موجود وي چې په تهویه (د هوا بدلېدو) کې مرسته کولی شي، د هوا د ډېر یخوالي سره سره بیا هم کولی شئ چې د هوا د تبدیلۍ لپاره ځینې کوچني سوري خلاص پرېښودل شي تر څو د امونیا ګاز د جمع کېدو مخه ونیول شي. د اوبو د ذخیرو شاوخوا مرطوب وي چې باید له منځه یوړل شي او کم کړای شي. همدارنګه په ذخیره کې د اوبړیو (Green Algae) د پیدا کېدو مخنیوی ضروري ګڼل کېږي، ځکه چې د اوبو لوښو ته تلونکو نلونو د بندېدو سبب ګرځي. که چیرته د فارم په داخل کې کوم چرګوړي مړ شي، نو سم د لاسه باید له فارم څخه وویستل شي او که د چرګوړو مړینه زیاته وي، نو نږدې مجرب ویترنر ډاکټر او لابراتوار ته مراجعه وشي او د فارم د کنټرول لپاره حفظ الصحه نوره هم منظمه شي. د تودوخې د درجې کنترول د شپې اود ورځې لخوا ډېر اړین دي. د ډاکتر او لابراتوار د مشورو ته خاصه پاملرنه په کار ده او ژر تر ژره پرې عمل کول پکار دي، د دوا او واکسین د مثبت او منفي تاثیر په اړه باید راپور ورکړل شي. په دویمه ورځ کولی شود ضرورت په وخت کې انټي بیوټیک استعمال کړو او ورسره په څلورمه ورځ په سترګو کې څاڅکي استعمالولی شو.
دریمه ورځ: د فارم یا مرغانچې د حرارت درجه وکتل شي او د هوا د تودوخې د کنټرول لپاره جدي څارنه په کار ده، چې فارم ډېر تود او یخ نشي. په لومړیو دوه درې ورځو کې چرګوړي خپل غذایي ضرورت په خیټه کې د موجودو غذایي موادو څخه پوره کوي، نو د حرارت د درجې زیاتوالي او کموالي ته زیاته پاملرنه په کار ده، ځکه د حرارت د درجې نامناسب حالت د چرګوړو د هاضمي سیستم د خرابوالي باعث ګرځي، د چرګوړو په ګېډه کې د ژیړو د خرابوالي له کبله د مړینې کچه لوړېږي، په دې وخت کې ددې ستونزې د حل لپاره بوره په ساده اوبو کې حل او ورکول کېږي اوهمدارنګه (د جوارو دل) د غذا په توګه ورکولی شو. که چیرته د چرګوړو په مقعد کې د بندښت ستونزه پیدا شوه یو کاشوغه مګنیزیم سلفیټ په یو ګیلن اوبو کې ورکول کېږي. د ستونزې د نه حل کېدو په صورت کې نږدې لابراتور ته چرګوړي د معاینې لپاره یوسئ او د ویترنر ډاکټر له مشورې سره سم عمل وکړئ. د خوراک لوښو او اوبو لوښو د نظافت خیال باید په منظم ډول هره ورځ په پام کې ونیول شي، د خوړو په لوښو کې د ډېر وخت لپاره د خوړو پاتې کېدل خپل غذایي ارزښت له لاسه ورکوي او د ګټې پر ځای ورته زیان اړوي.
له څلورمې تر شپږمې ورځې پورې: په څلورمه ورځ د زګام د خطر د امکان د مخنیوي لپاره واکسین د قطرو په شکل مازدیګر ناوخته مهال واچول شي. په څلورمه ورځ د انټي بیوټیکو د استعمال له پای ته رسېدو وروسته فلشینګ (Flashing) کولی شو، حفاظتي قطرې په پنځمه ورځ هم استعمالولی شو، که څه هم په شپږمه ورځ یې هم په استعمال کې کوم فرق نشته. په لومړۍ اونۍ کې د حرارت درجه 95F یا 35C درجې د سانټي ګراد وي چې ډېره پاملرنه په کار ده اود مصنوعي مور (Brooder ) شاوخوا چې د چرګوړو لپاره کومه حلقه جوړه کړای شوي وي هغه هر درې ورځې وروسته د یو فټ په اندازه پراخيږي او په دویمه اونۍ کې ساحه په نسبي توګه پراخيږي او په دې توګه فارم ته د چرګوړو لپاره د تازه هوا د ننوتلو او زړې هوا د وتلولپاره بهترین چانس مساعدېږي. د چرګوړو ورځنی راپور اخیستل به موږ سره مرسته وکړي چې په راتلونکې کې د ورته ستونزو د مخنیوي لپاره ترې استفاده وکړو او هم به پوه شو چې کوم کار په کوم وخت کې ترسره کيږي او د چرګوړو د مړینې کچه له ځان سره ثبتوو، کمزوري او ناروغ چرګوړي له روغ څخه بېليږي (ناروغ چرګوړي حلال کړای شي، تر خاورو لاندې شي او وسوځول شي) د چرګوړو ټول حرکات په غور سره مطالعه کیږي، چرګوړو ته په شیټ کې حرکت ورکړل شي او که چیرته کوم یو یې کمزوری یا هم فلج وي، نو ټول فارم ته د ویټامین د استعمال توصیه کېږي او د کمپنۍ له ټاکل شوې اندازې سره سم ورکړل شي. د حرارت د درجې د کنټرول لپاره یو تن فارم لرونکی په داسې ډول وټاکل شي چې د حرارت درجه ورڅخه تغیر ونه کړي او د فارم د نم او رطوبت په کنټرول باندې پوه وي.
له اوومې تر څوارلسمې ورځې پورې: په اوومه ورځ د چرګوړو لپاره د فارم یو پر درېیمه حصه ازاده پرېښودل کېږي او د فارم د حالاتو د کتنو لپاره د (Check Regard ) څخه په سمه توګه مراقبت وکړو او د حرارت درجه 5F راکمه کړو. د حرارت درجې ته بیا هم جدي پاملرنه په کار ده، کله چې په فارم کې د هوا درجه ټیټه شي چرګوړی د مصنوعي مور په شاوخوا را ټوليږي، که په وخت سره چاره ونشي د چرګوړو په مړینه تمامېږي، خو کله چې د حرارت درجه زیاته شي چرګوړي د مصنوعي مور یا بروډر څخه لرې ځي، نو په کار ده چې په دویمه اوونۍ کې د حرارت درجه د فارنهایت 90 درجې وساتل شي. په دویمه اوونۍ کې د چرګوړو لپاره د خوړو او رڼا په سیستم کې په وقفه یي ډول توقف په کار ده او په دې سره د چرګوړو حالت یو څه بهتريږي، په دومداره توګه رڼا په چرګوړو باندې یو ډول ذهني فشار واردوي او د خوړو د اچولو د وخت سره د رڼا مهالوېش هم باید وټاکل شي. د خوړو او اوبو د لوښو نظافت باید هره ورځ په نظر کې ونیول شي او د اوبو او خوړو لوښي په داسې ډول کېښودل شي چې د چرګوړو لپاره د تکلیف سبب نشي. د خوړو او اوبو لوښي د ضرورت مطابق کېښودل شي او زیاتوالی او کموالی یې د چرګوړو په شمېر پورې اړه لري. په اومه ورځ د چرګوړو لپاره د ND د واکسین څاڅکي د چرګوړو د سترګو له لارې استعمالېږي، له بازار څخه د واکسین او دوا د راوړلو پرمهال احتیاطي تدابیر په نظر کې باید ونیول شي او د هغه د لارښوونو سره سم انتقال شي، چې د واکسین په قطۍ لیکل شوي دي. مرغانچې یا فارم ته د تازه هوا د ننوتلو او د امونیا گاز د وېستلو لپاره باید پاملرنه وشي، د بخارۍ نلونه باید په هېڅ صورت سوري ونه لري، چې د فارم په داخل کې لوګي راټول نشي ځکه چې د چرګوړو د مړینې امکان ډېر وي، په یوولسمه ورځ چرګوړو ته د ګمبورو لپاره واکسین څاڅکي په سترګو کې څڅول کېږي. په یاد ولرئ چې د واکسین کولو پر مهال باید چرګوړي تر فشار لاندې رانه وستل شي.
درېیمه اونۍ: په درېیمه اونۍ د چرګوړو لپاره لږ نورهم ساحه پراخيږي او د موسمي تغیراتو او د چرګوړو د وضعیت په کتلو سره د حرارت درجه برابريږي، د خوراک او اوبو کوچني لوښي لرې او پر ځای يې لوی لوښي نصبيږي. پام مو وی چې د لوښو د ايښودلو ځایونه او تعداد د چرګوړو په شمېر پورې اړه لري، چرګوړو ته د اوبو او غذا په رسولو کې سهولت برابر کړای شي. په اولسمه ورځ چرګوړو ته هایډرو واکسین تر پوستکي لاندې د یو مجرب شخص لخوا تطبیق شي. د دریمې اونۍ په جریان کې کولی شو چې (COXID)کاکساید کورس تطبیق کړو او له دې لارې به وکولای شو چرګوړي له خوني پېچش څخه وژغورو، که چیرته په چرګوړو کې د یو بل خوړولو عادت پیدا شو کولای شئ سره ګروپونه ولګوئ، په چرګوړو کې دا عادت په غذا کې د کیمیاوي موادو د کموالي له امله پیدا کېږي، کولای شو ویټامین K په خوراک کې علاوه کړو، هغه چرګوړي چې د یو بل د خوراک له کبله ټپي شي له ډلې یې بېل کړای شي او تر رغېدو ورسته یې بېرته له ډلې سره یو ځای کړئ. که چیرته یې د جوړېدو امکان کم وي کولای شئ حلال یې کړئ. ددې ستونزې د حل لپاره کولای شو په مرغانچه یا فارم کې تیاره جوړه کړو او د لمر وړانګې فارم ته د پخوا په شان په زیات ډول پرېنږدو. دا هم امکان لري چې ورته ستونزې د ځای د کموالی له امله پیدا شوې وي، په دغه وخت کې ساحه ورته پراخه کړئ. د یوویشتمې ورځې په پیل سره کولای شو د څښلو له اوبو سره د ګمبرو واکسین ګډ کړو.
څلورمه اونۍ: په هره اوونۍ کې باید چرګوړي وزن کړو، د خوراک او چرګوړي وزن له ځان سره یاداشت واخلو، په دې توګه موږ کولی شو د یوې دورې روزنې د مصارفو او عاید اندازه معلومه کړو. په همدې ډول به موږ ته معلومه شي چې په فارم کې کوم چرګوړي کمزوري دي او هغوی ته په وخت سره مناسبه تګلاره جوړه کړو. په دې اوونۍ کې د فارم د حرارت درجه له پخوا نوره هم له 5F څخه تر 7F پورې کمه شي. همدارنګه د چرګوړو وضعیت موږ ته دا را زده کوي چې په فارم کې څو بخاریو ته د ګرمولو لپاره ضرورت دی. د چرګوړو د قد په لوړېدو سره باید د خوراک او اوبو لوښي په داسې ډول پورته کړو چې د چرګوړوغاړه خوړو او اوبو ته ورسېږي، زموږ ددې کار ګټه به دا وي چې د اوبو او دانې د ضایع کېدو مخنیوی وکړو. په شپږویشتمه ورځ د ND د مخنیوي لپاره د څښلو له اوبو سره یو ځای د ND واکسین د څاڅکو په ډول ورکړو. په همدې توګه به د فارم د وضعیت له کتلو څخه وروسته موږ ته دا ثابته شي چې نور د واکسین څاڅکو ته ضرورت شته او کنه؟ په دغه مرحلو کې فارمدار په کافي توګه له زیان سره مخ کېږي، نو ضروري ده چې حفظ الصحوي اقداماتو ته په جدي توګه پام وکړای شي او د مهالویش په اساس واکسینونه او قطرې تطبیق شي.
پنځمه او شپږمه اونۍ: په دې اونۍ کې د فارم ساحه په مکمل ډول چرګوړو ته پرېښودل کېږي او د حرارت درجه 75F ته را ټيټيږي، لکه څرنګه چې په ژمي کې د حرارت درجې ته پاملرنه کېږي، نو په ګرمۍ کې هم د فارم د حرارت درجې د برابرولو لپاره د ایګساز څخه استفاده کولی شي. همدارنګه په یودېرشمه ورځ د ګمبرو څخه د خلاصون لپاره واکسین د څښلو له اوبو سره یو ځای ورکول کېږي، په دغه دوره کې غوښین چرګوړي تر نورو دورو ډېره غذا خوري، چې د لګښت ګراف لوړوي، نو کولی شو چې په دغه وخت کې له پروټینو استفاده وکړو او د مصرف ګراف راښکته کړو، دا مرحله تر نورو مرحلو ډېرې څارنې او احتیاط ته اړتیا لري. په دې وخت کې د چرګ بدن په مکمل ډول غوښین او په بڼګو پوښل شوی وي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.