د فرانس حکومت د افغانستان لپاره خپلو ځانګړي شوو کلنيو سکالرشیپونو د غوښتنلیکونو د قبلولو لړۍ پیل کړې ده. دغه سکالرشیپونه چې پر مټ به یې ګټونکي د فرانس په نامتو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ په کچه د زدکړو موکه ترلاسه کړي؛ کال کې یو ځل اعلانیږي. د لوستي افغان ځوان ځوځښت په پام کې لري چې دغه سکالرشپ ته د چمتو والي لپاره، لکه د تل په څیر غونډه جوړه کړي. دا پروګرام به د ښاغلي ډاکټرنبي رحمت مطمئن له خوا پرمخ وړل کیږي. د یادونې وړ ده چې ښاغلي مطمئن په خپله د ماسټرۍ د کچې زدکړې د همدغه سکالرشیپ په مرسته ترسره کړي او هم يې د دکتورا سکالرشیپ ګټلی دی.
هغه ټولو دوستانو ته چې غواړي د ماسټرۍ سکالرشیپ ترلاسه کړي او همدا راز لوړې زدکړې وکړي؛ بلنه ورکول کیږي چې په یاد پروګرام کې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ هغه ملګري چې لا تراوسه چمتو نه دي چې دې سکالرشیپ ته غوښتنلیک وړاندې کړي خو په راتلونکې کې غواړي چې دغه ډول چانسونو څخه ګټه پورته کړي؛ هم کولی شي په دې پروګرام کې ګډون وکړي. دغه ډول ګډونوال به وکړې شي چې په راتلونکې کې دغه ډول سکالرشیپونو ته د چمتووالي په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د نورو ملګرو په خبرولو کې هم راسره مرسته وکړئ.
د پروګرام نیټه: د جمعې ورځ، ۲۰ نومبر، 2015، ۲۹ لړم 1394
وخت: له غرمې وروسته؛ 2:30 دوه نیمې بجې
ځاې: د افغان کلتوري ټولنو جرګه؛ د پل محمود خان څخه د شش درک په لور لومړۍ کوڅه؛ دویم کور
You also might be interested in
په کابل کې د روسيې سفارت پر خپله پاڼه د[...]
د پوليتخنيک پوهنتون بنسټ په ۱۹۶۳ زېږديز کال کې په[...]
سکالرشېپ: Vice-Chancellor’s International Scholarships at University of the Arts London[...]