د فرش د موادو ډولونه او د ودانیو په جوړولو کې د هغو کارول . Types of Flooring Materials and Their Applications in Building Construction
د ودانیو د فرشونو په جوړولو کې بیلابیل ډول مواد کاریږي چې د هغو غوره کول د کارونکي په خوښې ،د فرش په ښکلا او د کارولو په ځای پورې اړه لري.د ودانۍ په جوړولو کې فرش هغه لیول شوې سطحه ده چې اجسام او استوګن پرې اتکا کوي .د فرشونو بیلابیل ډولونه د بیلابیلو فکتورونو له مخې غوره کیږي .د فرش د موادو په غوره کولو د کارونکي غوښتنه ،اقتصادي والی ،ښکلا او مداومت مهم فکتورونه دي.
د ودنیو په جوړولو کې د فرش موادو ډولونه او د هغې کارولو ځایونه. Types of Flooring Materials and Applications in Building Construction
د ودانیو په فرشونو کې بیلابیل ډول مواد کاریږي چې په لاندې ډول دي .
1. سیمنټ او یا چونه کانکریټ .
2. خښتې .
3. صیقل شوې تیږه .
4. ماریل .
5. ښیښه .
6. پلاستیک .
7. خټه .
8. لرګی . لینولیوم .
9. کارک .
10. اسفلټ .
11. ربړ.
1. په ودانیو کې د سیمنټ کانکریټ فرش مواد.Cement Concrete Flooring Material in Buildings
د فرش موادو په توګه د کانکریټو کارول ډیر عام دي.دا مواد هم نسبتا ارزانه دي ،هم مداومت لرونکي دي او هم یې جوړول د هرډول فرش لپآره مناسب وي .په دې کې د کانکریټو مخلوط 1:3:6 تر 1:5:10 پورې کاریږي .کله کله داسې هم کیږي چې 40% 1:2 چونه شګه مساله او 60% جغل د بستر په توګه وکارول شي له سختیدو وروسته 1:2:4 سیمنټ کانکریټ پرې د 40mm قشر سره اچول کیږي .په صنعتي ودانیو کې ګرانولیتک وروستی مخ هم ورکول کیږي څو سخته پوښونکې سطحه ترلاسه شي.ګرانولیتک کیدای شي د غني کانکریټو او سخت جغل مخلوط څخه ترلاسه شي.
2. په ودانیو کې خښتو فرشي مواد. Bricks Flooring Material in Buildings
خښتې هم کیدای شي د فرش موادو په توګه وکارول شي ،مګر په استوګنو او ټولګټو ودانیو کې دا مواد کارول مناسب نه دي.د خښتو فرش معمولا په هغو کوټو کې او ځایونو کې کاریږي چې ډیر مهم نه وي.ددې لپاره ښه پخه شوې خښته باید وکارول شي چې هم یې سایز یو شان وي او هم یی رنګ یو شان وي .
3. په ودانیو کې د فرش موادو صیقل شوې تیږه . Flagstones Flooring Material in Buildings
صیقل شوې تیږه د رسوبي ډبرو(sedimentary rock) یو ډول دی چې د بستري موادو له ټوټه کیدو ترلاسه کیږي .په دې کې سیلکان ،سلیکایټ او اوسپنې اوکساید راځي .صیقل شوې تیږه د ټایلونو د بیلابیل ډول د تولید لپاره کاریږي چې مختلفي اندازې او مختلف شکلونه لري.
4. په ودانیو کې ماربل فرش مواد. Marble Flooring Material in Buildings
ماربل د ناریه ډبرو (metamorphic rock) یو ډول دی چې په پراخه پیمانه د سوداګریزه ودانیو،پخلنځیو ،تشنابونو او په نورو فرشونو کې کاریږي .دا ډول تیږې نه داغ کیږي او وینځل کیدو وړ وي .نو چیرته چې زیات منځل ترسره کیږي هلته کاریږي .دا ډول تیږې بیلابیل ډيزاینونه او بیلابیل رنګونه لري.
5. په ودانیو کې ښیښه فرش مواد . Glass Flooring Material in Buildings
په یو شمیر ځانګړو شرایطو کې چیرته چې اړتیا وي له بره پوړ څخه لاندې پوړ ته رڼا ښکته شي ښیښه د فرش موادو په توګه کاریږي .دا د ټایلونو په شکل په چوکاټونو کې نښلول کیږي .سره له دې چې دا قیمته هم وي خو ډیره ښکلا هم لري.
6. په ودانیو کې سیرامیک فرش مواد. Ceramic Flooring Material in Buildings
سیرامیک د فرش پوښونکي مشهور مواد دي.سیرامیک غیرعضوي مواد دي چې یو شمیر ځانګړي خواص لري لکه ښه فشاري مقاومت ،ماتیدنه یا شکنندګی (brittleness) او سختوالی .
7. په ودانیو کې فرش پلاستیکي مواد . Plastic Flooring Material in Buildings
پلاستیکي ټایلونه یا هم پولي وینایل کلوراید PVC ټایلونه نن سبا د کانکریټو لپاسه ډیر کاریږي .دا ډول ټایلونه په مختلفو بڼو ،مختلفو سایزونو او مختلفو رنګونو سره پیداکیږي .پلاستیکي ټایلونه ښویه دي او د اور په واسطه په اسانه تخریبیږي .
8. خټه فرش. Mud and Murram Flooringخټه نور څه نه دي بس لمده خاوره ده چې د فرش موادو په توګه له پخوا زمانو کاریږي .د خټې فرش د تودوخې ښه عایق خاصیت لري .بوس ورسره ددې لپاره علاوه کیږي څو درزونو مخنیوی وشي .
9. د لرګي فرش مواد . Wood Flooring Material
لرګی د فرش په حیث کارولو ډیر عام میتود دی .دا هغه وخت غوره ګڼل کیږي چې لرګی ارزانه وي لکه غریزو سیمو کې .د لرګي فرشونه معمولا په ادیتوریمونو او کنفرانسونو هالونوکې کاریږي .د لرګي فرش لاندې د لمدبل ضد طبقې ورکول ډير ضرور دي .
10. د کارک فرش . Cork Flooring
کارک د oak په نوم یوې ونې څخه ترلاسه کیږي . کاک په فرش کې قالینې په بڼه کاریږي.داسې فرشونه غږ نه لري او معمولا په کتابتونونو او تیاتیرونو کې کاریږي .
11. لینیلیوم فرش. Linoleum Flooring
لینلیوم د لینسید تیلو ،ژاولو ،کارک او نورو د اکسدایز څخه لاس ته راځي .معمولا دا کانکریټو د پوخ په توګه کاریږي .
12. اسلفټ فرش مواد . Asphalt Flooring Material
اسفلټ د پترولیمو زیات غلیظ شکل دی .اسفلت په بیلابیلو لارو د فرش موادو په توګه کاریږي .که اسفلټ او شګه سره مخلوط شي په 1:2 تناسب سره نو دیته اسفلټ ماستیک وايي کوم چې د کانکریټو په اساس د فرش په توګه کاریږي .که شګه د ماربل چپسو سره تعویض شي نو دیته بیا اسفلټ موزایک وايي.
13. د ربړ فرش مواد . Rubber Flooring Material
د ربړ ټایلونه یا تختې په مارکیټ کې د فرش اچولو په موخه پیداکیږي .دا له خالص ربړ څخه جوړیږي کوم چې بیا له کاټن ،فیبر ،اسبستو فیبرونو سره مخلوط کیږي.ددې لپاره چې ربړ له کانکریټو او یاهم لرګیو سره سم ونښلي مناسب سلیښت ددې لپاره کاریږي .ربړ فرشونه هم غږ نه پریدي او په کتابتونو ،دفترونو او داسې نورو ځایونو کې کاریږي.
هغه فکتورونه چې د فرش موادو په غوره کولو اغیز لري.
د فرش مواد د لاندې فکتورونو پراساس غوره کیږي.
• ابتدايي لګښت.
• مداومت .
• سختوالی .
• ښویه والی .
• پاکوالی .
• ښکلا.
• غږ عایق .
• حرارت عایق .
• اور پروړاندې مقاومت .
• لمدبل ضد .
• ساتنه یې.