ژباړه: مجیب الرحمن اېمان
توتن عنخ آمون د لرغوني مصر د فرعون زوی، چې په ۱۸ کلنۍ کې ومړ او بدن یې په تابوت کې اور واخیست. چې په ۱۹۲۲ کال کې د توتن عنخ آمون قبر د (هوبارټ کارټیر) لرغونپوه له خوا کشف شو او ظاهراً دده سره په تابوت کې دوه خنجرونه وو، چې یو له طلا او بیل یې له براق فلز څخه جوړ شوی، چې په ځمکه کې دا فلزا نشته دی. دا هغه فلزاتو ته اشاره ده، چې ۳۳۰۰ کاله مخکي له میلاد څخه مصریانو ورڅخه استفاده کړې ده.
د میلان په پولي تکنیک پوهنتون (Milan Polytechnic, Pisa University) او د مصر په موزیم کې یې د خپل کار د طیف سنجۍ په فلورسانس کې د ایکس له وړانګې (آشعه) څخه استفاده وکړه، چې تر څو د خنجر ترکیب پرته له دې چې کومه صدمه ورته ورسیږي، پيدا کړي. د هغه په تیغ کې کارول شوی فلز ډير یې نیکل، یوه کمه اندازه کبالت، فسفر او نور مواد دي، چې داسې څرګندیږي د هغه خام مواد له بلې سیمې (آسماني ډبرې) څخه راوړل شوي وي. د هغه ترکیب دقیقاً د هغه ځای د نیږدې ځانګړې شهابي ډبرې سره ورته والی لري.
ډینل کوملي (Daniela Comelli) محقق ډیسکاوري مجلې ته وایې : یوازې یوه شهابي ډیره پیداشوې ده، چې د نیکل او کبالت لرونکې ده، چې شونې ده د خنجر له ترکیب سره یو شان وي. او همداشان هغه زیاته کړې ده، چې دې دغې شهابي ډبرې یوه ټوټه په ۲۰۰۰ کال کې د مصر په مرسي مطروح (Marsa Matruh) نومې ښار کې په یوه آهکي جلګه کې چې د سکندریې د بندر ختیځ لوري ۱۵۰ مایل کې موقعیت لري، پیدا شوې ده.
له شهابي ډبرو څخه جوړ شوي شیان احتمالاً د لرغونو مصریانو لپاره ډير ارزښت لرونکي وو، خو دې دغو شیانو جوړول د هغه وخت د بشري تاریخ د پښانو ماهیرانه ژوند ته هم اشاره کوي. البته یوازې دا چاقو د توتن په قبر کې نه دی تر لاسه شوی ، چې د غیرې عادي او کم پيدا موادو څخه جوړ شوی دی. له دې هدیره څخه یو بل هار هم تر لاسه شوی دی، چې شونې ده له سلیسي ښیښې څخه جوړ شوی وي، چې د لیبي صحرا سره د شاهبي ډبرې له ټکر او د هغه د شاوخوا له ذوب کیدو څخه جوړشوی وي.
موږ چې د توتن عتخ آمون په قبر کې نور څه پيدا کړي دي د شاه د ښې سلیقي ښکارندوي کوي. دا خنجر اوس مهال د مصر په موزیم کې عمومي نندارې ته ایښودل شوی دی.
سرچینه: