ژباړه او ټولونه: مصطفی صفا
۱: انسان د خپل ځان په نسبت ترټولو بې رحمه حیوان دی.
۲: هغه څه چې خطرناک دي، پورته ختل نه دي، له پورته ځایه رالوېدل دي.
۳: له هغې ورځې چې بشر نړۍ ته راغلی دی، ډېره کمه خوشالي یې کړې ده، اې وروڼو! زموږ اصلي ګناه همدا ده، خو که کله مو د خوشالۍ کولو لار پیداکړه، د نورو زیانمنول او نورو ته رنځ ورکول به هم له یاده وباسو.
۴: د یوه استاد لپاره ترټولو بد شګون دا دی، چې شاګردان یې تر ابده پورې دده شاګردان پاتې شي.
۵: بشر یو داسې موجود دی، چې باید پر خپل ځان باندې غلبه او واکمني ترلاسه کړي.
۶: تل ترتله آرامي او کراري سستوونکې او غافلوونکې وي، کله ناکله طوفان هم ضرور دی.
۷: یو عمر مې د عقیدې په کسبولو باندې تېر کړ، په پای کې تر بې اعتقادۍ ورسېدم.
۸:بخشش له تمې سره نه جوړېږي، نه بښونکی تمه کار کېږي او نه تمه کار بښونکی کېږي.
۹: روزنه په کورنۍ کې، زده کړه په ټولنه کې او پراخ نظري د یوازیتوب په تفکراتو کې حاصلېږي.
۱۰: ځمکه یو پوستکی لري او دا پوستکی یو شمېر مرضونه لري، چې له دغه مرضونو څخه یو مرض «بشر» نومېږي.
۱۱:موږ یوازې د «خپل ځان» لپاره نړۍ ته نه راځو، زموږ زیږېدنه په هغو کسانو پورې هم اړه لري، چې زموږ له ژوند څخه وروسته راځي.
۱۲: رقابت باید شرافتمندانه او خدای پلوه وي، له دې پرته رقابت په جنایت بدلېږي.
۱۳: ښایست له دې پرته چې د خدای نعمت دی، د شیطان دام هم دی.
۱۴:باید په خوشالیو پسې وګرځو، غمونه هسې هم موږ راپیداکوي.
۱۵:په ظاهر باندې مه تېروزئ، ښایې ترټولو صادق خلک هم جنایت وکړي.
۱۶: د مور او پلار پر وړاندې اولادونه د سترګو نور دي، خو د اولادونو پر وړاندې مور او پلار د سترګو اغزي.
۱۷: کمال یو نسبي شی دی، هغه څه چې زه ورته کمال وایم، ښایي نور ورته عیب او نقص ووايي.
۱۸:په ټولنه کې داخل شه! په ټولنه کې سړی اصلاح او سمون مومي او یوازیتوب سړی فاسدوي.
۱۹:څنګه چې یې، همغسې ووسه!
۲۰:په بشري ټولنو کې چې کوم لوی کارونه ترسره کېږي، اکثره د شهرت غوښتنې پراساس دي.
You also might be interested in
لیکنه: اتل مشواڼی انسانت تل د خواخوږۍ، وروولۍ او همکارۍ[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ د فطر صدقه چې سرسایه[...]
ژباړه: رازمحمد نورزی پکتیاوال اخلاق، کړهوړه، د میړه باید دا[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی