لیکنه : ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
فزیکي فعالیت ته پدې وروستیو کې د جادویي درمل نوم ورکړل شوی دی. فزیکي فعالیت، ورزش او سپورت مو بدن او ذهن پياوړی کوي. د قراني ایتونو او نبوي حدیثونو له مخې الله تعالی قوي دی او په وړاندې یې قوي مومن تر کمزوري مومن ښه دی.
إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (الذاريات: ٥۸). ژباړه: بیشکه چې الله تعالی پخپله روزي ورکوونکی او د مظبوط پیاوړي قوت لرونکی دی. إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ ﴿هود: ٦٦﴾. ژباړه: بېشکه فقط ستا رب پیاوړی او د ماته نه منونکي قوت خاوند دی.
المؤمن القوی خیر و احب الی الله من المؤمن الضعیف (الحدیث). ژباړه: الله تعالی ته پیاوړی مومن تر کمزوري مومن ښه او ګران دی.
فزیکي فعالیت ته ځکه جادویي درمل ویل شوی دی چې ستاسو سره مرسته کوي تر څو: روغتیا تر لاسه کړئ، د ناروغیو مخنیوی وکړئ او ژوند مو ښه کړئ. فزیکي فعالیت لاندې ګټې لري:
د ډېرو ناروغيو مخنيوی کوي: فزیکي فعالیت شحم (غوړي) په بدن کې سوځوي، او د وزن په کنټرول کې مرسته کوي. د فزیکي فعالیت نه کولو په صورت کې، د چاغېدو چانس ډېر دی، خصوصا که غذایي رژیم هم نامناسب وي. فزیکي فعالیت د دویم ډول ډیابت (شکرې)، د زړه ناروغیو، په خوب کې د سابندۍ، استما (نفس تنګۍ) او ځینې سرطانونونو مخنیوی کوي.
رواني روغتيا بهتروي: تمرین د اندورفین په نوم یوه کیمیاوي ماده په بدن کې ازادوي چې د مزاج د ښه والي سبب کېږي او تاسو ته خوښي درکوي.
منظم فزیکي فعالیت ژور خفګان او اضطراب ښه کوي او د تمرکز او ذهني انتظام وړتیا پیاوړې کوي. فزیکي فعالیت په زړښت کې د شناخت د خرابۍ مخه نیسي. دغسې اشخاص د هغو نورو په نسبت له اروایي ګډوډیو سره لږ مخ کېږي، چې فزیکي فعالیت نه کوي.
د بدرنګۍ چاره کوي: فزیکي فعالیت له اشخاصو سره مرسته کوي چې د بدن شکل یې ښکلی پاتې شي، وزن یې برابر وي او ځان باوري پکې پیاوړی شي. د ځان په باب مثبت تصور په عمومي خوښۍ او د ژوند په کیفیت کې مهمه برخه لري. هغه اشخاص چې مثبت ځاني تصویر لري، تر نورو زیات خپل ځان ته درناوی او خوشبیني لري. دوی د انساني اروا پوهنې د موسس ابراهیم ماسلو د تیوري له مخې تر نورو زیات دخپلو هدفونو او ځاني سکون لوړو پوړیو ته رسېږي .
د کمزورۍ مخه نيسي: منظم تمرین د عضلاتو د قوت لپاره ضرور دی چې د ورځینو چارو په ښه، موثر او اسان تر سره کېدو کې مرسته کوي. هغه اشخاص چې فزیکي فعالیت نه کوي، د عضلو، بندونو او هډوکو له رنځونو ځورېږي. همدا راز تمرین د ورځې په اوږدو کې د انرژۍ اندازه زیاتوي او د ستړیا احساس کموي.
د مړينو مخنيوی کوي: د فزیکي فعالیت نه کول د فزیکي، رواني او ټولنیزو ـ اقتصادي سببونو له امله د مخکې له وخته مړینو یو مهم عامل دی. د فزیکي فعالیت نه کول د مزمنو ناروغیو په لرونکو کې د هغو په نسبت د مړینو چانس دوه چنده زیاتوي چې لږ تر لږه په ورځ کې ۳۰ دقیقې تمرین کوي.
د فزيکي فعاليت نه کولو خطرونه
تاسو ته متوجه خطرونه
د زړه او رګونو ناروغۍ، دماغي حمله، د وینې لوړ فشار، سابندي، سست بدن، کمه انرژي، شخ مفصلونه، د هډوکو سوري کېدل، کمزوری اندام، زیات وزن او داسې نور.
ستاسو کورنۍ ته خطر
د کورنیو چارو لپاره د انرژۍ کمښت، خپلو اولادونو او لمسیانو ته د وخت او مینې ورکولولپاره د ځواک نشتوالی او خپلې کورنۍ ته یو کمزوری مثال (role model).
لارښوونې
نرمښت: تاسو د زړه او سږو لپاره د وینې منظم دوران ته اړتیا لرئ چې ستړیا او سابندي ژر احساس نکړئ. له نرمښت سره ستاسو د زړه ضربان قوي کېږي، ساه مو پخېږي او د اوږده او قوي تمرین وس مو زیاتېږي .
ځواک: په فزیکي کار کې د پوره زور لپاره تاسو پیاوړو عضلو ته ضرورت لرئ. که د ولیو، تنې او ورنونو عضلې مو پیاوړې وي، نو د وترونو د شکېدلو او ټپي کېدو مخنیوی کېږي.
تحرکيت او نرمي (انعطاف): د اوږې، ملاتیر او بندونو ښه نرموالی د لیګامنتونو او پلو د شکېدو او د عضلو د کشېدو مخنیوی کوي. همدا رنګه د بندونو د شخوالی او درد څخه مو ساتي.
د فزيکي فعاليت په باب حقيقتونه
فزیکي فعالیت د د امریکا ناروغیو د کنټرول د مرکز (Center for Disease Control) له خوا د یو مهم شاخص په توګه پېژندل شوی او پدې ډول د ښې روغتیا یو مهم لومړیتوب دی. څېړنو ښودلې ده چې څومره مو تمرین منظم او ښه وي، هماغومره مو بدن روغ او فعال پاتې کېږي. د امریکا عمومي جراح وړاندیز کړی دی چې د ښې روغتیا لپاره که د اونۍ هره ورځ نه وي نو په زیاترو ورځو کې باید تر ۳۰ دقیقو د منځني شدت تمرین وکړئ. څېړنو دا هم ښودلې ده چې د منظم فزیکي فعالیت نه کول د لاندې ناروغیو خطر دوه چنده کوي:
د زړه او رګونو ناروغۍ، د پاخه عمر شکرې ناروغي، چاغوالی او د وینې لوړ فشار. پداسې حال کې چې منظم فزیکي فعالیت د دغو ستونزو مخنیوی کوي.
فزیکي فعالیت د کارګرانو د ساتنې د سامانونو لګښتونه هم کموي، د بې ضرورته رسنیو له لیدو هم شخص راګرزوي، پر موټر او نورو وسایلو زموږ تړاو (وابستګي) راکموي، ناست وخت مو راکموي، په ښوونځيو کې د تېښتې کچه کموي، په زینو د ختو د ښه عادت له مخې د لفت خطر او لګښت کموي، په چاپیریال کې د پیاده روۍ پر وخت د زیاتو ښو خلکو سره د اشنا کېدو له مخې مو ټولنیزې اړیکې هم قوي کوي.
تاسو څه کولی شئ؟
فزیکي فعالیت ته پر نه فعالیت ترجیح ورکړئ، تلویزیون غلی کړئ ، موټر مو پارک کې ودروئ، پیاده روي وکړئ، په ورځینو چارو کې مو د لا زیات فزیکي فعالیت فرصتونه ولټوئ، هغو ښوونځیو، پارکونو، میدانونو، د پیاده روۍ لارو جوړولو او ټولنیزو نوښتونو سره مرسته وکړئ چئ فزیکي فعالیت هڅوي.
د فزيکي فعاليت ورځنۍ مناسبه اندازه
د اونۍ هره ورځ يا لږ تر لږه پنځه ورځې: د منځني شدت لرونکي ۳۰ دقیقې فزیکي فعالیت لکه چټکه پیاده روي، بایسکل چلول، د کور یا دفتر پاک کاري، باغواني او نور فعالیتونه چې تنفس او د زړه ضربان مو یو څه چټک کړي.
په اونۍ کې درې ورځې يا زيات: د چټک شدت لرونکي ۲۰ دقیقې فزیکي فعالیت لکه منډې وهل، وزنونه جګول او نور کارونه چې تنفس او د زړه ضربان مو ډېر چټک کړي.
ناکافي فزيکي فعاليت: په اونۍ کې ټول ټال لس دقیقې تمرین او ورسره ورځني کورني کارونه، په موټر کې کار ته تلل، تفریح، چکر او داسې نور.
غير فعال حالت: په اونۍ کې تر لس دقیقو کم فزیکي فعالیت، کورني کارونه، موټر کې تلل، تفریح او داسې نور په غیر فعال حالت کې راځي.
تفريحي فعاليتونه: لکه ګلف، عادي تفریح، عادی منډه، عادي باغواني، پیاده روی او نور چې ستړي مو نکړي، په تفریح شمار دي.
تاسو ته کوم فزيکي فعاليت ښه دی؟
تمرین ته د یو عادي انتخاب او کار په سترګه مه ګورئ، د یوې اړتیا په نظر ورته وګورئ. د تمرین هر ګام مو د ژوند لپاره مهم دی او حساب پرې وکړئ. هڅه وکړئ چې لږ تر لږه په اونۍ کې درې ورځې د منځني څخه تر شدید شدت پورې یو ساعت او یا په اونۍ کې هر ورځ یا پنځه ورځې د منځني شدت تمرین وکړئ. داسې فعالیتونه وکړئ چې عضلې مو پیاوړې کړي، د سا پخولو او قوي کولو تمرینونه سره یو ځای کړئ، چې روغتیا او ښه والی مو تأمین شي.
هر فعالیت چې تاسو خوښوئ، پر تاسو اړه لري.
د ښوونځي زده کوونکي باید تر ښوونځي وروسته ډېر فعال وي، د دوی هر قدم حسابېږي. په ښوونځي کې هم باید تمرین وکړي، له ملګرو سره هم ورزش وکړي، پدې سره به خپل تمرکز زیات کړي، ځاني درنښت او ځان باوري به زیاته کړي، عضلې او هډوکي به یې پیاوړي شي، دماغي روغتیا به یې ښه شي، چست به ښکاري، توازن او وضعیت به یې ښکلی شي، زړه به یې قوي شي، روغه وده او انکشاف به وکړي.
په ژوند کې د فزیکي فعالیت زیاتول هم روغتیا ده، هم ښکلا او هم ساعت تېری !فزیکي فعالیت په ماشومانو او زده کوونکو کې هم دهغو ناروغیو چانس کموي او هغه ګټې لري چې مخکې ذکر شول.
فزيکي فعاليت ته وخت ورکول
زیاتره دا پوښتنه کېږي چې اوس وختونه ډېر بوخت دي او فزیکي فعالیت ته وخت نه پیدا کېږي. دا سمه ده چې وختونه ډېر بوخت دي، خو فزیکي فعالیت تفریح نه بلکې یو ضرورت دی . یو مهم پیغام چې زه غواړم تاسو ته درکړم دا دی چې:
فزیکي فعالیت ته کافي وخت ورکړئ. که اوس وخت ورنکړئ بیا به تر دې زیات وخت د هغو ناروغیو له امله د روغتون په بستر کې تېر کړئ چې د فزیکي فعالیت د نه کولو له امله رامنځ ته کېږي. |