لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د فطر صدقه چې سرسایه هم ورته ویل کېږي هغه معلوم مقدار مال، پیسې یا غله ده چې د ر مضان د میاشتې په اختتام او د کوچني اختر په ورځ د اختر د لمانځه څخه د مخه د خپلو روژو په هکله د خطاګانو د کفارې په مقابل کې بېوزلو خلکو ته ورکول کېږي. همدارنګه که چېرې د دې ورځې د مخه د رمضان په میاشت کې نوموړې صدقه ورکړل شي هم پروا نه لري خو غوره خبره دا ده څو په داسې مهال ادا شي چې د اختر ورځې ته کم وخت پاتې وي. د فطر صدقه په هر نارینه او ښځینه مسلمان که هغه لوی وي، کوچنی وي، آزاد وي او یا غلام وي فرض ګرزولې شوې ده څو دغه صدقه د اختر د لمانځه څخه د مخه ادا کړي. د فطر د صدقې د ورکولو څخه موخه د رمضان د میاشتې د روژې په وړاندې د انسان د هغو خطاګانو کفاره او د اختر په خوښیو کې د بېوزلو، نادارو، غریبو او فقیرو پرګنو را ګډول دي چې څه نه لري او له اقتصادي ستونزو سره لاس په ګرېوان دي.
د فطر د صدقې د فرضیت دلایل
ابن عمر (رض) یو حدیث شریف روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) د فطر صدقه پر مسلمانانو باندې فرض ګرزولې ده چې یوه پیمانه خورما یا یوه پيمانه وربشې په هر آزاد، غلام، نارینه، ښځینه، لوی او کوچني مسلمان شخص باندې فرض ګڼلې شوې ده) متفق علیه. خو ابی سعید (رض) بیا فرمايي: ( موږ به د فطر صدقه ورکوله چې هغه به یوه پيمانه غذا وه، یا به یوه پيمانه وربشې وې، یا به یوه پيمانه خورما وه، یابه یوه پيمانه اوړه وو او یا به د ممیزو یوه پيمانه وه) متفق علیه
ابن عمر (رض) په یوه بل حدیث شریف کې د ځانګړو وربشو پیمانه هم ذکر کړې ده چې په عربي کې (سلت) ورته وایي او داسې وربشې به وې چې له نورو څخه به غوره او د وښو پوست به ترې بېل شوی وو. ابن عباس (رض) فرمایلي دي: ژباړه (چا چې یوه پيمانه د غوره وربشو ورکړه نو صدقه یې منل کېږي، چا چې یوه پيمانه د اوړو ورکړه نو صدقه یې منل کېږي او چا چې یوه پيمانه د ترمیده اوړو ورکړه هم صدقه یې منل کېږي) صحیح ابن خزیمه. د فطر د صدقې په هکله د جمهورو علماوو نظر دا دی چې باید د فطر صدقه د هغې غلې څخه ورکړل شي چې د یوې سیمې پیداوار وي یانې دا چې مسلمانان په هره سیمه کې اوسېږي نو د هغې سیمې د پیداوارو او غلې دانې سره سم یوه پیمانه د فطر صدقه ورکوي. بل دا چې علماوو دا هم ویلي دي چې هغه شرعي صاع یا پیمانه چې مخکې یې یادونه وشوه د نیم چارک یا یوې کیلو سره برابره ده چې هر مسلمان شخص د فطر د صدقې په نیت د یوې کیلو په اندازه غله، مېوه یا د سیمې د پیداوارو هر توکی چې وی غریبو او بېوزلو خلکو ته ورکړي او یا د دې څیز معادلې نغدې روپۍ ورکړي. د ماشومانو، ښځو او داسې نوورو صدقه فطر د کورنۍ د سرپرست په وسیله ادا کېږي. په دې هکله د لا زیاتو تفصیلاتو لپاره اسلامي آثارو مراجعه کولای شي.
د فطر صدقه چاته؟
د فطر د صدقې ورکول د مسکینانو لپاره ځانګړي شوي او هغو آتو اصنافو ته نه ورکول کېږي چې د زکات ورکول ورته روا دي بلکي یوازې هغو بېوزلانو، مسکینانو، فقیرانو او د ناداره طبقې خلکو ته ورکول کېږي چې څه نه لري او د ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس په ګرېوان دي. همدارنګه دغه طبقه خلک نه شی کولای چې د اختر په خوښیو کې د عامو مسلمانانو په څېر ګډون وکړي.
ابن عباس (رض) یو روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: (د فطر صدقه د روژې پاکوالی دی چې د روژتي د خطایاوو له کبله ورته تاوان رسېدلی وي او خواړه دي د مسکینانو لپاره) رواه ابو داود. د همدې حدیث پر بنسټ ډېر اسلامي پوهان په دې نظر دي چې د فطر صدقه د مسکینانو لپاره د طعام حیثیت لري او باید چې په همدې نیت بېوزلو خلکو ته ورکړل شي. خو زموږ د افغاني ټولنې په زیاترو کلیوالي سیمو کې داسې یوه عقیده موجوده ده چې د فطر صدقه باید یوازې هغه ملا امام یا قاري ته د ده د تراوېح لمانځه د امامت په بدل کې ورکړل شي چې د رمضان په میاشت کې یې د تراوېح د لمانځه د امامت دنده سر ته رسولې وي. په داسې حال کې چې د فطر د صدقې یوه برخه که بېوزله امام ته ځانګړې شي دا خو ډېره ښه خبره ده خو د دې فکر سمون په کار دی چې ګواکي د فطر صدقه یوازې د یو امام لپاره او هغه هم د تراوېح د لمانځه په بدل کې ورکول کېږي. غوره خبره دا ده چې د فطر صدقه د هر هغه مسکین، بېوزله او ناداره مومن حق دی چې په نږدې سیمه او ګاونډ کې اوسېږي او که چېرې کلیوال د دې موخې لپاره د تراوېح امام ته کوم بل مدرک (تنخوا) په ګوته کړي او د فطر صدقه نورو بېوزلانو ته ورکړي ښه کار دی. په دې کار سره به یې له یوې خوا د رمضان د میاشتې د عبادت حق په سمه توګه ادا کړی وي او له بلې خوا به یې د دې فکر شتون ته یو سم ځواب موندلی وي چې ګواکي دغه صدقه یوازې د هغه امام حق دی چې کلي ته یې د تراویح د لمانځه د امامت دنده پر مخ وړې ده.
د فطر د صدقې د ادا کولو وخت
د فطر صدقه د اختر د لمانځه د ادا کولو څخه د مخه ورکول کېږی لکه چې ابن عمر (رض) فرمایلي دي: (مخکې لدې چې خلک لمانځه ته ووزي، پیغمبر (ص) به موږ ته د فطر د صدقې د ادا کولو امر وکړ) رواه البخاري. زیات شمېر اسلامي پوهان په دې آند دي چې که چېرې د رمضان په میاشت او د هغه په وروستیو څو شپو کې څوک خپله د فطر صدقه نادارو کسانو ته ورکړي هم صحت لري خو د اختر په تېرېدو سره د فطر صدقه نه ادا کېږی بلکي که یې څوک ادا کړي نو د عامې صدقې حیثیت لري. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…