لیکنه: ډاکټر محب زغم
په دې نامه د استاد اسدالله غضنفر يوه مقاله مې ولوسته. استاد وايي: ((زموږ ليكنې، زموږ ويناوې او زموږ شننې تر ډېره حده له فكري كليشو رغېدلي دي. د كليشې ځانګړنه دا ده، چې په ذهن كې چمتو او تياره وي، بې زحمته رايادېږي او بې له دې چې بيا كتنه ورته وكړو، تكراروويې. خو د واقعي فكر ځانګړنه دا ده چې د ژوند په څېر شېبه په شېبه نورېږي، غوړېږي، مړاوي كېږي او ځاى نويو فكرونو ته وركوي.))
دې مقالې زما پام د فكري كليشو بلې خوا ته واړاوه. كله چې په افغانستان كې پوهنتون جوړ شو؛ نو استادان مجبور شول، چې درسي مواد ورته برابر كړي. څنګه چې زموږ اكثرو استادانو له اروپايي ژبو سره نه و اشنا؛ نو دا يې ښه وگڼله، چې له عربي ژبې كار واخلي. د طب په پوهنځيو كې تر اوسه هم د هماغو ژباړل شويو كتابونو پاڼې اوړي رااوړي. دې كار محصلانو ته سخت زيان رسولى دى، ځينې مضمونه يې ورته دومره ګران كړي دي، چې دوى درسونه توتيوار حافظې ته سپاري او تر ډېره حده پر مانا يې نه پوهېږي.
اناټومي د طب په اول صنف كې تدريسېږي. دا د بدن ټول ساختمانونه تشرېح كوي، هر هډوكى، هره عضله او هر داخلي غړى په ډېرو جزياتو سره بيانوي. مثلاً د يوه هډوكي په يوه برخه كې يو ډېر كوچنى سورى دى، يا يوه وړه كرښه ده، دا هر څه خپل نومونه لري. نومونه په لاتين دي او ژباړه يې عربي. افغان محصل ته، چې نه په لاتين پوهېږي نه په عربي، ډېره ګرانه ده، چې دا بې مانا نومونه زده كړي. مثلاً سوري ته په لاتين كې foramen وايي استادانو ورسره ((ثقبه)) ليكې ده. يو استاد هم پيدا نه شو، چې د دې ثقبې پر ځاى ((سورى)) وليكي، ((اوعيه)) په ((رګ)) بدل كړي او ((علوي)) په ((پورتني)) واړوي.
نژدې شل كاله پخوا (۱۳۶۸) په فروشګاه هوټل كې زما د يوه انډيوال د خور واده و. د نكاح مراسمو ته ورغلو. ملا شاهدان وروغښتل. پارسيوان ملايان له شاهدانو څخه داسې پوښتنې كوي:
_ از كجا امدي؟ (له كوم ځايه راغلى يې؟)
شاهد بايد ووايي: از شهر عدالت. (دعدالت له ښاره)
_ چي اوردي؟ (څه دې راوړي دي؟)
شاهد فوراً وايي: حكم وكالت. (د وكالت حكم)
_ بالاى كې؟ (پر چا باندې؟)
_ بالاى احمد. (پر احمد باندې)
بيا نو ملا ورته وايي چې شهادت دې بيان كړه. شاهدان په خپل وار سره دغه خبرې كوي: ((اشهد و شاهدي ميدهم از براى خدا، نه از براى ريا، شنيدم از زبان (بي بي …) كه وكيل شرعي مهر و نفس خود (فلاني) را تعين كرده است، تا به نكاح صحيح شرعي به جوان حاضر و اماده بدهد))
يو شاهد همدا زما ملګرى و. دى په كوم شي پسې لاندې تللى و. څوك ورپسې ورغلل، دى يې راوست. ملا له دود سره سم ځنې وپوښتل: از كجا امدي؟
هغه وارخطا وويل: از پايان. (له لاندې څخه)
زموږ اكثر نالوستي خلك د دغو خبرو پر مانا نه پوهېږي. دوى دغه خبرې د توتيانو په څېر زده كوي او تكراروي يې. كله كله داسې ټوكه هم وشي، چې كلمې سره وروسته وړاندې ووايي. مثلاً وايي: ((اشهد و شاهدي ميدهم از براى ريا، نه از براى خدا))
زموږ پر قضايي چارو هم عربي اصطلاحات مسلط دي. زموږ ملايان او قاضيان ځكه دغه چارې سختې كړې دي، چې كه اسانې شي او د خلكو په ژبه شي، بيا هر څوك پرې پوهېږي او د دوى اهميت ورباندې كمېږي. ګومان كوم ډاكترانو ته به هم دا دود له ملايانو په ميراث پاتې وي. ځكه خو دوى د كولمې پر ويلو شرمېږي او د هغې پر ځاى ((امعا)) كاروي.
استاد غضنفر په يوه بله مقاله كې وايي: ((موږ په پېړيو پېړيو، تر ډېره حده، علم د علم لپاره زده كړى دى؛ خو اروپايانو علم ته د داسې شي په سترګه وكتل چې په ژوند كې بايد پكار راشي؛ نو ترقي يې وكړه.))
د استاد دغه خبره هم د طب پر كتابونو صدق كوي. ايا په دومره شد ومد د اناټومي زده كول به د هر ډاكتر په درد ولګېږي؟ موږ چې د طب په څلورم صنف كې داخله مضمون لوست، پوښتنه مو وكړه: استاده! له دومره مشرح اناټومي څخه په عمل كې څه استفاده هم كېږي كه نه؟
هغه وويل: نه بابا همدومره پوه شئ چې دا منديلا ده دا مكزيلا.
پاسنۍ ژامې ته په لاتين كې مكزيلا او لاندنۍ ته يې منديبولا وايي. د داخله استاد په حافظه كې ان د دغو غټو ساختمانانو نومونه هم نه وو پاتې؛ ځكه خو منديبولا يې منديلا كړه. فكر كوم چې ان د جراحانو لپاره هم دومره مشرح اناټومي په درد نه لګېږي.
د طب يو بل مضمون، چې د محصلانو زړونه يې ورخوړين كړي دي، پتالوژي ده. په يوه سمستر كې عمومي او په بل كې خصوصي پتالوژي لوستل كېږي. دا د ټولو مرضونو په باب معلومات دي. خصوصي پتالوژي د هرې ناروغۍ ميكروسكوپيك تغييرات بيانوي. دغه ميكروسكوپيك تغييرات په پرمخ تللو لابراتوارونو كې ليدل كېداى شي، چې دا بيا ځان ته جلا مسلك دى؛ خو نورو ډاكترانو ته په عملي چارو كې د ستنې په اندازه هم ګټه نه رسوي. دغه مضمون نو ماشاالله يو داسې پوهاند استاد راتدريساوه، چې د اخلاقو نمونه و. يوه ورځ يې د لكچر په ترڅ كې يوه هلك ته پام شو، چې موسك دى. ده د هندي فلمونو د بدمعاشانو غوندې، چې د فلم هلك يې راګير كړى وي، يوه شېبه په زوره وخندل، بيا يې وويل: ((كه په امتحان كې مې دغه خنداوې په ژړاوو بدلې نه كړې، بيا راته استاد مه وايئ))
د طب استادان هېڅ كله پر دې فكر نه دى كړى، چې خپل محصل ته دغه چل وروښيي، چې له كوما مريض سره څه ډول چلند وكړي؟ هغه مريض ته چې په شاك كې دى، بايد كوم ډول معاينې وليكو؟
ګومان كوم، چې د نورو پوهنځيو محصلان به هم ورته ستونزې ولري. كېداى شي په هر پوهنځي كې ډېر غير ضروري شيان تدريس شي؛ خو هغه څه، چې په عملي ژوند كې په درد لګېږي، له پامه غورځول شوي دي.
۱۳۸۸،۰۷،۲۴
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.