لیکنه: پوهیالی سېد اصغر هاشمي
په انسان کې سر په سر کې مغز او په مغز کې فکر کول دی چې انسان ته یې په نورو ژوندیو توکو انفرادیت ورکړی دی. او دغه د فکر کولو ځانګړی منفرد خصوصیات دی چې انسان ته یې فوقیت ورکړی .
ځینې خلک د مغز د پیاوړتيا لپاره خپل فکر کول صیقل کوي او پرمختګ منځ ته راوړي.
د فکر کولو سره دوستي پکار ده او همدغه فکر دی چې انسان پرې ډېر لوړ لوړ کارونه سر ته رسولای شي.
زموږ سره د فکر دښمني نشته، موږ له فکر سره دښمني کوو او سمه استفاده ترې نه کوو.
همدا یو فکر دی، که وروزل شي خدمت کوي او که تربیه نه شي خیانت کوي. هلته چې خدمت یې شوی دی خدمت کوي، دلته چې خدمت یې نه دی شوی خیانت کوي، هلته نوې څېړنې او تحقیقات کوي او دلته خزان وهلی، بې کاره او بې تربیته دی.
فکر دومره شوم نه دی چې هلته له خلکو سره یو ډول رویه وکړي او دلته بل ډول. هلته هر څه نوي کړي او ډېرو شیانوته ښکلا ورکړي او دلته هر څه زاړه کړي.
فکر هر چا ته خپله برخه ورکوي، خو دغه مزد په زحمتونو لاس ته راځي او هغه خلک د دې مزد مستحقین دي چې پوهه لاس ته راوړي. ناپوه چې شپه او ورځ بې ځایه تېروي هېڅکله د فکر نه د مزد اخیستلو مستحقین ورته نشو ویلای.
موږ وږي، تږي، بېچاره، مسکینان او غریبان یو، هېڅ نه لرو، په مقابل کې نوره نړۍ هر څه لري خو فکر هم زموږ پر ځای له هغوی سره مرسته کوي، نه پوهېږم چې دا د فکر بې انصافي ده او که زمونږه ناپوهي او د هغوی پوهه ده.
هو! فکر زموږ سره بې انصافي نه کوي، موږ د فکر سره بې انصافي کوو او له دغه قیمتي څېز نه سمه ګټه نه اخلو.
فکر پوهېږي او له پوهانو سره ښه کوي او ناپوهان یې چې په قدر نه پوهېږي نو هماغه دی چې فکر ترې مرور دی.
فکر د هغو خلکو سره مرسته کوي چې فکر ته خدمت کوي او د هر ناپوه دې د فکر نه د خدمت غوښتنه نه کوي.
هو!که فکر ته مو کار وکړ له تاسو سره به مرسته وکړي.