ژباړن: مسعود احمدی
فکر کول دوه ډېر مهم حالتونه لري: لومړی متمرکز حالت (Focused Mode) او دویم غیر مترکز حالت (Defuse Mode) نومېږي.
په یویشتمه پیړۍ که عصب پوهانو د فکر کړلو د دو حالاتو په اړه ډیر ژور پرمختګ تر سره کړی دی، دغه دوه حالتونه عبارت دی د متمرکز او غیر متمرکز حالت نه، مونږ تل د دغه دوه حالتونو نه په یو کې قرار لرو او دا بدلون د یوه حالت نه بل ته د ورځې دننه په کراتو د تغیر په حال کې وي، ځکه چی مونږ نشو کړلای په یو وخت کی په دواړو حالاتو کی قرار ولرو. د دغو دوو حالتونو باندی ځان پوه کول خورا ډیر د ارزښت وړ او زموږ په ورځني مسلکي ژوند کې ژور بدلون راوستی شي.
د فکر متمرکز حالت د ریاضي او ساینس د زده کړې لپاره خورا ډیر د اهمیت وړ دی. دا یوه نیغه تګلاره ده چې د ستونزو د حل لپاره د پرلپسې منطقي او څیړنیز تګلارو ځخه ګټه اخلي. متمرکز حالت د دماغ د تمرکز د حالت سره چې په ټنډه کې موقعیت لري تړاو لري. یو شی ته خپله پاملرنه واړوه نو متمرکز حالت به فعال وي.
د فکر غیر متمرکز حالت د ریاضي او ساینس د زده کړې لپاره هم ډیر د اهمیت وړ دی. غیر متمرکز حالت تل د پردې شاته په ډیره ارامه توګه په هغه څه کار کوي چې تاسو د هغه په هکله په فعاله توګه فکر نه کوئ. دا حالت مونږ ته اجازه را کوي چی په ناڅاپي ډول یوه روښنایي د هغه څه په هکله چې مونږ ورسره لاس او ګریوان یو او د حل لار ېې لټوو پیدا کړو او موږ ته د دې اجازه راکوي چی یو غط لید لوری او یا تصویر د مشکلاتو د حل لپاره ولرو.
غیر متمرکز حالت هغه دی چی ته کله استراحت کوې او یا په ځانګړي ډول د یو ه څه شي په اړه فکر نه کوې او خپل دماغ یا فکر ته د دې اجازه ورکړې چی په خپله ارادې سره هر لوري ته حرکت وکړې. دغه ارامي د دماغ مختلفو برخو ته اجازه ورکوي چی په کار کولو پیل وکړي او د حل ډیرې ارزښتناکې لارې پیدا کړي.
د تمرکز حالت په خلاف، غیر تمرکز حالت ډیر کم د دماغ د یوې برخې سره په تماس کې وي. داسی فکر وکړۍ چی ستاسو دماغ په پوره ډول سره د تیت او پرک په حالت کی دی. د غیر متمرکز حالت حل لاری معمولأ د هغو ابتدایی فکرونو څخه را منڅ ته کیږي چې د متمرکز به حالت کی کار پرې شوی وي. غیر متمرکز حالت ته باید خټه ولري چې تر څو وکړای شي خښتې ترې جوړې کړي.
لنډه دا چی دغه دوه حالتونو باندې ځان پوهول زمونږ سره په ورځني ژوند کې ډیره مرسته کوي. د اهمیت له پلوه دواړه حالتونه ډیر مهم او اړین او هر یو یی په خپل وار سره ستا سو سره د ژوند په مختلفو لارو چارو کی مرسته کوي.
ډیر ځلې داسې شوي چې کله یو د حل لاره لټووو او ډیر په دقت فکر پرې کوو، هیڅ څه مو ذهن ته نه راځي خو کله چی په یوه بل کار مصروف وو په ځانګړي ډول د غیر متمرکز حالت کې نو بیا ډیرې ښې د حل لارې پیدا کیږي. په یو شي باندې په پرلپسې ډول په ډیر ځواک سره فکر کړل پخپله د مشکل یوه برخه ګرڅی. مثلا کومه د حل لاره چی مو په ګوته کړې وي هغه د دې سبب ګرځي چی مونږ د نورو لارو لټولو څخه منع کړي. نو په داسې حالت کې غیر متمرکز حالت ډیرد اهمیت وړ دی او مونږ باید هغه څه چې په ذهن کې لرو له یاده وباسو او بیا غیر متمرکز حالت ته د مداخلې زمینه برابره کړو تر څو د پردې شاته کار وکړي.
مونږ ټول داسې حالتونو سره مخ شوي یو چې کله د کور په لور په حرکت کې وو او یا په کور یا بل ځای کې استراحت کوو نو ښې مفکورې مو ذهن ته راشي پرته له دې چی په هغه مونږ د فکر په حالت کی وو. دغه حالت د هغه څه وړاندوینه کوي چې زموږ دماغ د پردې تر شا د غیر متمرکز حالت په ترڅ کې په کار بوخت وي.
په اخیر کی یو وړوکی مثال د دغه دوه حالتونو باندی د ځان پوه کولو لپار وړاندې کوم . د تمرکز حالت مثال هغه لاسي څراغ ته ورته دی چی د ړنا ساحه یی ډیر محدوده خو رڼا یې ډیره قوي وي چی حتی ډیر واړه څیزونه هم مونږ کولای شو په هغه محدوده ړنا شوی ساحه کې وګورو. او د غیر متمرکز حالت مثال هغه څراغ ته ورته دی چی د ړنا ساحه یی ډیره پیراخه خو ړنایی یو څه ضعیفه وي، پدی معنی چی زموږ د لید ساحه پراخه خو روښنایي یې کمه وي. د تمرکز حالت کی مونږ یو ټکی وینو خو په غیر متمرکز حالت کی مونږ ډیر څه وینو.
ماخذ: A Mind For Numbers