• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د فکر کولو مهارت / دوهمه برخه

Home لومړيتوبد فکر کولو مهارت / دوهمه برخه
د فکر کولو مهارت / دوهمه برخه

د فکر کولو مهارت / دوهمه برخه

ليکنه: ذکريا رحيمي

فکر او کړنه

منطقي فکر :

هغه فکر چې د علم او پوهې په اساس وي؛ منطقي فکر ويل کېږي. په علمی حقایقو پوهیدل او له دې لاری یو څه ثابتولو ته منطقي فکر وايې.

د مغز د چپ اړخ فکر :

دکلیفورنیا پوهنتون یو پروفیسر دا پیدا کړه چې د ذهن دهرې برخې عملکرد توپیر لري. منطقي فکر دذهن دچپ اړخ د فکر کولو یوه حصه ده.

هغه په دې وپوهید چې د ذهن چپ اړخ :

  1. د وجود د ښی اړخ کنټرول کوي
  2. د ښي اړخ د لید کنټرول کوي
  3. مغز ته د داخليدونکو مالوماتو تر تیب کوي
  4. د منطقي او څېړنېز فکر مرکز دی
  5. اهداف تعینوي او د اهدافو لپاره پلان جوړوي
  6. د یادښت، او احضار ژبه ترتیب کوي

اداره کوونکې فکر:

د اداره کولو لپاره فکر د مالوماتو د لټون د غلطۍ پیداکولو، د مالوماتو څیړلو، راغونډولو او تحقیق کولو لپاره هم زمونږ د مغز چپ اړخ کاروي. مغز دا فکر کوي چې ستونزه څه ده؟ څه شوي او دستونزې وجه پیدا کوي. مالومات پیدا کوي او څیړي او ځان پرې پوهوي چې د دې کار تر سره کولو لپاره د چپ اړخ مغز نوي مالومات لټوي چې په دې سره زمونږ علم او پوهه کې توسعه پیدا کېږي. د ادارې لپاره د چپ اړخ مغز لاندې ۵ مراحل طی کوي:

  1. یو ځانګړی هدف یا د حل لاره
  2. سیستماتیک پلان
  3. د مالوماتو کارول
  4. علت او دلیل
  5. د نتیجی لپاره هڅه

اهداف:

په منطقي فکر کې اولنی ګام ځانګړی هدف لرل دي چې حافظه پکې خاص اهمیت لري. داسې اهداف چې لاس ته راوړل کېدای شی، حقیقی وي، او اندازه کېدونکي وي.

د بېلګې په ډول: د یو شرکت هدف ۳۰ ټنه تولید لپاره؛ پلان، د وسایلو کارونه، د کړنو اداره د پیل له یوي خاصې نقطې تر سلسلې او تر نتیجې پورې یو هدف دی چې د مغز چپ اړخ يې د منطقي فکر په ذریعه کنټرول کوي.

سیستماتیک پلان:

کله چې په دې وپوهیږو (هدف مو څه دی)؛ هدف ته د رسیدو لپاره دويم ګام سیستماتیک پلان دی. سیستماتیک پلان مونږ ته وايي چې هدف ته څنګه ورسیږو. د رسیدو لپاره تګلاره، مراحل او سیستم پیدا کوونکی دی. سیستماتیک پلان لکه د کمپیوټر د پروګرام په څیر دی؛ لکه یو پروګرام کې فارمول لیکل او د نتیجی اخیستلو په څیر دی.

د مالوماتو کارول:

د چپ اړخ مغز د سیستم د مراحلو د نښلولو لپاره هم کاریږي. د مراحلو لپاره مونږ اړوند مالوماتو ته ضرورت لرو. اړوند مالومات لرل کلیدي اهمیت لري.

د چپ اړخ مغز مالومات پیدا کوي، د یو ګروپ شکل ورکوي، بیا ګروپونه متحد کوي او د مالوماتو په غټ انځور يې بدلوي چې دې اړیکو ته مراحل وايي.

منظم فکر حساس، څېړنېز او سیستماتیک وي

  1. ښی اړخ مغز د تصوري فکر دنده مخ ته وړي
  2. د چپ اړخ مغز د منطقي فکر کولو دنده پر مخ وړي

د منطقي فکر اساس اړوند مالومات دي چې کله کله دا مالومات بدلیدونکي، د اعتماد وړ او ریښتونی نه وي.

د ښی اړخ مغز:

  • د بدن چپ اړخ کنټرول کوي
  • د چپ اړخ لید کنټرول کوي
  • فاصله درک کوي
  • د تصوري مهارت مرکز دی
  • د تصور کولو مسؤول دی
  • د میتافور یا مقایسې او د سمبولونو فارمول کولو مسؤول دی

اختراع کوونکې فکر:

د نوي فکر توسعې ته اختراع کوونکی فکر وايي.

کله چې یو پیژندل شوی فکر یوې ستونزې ته ځواب ونه وايي؛ د ستونزې د حل لپاره هر کس خپل فکري وړاندېز کوي. دې وړاندېز ته دفکر تخلیق یا اختراع کوونکی فکر ويل کېږي. د دې وړاندېز لپاره انسان خپل د ښي اړخ مغز کاروي.

د ښه مخترع کېدو لپاره علمي څېړنې او نظرونه

د ماشوم په څیر فکر کول:

له کم‌عمرۍ وروسته انسان دخاصو شرایطو لاندې د یو هدف لپاره فکر کوي خو د ماشوم فکر بې اختیاره تر ډیر لرې کنجکاوي کوي. د ماشوم په څیر فکر کولو لپاره بایدمونږ ځان داسې کړو چې مونږهمدا اوس همدلته په حال کې یو او د هغوسوالونو په اړه بیا فکر وکړو چې ځواب شوي وي.

لکه: ولې پاڼی شنی دې؟ خلک له کومه راځي؟ ولی باید خوب وکړو؟ چې مړه شو چېرته ځو ؟ ولی باید کار وکړو؟

کنجکاوي:

زړو ستونزو ته نوي ځوابونه پیدا کول او په نوي نظر بیا ځلې کتل. سیګ منډ فرويډ وايي چې دا عادت هم په کم عمره ماشومانو کې ډیر دی.

د معاصر ساینس پلار البرټ انشټین وايې: د مخترع کېدو لار د هر څه په اړه داسې فکر کول چې بل چا نه وي کړی؛ ده.

[review]

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د ځان بدلولو مهارت
Make things happen, concept words draw on blackboard.

د ځان بدلولو مهارت

May 9, 2015

ليکنه: ذکريا رحيمي په دې لیکنه کې پر هغه مهارت[...]

د فکر کولو مهارت  / لومړۍ برخه

د فکر کولو مهارت / لومړۍ برخه

Jun 2, 2015

ليکنه: ذکريا رحيمي ځنې خلک دفکر کولو او له فکر[...]

Zakria Rahimi ذکريا رحيمي

د لیکوالۍ فن

Jun 13, 2015

ليکنه: ذکريا رحيمي کله کله لیکوال داسې څه ولیکي چې[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d