ليکنه: ذکريا رحيمي
ځنې خلک دفکر کولو او له فکر نه د کار اخیستلو په طریقه کار کوي او وخت پرې ضایع کوي خو ځنې بیا باور لري چې دا یو قدرتی یا الهي تحفه ده خو څېړنې بیا بل څه وایي: د هر انسان دماغ یو ډیر لوي قدرت لري چې کارول يې یو مهارت دی .
دانسان دماغ د ټول بدن په پرتله ۵% انرژي اخلي؛ باقي ۹۵% په نور بدن تقسیمیږي چې تقریبا ۲۰ واټه اندازه بریښنا ترې جوړیدی شي. مغز تقریبا ۱۰۰ بیلیونه حجرات لري او هره یوه حجره بیا له زرګونو نورو حجرو سره وصل کېږي چې تقریبا سل زره میلیونه نښتې لري.
نورمان وايي: که چېرته ټول کاینات چې میلیونونه کهکشانونه لري؛ مطالعه کړو نو کېدای شي د مغز مطالعه ترې ډیره په زړه پورې اوحیرانونکې وي.
د انسان ذهن دری پونډ وزن ۱۲ ټریلیونه عصبی سلولونه او تقریبا ۳۰ بیلیونه ډوله مالومات په هره ثانیه کې پروسس کولی شي.
تر اوسه لا څوک په دې نه دي توانیدلي چې دانساني مغز دا پټ قدرت ٪۱۰۰ وکاروي. وروستی انسان چې انشټاین البرتو وو؛ داسې فکر کېږي چې په سلو کې۲۰ ذهن يې کارولی وو.
نو له دې داسې ښکاري، هغه باور چې خلک وايې مونږ روښانه، هوښیار يا زیرک پیدا شوي یو یا هم کمعقل؛ غلط فکر دی. هر انسان دا قدرت لري خو د دې کارول یو مهارت لري چې همدا د دې لیکنی موضوع ده.
څرنګه کولای شو خپل ذهن وکاروو؟
د څه په اړه چې ذهن کاروو ددې په اړه د اساسی حقایقو دستور، مسلکې پوهه او کومه پیښه چې کېږي؛ ورسره د حساس اوسیدو ادامه، د ستونزو حل، د فیصلې اخیستلو یا کولو او دقضاوت مهارت لرل یا زده کول، ټولنیز مهارت یا احساساتی ځواک، محرک، هڅانده یا انګیزه لرونکې کوښښ، هغه مهارت یا توانايي چې دستونزی یا سوال مطابق ځواب وايي یا پیدا کوي، اختراع، د ذهن تیزي یا تیزه کارونه، له زدکړې وروسته د زدکړې کارونه او په دې کې توسعه یا زیاتونه… دا ټول هغه څه دي چې کولای شي مونږ په دې قادر کړي چې د وجود له یو حیرانوونکې ارګان چې مغز نومیږي؛ کار واخلو او له دې څخه پیدا شوی فکر وکاروو.
مونږ ټول کولی شو خپل ذهن وکاروو خو ځنې کسان په بدلون کې تیزوالی نلري (دبدلون سرعت يې کم وي). څیړنې ښيي چې خلک له ۵ تر ۱۰% پورې خپل ذهن او فکر په کار کې کاروي. او له کار نه بهر خلک ۹۰ تر ۹۵ % له خپل ذهن نه کار اخلي.
څه شی د ذهن کارونې مخه نيسي؟
- شک او ويره داسې څه دې چې زمون ټوله ذهني توانايي له منځه وړي.
د شک یا ويرې په اړه یو مثال وایم:
که تاسې د کار لپاره دفتر ته روان شئ او په لاره کې مو ذهن ته راشي چې ګاز مو خلاص پریښی یا مو برق کې څه نښتي پریښي؛ آيا په دفتر کې په ارام سره کار کولی شئ؟ که به ټوله ورځ د کور د سوزیدو فکر کوئ؟ شک او ويره همداسې بلا ده چې د انسان ذهن له کار کولو غورځوي.
- غلطي او یا ناکامي دې ته پریښودل چې زمونږ ذهن ته دا ووايي چې مونږ د هیڅ د کړنې توانايي نلرو.
- د تیر وخت بدې پیښې ذهن ته راوړل
- ځانګړی پلان یا هدف نلرل
- عادتا فکر کول، د فکر حد ټاکل یا يې په کلتوري رواجونو پورې محدودول
منفي او مثبت فکر څه ته وايي؟ په لاندې مثال کې د دواړو تعریف وګورئ:
که چېرته د یو فوټبال زدهکوونکی وپوښتي چې د نړی نامتو فوټبالر په څیر لوبه کولای شې؟ د منفي فکر لرونکي کس ځواب ښايي داسې وي: نه او امکان نلري. د مثبت فکر لرونکي کس ځواب: لا تر اوسه نه یم توانیدلی ).خواري کوم (مطلب دا چې هیڅ نا ممکنه نه دي).
ذهن بریا غواړي:
تر ۲۰ مې پیړۍ خلکو داسې فکر کاوه چې ذهن کارونه یوه غلطي ده. دوی ویل چې مونږ يې د یو کار لپاره کاروو که چېرته ښه نتیجه يې ورکړه خو ډیر ښه، کنه معکوسا هیڅ. د کېسی اختتام …خو وروسته خلک په دې وپوهیدل چې د انسان ذهن بریا غواړي نه غلطي یا ناکامي او د ناکامۍ یا غلطۍ وجه هدف ته درسیدلو لپاره د غلط مسیرانتخاب دی.
فکر باید مثبت وي نه منفي. فکر باید په کار متمرکز وي ځانګړې کړنلاره ولري نه د کار لپاره تشويش.
دانسان ذهن په هغه څه چې پوهیږي؛ څیړي او هغه څه مني چې انسان يې وغواړي.
څېړنې دا ښيي چې مثبت او منفي تشويش توپیر نلري، صرف تمرکز پر بدل ځای وي. دوی داسې مثال ورکوي: د دوه لوبغاړو تر منځ یوه هفته وروسته لوبه وه یو لوبغاړي په دې تشويش خپل فکر مشغول کړی وو چې څه او څرنګه به کېږي؟ بل لوبغاړی هم همداسې خو تمرکز يې دا وو چې که داسې وشی باید زه داسې وکړم (تمرکز يې ستونزی ته پر حل باندې وو).
د فکر نه کار اخیستلو لپاره باید د ځان په اړه مثبت انځور په ذهن کې ولرو.
[review]