د امریکایی لیکوال ډاکټر ډاوېډ شوارټز لیکل شوی کتاب دی چې په لومړي ځل په ۱۹۵۹ کې چاپ شوی چې تر ۴ ملیونو ټوکو پورې په نړۍ کې پلورل شوی او همدا شان د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی.
د کتاب موضوع بریالیتوب ته د انسان هڅول دي، لیکوال د کتاب توکي د ارواه پوهنې او فلسفې په بنسټ د نورو پوهانو د فکرونو په بنسټ را غونډ کړي چې په دې اند دي چې بریالیتوب د هر شخص د خپلو افکارو زېږنده ده. همدا شخص دی چې کولای شي ځان بریالی او یا د ناکامیو په ګرداب کې ډوب کړي.
یا لیکلي چې هیڅ شي تاسې نشي بندولای بلکې یوازې ستاسې فکر، هیڅ شی تاسې نشي ګرځولای بلکې یوازې ستاسې ډار، هېڅ شی تاسې نشي مجبورولای بلکې یوازې ستاسې باورونه.
یا لیکلي چې هیڅ شي تاسې نشي بندولای بلکې یوازې ستاسې فکر، هیڅ شی تاسې نشي ګرځولای بلکې یوازې ستاسې ډار، هېڅ شی تاسې نشي مجبورولای بلکې یوازې ستاسې باورونه.
دا کتاب فکر کړم تر اوسه په پښتو ژبه نه دی ژباړل شوی، که ژباړل شوی وي هیله ده چې لومړيتوب ته یې د ژباړن په اړه مالومات راکړئ.