ژباړه: عطا محمد میاخېل
پوره نوم یې فیثاغورث دی، د نړۍ دې ستر ریاضي پوه او فیلسوف ۵۸۲ کاله مخکې له میلاد څخه د لرغوني یونان د ساموس په ټاپو کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار یې د تیروس یو سوداګر و، چې نننی تیروس په ترکیه کې دی . هغه یې له کوچنیوالي د علم د زده کړې له پاره وګماره. د هغه وخت مشهور فیلسوفان لکه فیرکیدس او اناکسیماندر یې استادان وو.
فیثاغورث په ځوانۍ کې ډېر سفرونه وکړل او د خپل عمر ۲۲ کاله یې په سفرونو تېر کړل . هغه مصر، بابل او ایران ته سفرونه وکړل او په دې سفرونو کې یې ډېر څه زده کړل . ویل شوي، چې فیثاغورث په ایران کې د مغان علم زده کړ . دغه راز ویل شوي، چې د یونان پاچا پولوکراتوس د مصر فرعون آمازیس څخه غوښتنه وکړه، ترڅو هغه د خپل علم په رمزونو پوه کړي، فیثاغورث وتوانېده، چې د مصري کاهنانو په رمزونو پوه شي . هغه ډېره موده په مصر کې د علم په زده کړه بوخت شو او له دې وروسته بابل ته لاړه او هلته یې هم زده کړې پیل کړې او په ۵۳۰ ق م کال کې بېرته یونان ته را وګرځېده.
فیثاغورث په خپل اصلي ټاټوبي ( یونان ) کې یوه مدرسه جوړه کې، چې په هغې مدرسه کې یې د ریاضیاتو، فزیک، اخلاقو او سیاست تدریس پیل کړ، دا چې په یاده مدرسه کې سیاسي غونډې جوړېدې، په پای کې دې ته اړ شو، چې خپل ټاټوبی پرېږدي، کراتون ته لاړ شي او هلته مېشت شي . هغه په ۵۳۰ ق م کال په کراتون کې یوه بله مدرسه جوړه کړه، چې وروسته نورې څانګې یې د ایټالیا په سویلي ښارونو کې هم تاسیس شوې . د کراتون په مدرسه کې هم له سیاسته لرې پاتې نه شو. فیثاغورث او لارویانو یې په حاکم سیاست باندې ډېر مهم اغېز درلوده، مګر سره له دې هم د مخالفت له سترو موانعو سره مخامخ و .
د فیثاغورث ریاضي، فلسفي او مذهي نظریې له یو بل سره نغښتې وې او پرته له شکه هغه د نړۍ د ریاضي او فلسفې له سترو بنسټ ایښودونکو څخه دی . د فیثاغورث په باور فلسفه د روح د تصفیې او روڼتیا سبب ګرځي او روح له خدای (ج) سره اړیکه لري . هغه په قانون او له ټولنیز نظام څخه په پیروي باندې ژور باور درلوده او شمېرې ( اعداد ) یې سپېڅلي ګڼل. د نوموړي په باور هرڅه یوه شمېره ( عدد ) وو او هغه هره شمېره د یوه څیز نښه ( سمبول ) ګاڼه .
هغه مهال په ریاضیاتو کې هیچا روښانه نظر نه درلوده او دا چې د ریاضیاتو بنسټ په استدلال ایښودل شوی دی، نو د هغه په وخت کې ناپېژاندی وو . په رښتیا چې د استدلال له پاره یو بشپړ او جامع تعریف په لاس کې نه و . فیثاغورث ریاضیاتو ته استدلال ور داخل کړ، چې دا د هغه وخت تر ټولو مهمو کشفیاتو له ډلې څخه شمېرل کېږي .
فیثاغورث له موسیقۍ سره ډېره زیاته مینه لرله او دغه راز په موسیقۍ کې یې ډېر زیات استعداد درلوده. هغه د ریاضیاتو همغږي، چې د نننۍ لوېدیځې موسیقۍ بنسټ تشکیلوي کشف کړ . د فیثاغورث د فلسفې بنسټ د شمېرو د رازونو په زده کړه ایښودل شوی دی . د فیثاغورثیانو په باور شمېره د هستۍ بنسټ تشکیلوي او شمېرې په طبیعت کې د همغږۍ او نظم سبب ګرځي .
فیثاغورث په دې باور و، چې د نړۍ طبیعت د ریاضي له قوانینو څخه پیروي کوي او نوموړي له دې قوانینو څخه په موسیقۍ کې ګټه واخیستله .
فیثاغورث په ستور پېژندنه کې هم د ریاضي نظم لیده، هغه په دې باور و، چې د لمر شاوخوا د راګرځېدونکو سیارو وخت د موسیقۍ د همغږو تارونو له اوږدوالي سره برابر دی . هغه داسې فکر کاوه، چې د سیارو خوځښت (حرکت) د موسیقۍ د غږنو د پیدایښت سبب کېږي، چې فیثاغورث یې د سیارو همغږي ګڼي . د سیاره اي موسیقۍ فکر ډېر وخت دوام ونه موند، مګر فیثاغورث دا ومونده، چې د سهار او ماښام ستوری یو جسم دی، چې دا ستوری د یونانیانو په منځ کې د افرودیت او د رومیانو په منځ کې د ونوس په نوم مشهور و.
سره له دې چې فیثاغورث د هغو کارونو له امله، چې په هندسه کې یې ترسره کړي مشهور دی . هغه د فیثاغورث قضیې بنسټ هم کېښود او ډېر نور مفاهیم لکه : هندسي او حسابي تصاعدونه او د بشپړ مربع عددونو بنسټ هم د فیثاغورث له خوا کېښودل شو، د همدې کتنو پربنسټ فیثاغورثي مکتب په دې بشپړ باور درلوده، چې د نړۍ ټولې ښکارندې (پدیدې) د اعدادو ( شمېرو ) ترمنځ له یوې ټاکلې اړیکې څخه پیروي کوي . هغوی د آسماني اجسامو په منځ کې ترځمکې پورې د واټن ټاکلي نسبتونه پیدا کړل، له همدې امله یې د نسبتونو دقیقه ارزونه پیل کړه . هغوی سربېره پر حسابي او هندسي نسبتونو د همغږي تړاو په نامه یو مشهور تړاو هم کشف کړ .
هغو درې عددونو ته همغږي وایي، چې همغږی یا توافقي تصاعد تشکیل کړي . په شمېرو باندې باور او د شمېرو د ځانګړتیاوو د کشف چارې یې پیل کړې او د عددونو ( شمېرو ) د نظریې د سریزې بسنټ یې کېښود؛ سره له دې د هغه وخت د یونانیانو د باور په څېر د فیثاغورث په مکتب کې د محاسبې عمل له خپل اعتباره لرې، چې په فلسفه بوخت ول ګاڼه. هغوی هغه کسان، چې په معیشتي کارونو به بوخت ول، ټیټ ګڼل او هغو خلکو ته به یې د لوژستیک خطاب کاوه. د فیثاغورثیانو په باور حساب له سوداګریزو اړتیاوو څخه پورته دی، نو له همدې امله په فیثاغورثي مکتب کې عملي شمېرنې ته پاملرنه ونه شوه . هغوی یوازې د عددونو په ځانګړتیاوو کار کاوه . هغوی د شمېرې ځانګړتیا د هندسې په مرسته پیدا کوله . سره له دې هم په یونان کې د عدد لیکو د یو ډول دستګاه د دود کولو نسبت فیثاغورثیانو ته ورکړی دی . فیثاغورثیانو په دې ډول عدد لیکلو کې له فینیفیانو څخه ریښه اخیستې وه. د عددونو د لیکلو له پاره یې له فینیقي الفبا حروفو څخه ګټه اخیستله . د الفبا ۹ لومړني حرفونه د ۱ تر ۹ عددونو له پاره، وروستی حرف د لس ګونه ( ۲۰ … ۳۰ … ۹۰) د ښودلو له پاره او وروستی ۹ حرف د سل ګونو له پاره . د دې له پاره چې حرف له عدد څخه تشخیص شي، هغوی به د عدد په سر یوه لنډه لیکه کېښودله او د سترو شمېرو د ښودلو له پاره به یې له اضافي نښو څخه کار اخیسته . کله به چې د یوه عدد په وړاندې د کامې په څېر یوې نښې شتون درلوده، نو د هغه عدد زر برابره په مانا وه، د لس زره برابره له پاره به یې د هغه عدد په مخکې ټکی کېښوده .
د فیثاغورث شهرت تر ډېره په هندسه کې د فیثاغورث د هغې اړیکې وړاندې کول له پاره دی . د نړۍ ځینې خلک هغه د نړۍ اوو پوهانو څخه ګڼي .
فیثاغورث او لارویان یې به یې تر سختو فشارونو لاندې راتلل، له همدې لا چاره شو، چې په زړښت کې له کراتون څخه لاړ شي . د مړینې په اړه یې بېلابېل روایتونه رانقل شوي دي، داسې ویل شوي، چې بالاخره مذهبي او سیاسي متعصبانو د هغه په وړاندې خلک ولسمول او مخالفینو د هغه مکتب او معبد ته اور ورته کړ او هغه په ۵۰۷ ق م کال د اور په لمبو کې ساه ورکړه . په بل روایت کې ویل شوي، کله چې دی او لارویان یې ترسخت فشار لاندې راغلل، نو له همدې امله یې ځان وژنه وکړه .
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.