په بلجیم کې ټولنیزې رسنۍ، په ځانګړې توګه فیسبوک، د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. خلک یې د خبرونو، معلوماتو او له ملګرو سره د اړیکو لپاره کاروي. خو په دې وروستیو کې یوې څېړنیزې بلجیمي خپرونې په ډاګه کړې چې همدا ټولنیزه شبکه د پراخو مالي درغلیو او جعلي فعالیتونو پر یوه مرکز بدله شوې وه، چې له امله یې ګڼ شمېر خلک له مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
دغه څېړنه ښيي چې د درغلیو یو منظم ماشین په فیسبوک کې فعالیت کاوه. دا ډلې له ډېرې هوښیارۍ څخه کار اخيسته او داسې جعلي اعلانونه جوړول چې په لومړي نظر بېخي رښتیني ښکارېدل. دوی ډېری وخت د مشهورو بلجیمي څېرو له انځورونو او نومونو څخه په ناقانونه توګه ګټه پورته کوله او داسې یې ښودله چې ګواکې دغو شخصیتونو په یوه ځانګړې پروژه کې پانګونه کړې او لویه ګټه یې ترلاسه کړې ده. د دې اعلانونو موخه دا وه چې د خلکو باور ترلاسه کړي او هغوی پانګونې ته وهڅوي. کله به چې یو چا پر دغه ډول اعلان کلیک کوه، یوې جعلي وېبپاڼې ته لېږدول کېده چې هلته ترې د شخصي او بانکي معلوماتو غوښتنه کېږي. ډېر کسان په دې دام کې نښلي او خپلې پیسې له لاسه ورکوي. د زیانمنو شویو کسانو کیسې ښيي چې ځینو ان خپل ټول سپما له لاسه ورکړې ده.
د دې ستونزې یوه لویه برخه د ټولنیزو رسنیو د شرکتونو، لکه میټا (د فیسبوک، انسټاګرام او واټساپ مورنی شرکت) په رول پورې اړه لري. که څه هم دغه شرکتونه ادعا کوي چې د جعلي اعلانونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي، خو څېړنې ښودلې چې د دوی غبرګون ډېر ځنډنی او ناکافي دی. ډېری وختونه جعلي اعلانونه د اوونیو او حتی میاشتو لپاره په فیسبوک کې پاتې کېږي او خلک په نښه کوي، ان که کاروونکي یې په اړه راپور هم ورکړي. دا حالت د دې لامل شوی چې په بلجیم کې پر میټا شرکت نیوکې زیاتې شي او چارواکي یې دې ته وهڅول شي چې د خلکو د خوندیتوب لپاره پر دغو شرکتونو فشار راوړي. د درغلیو دا ډول شبکې نه یوازې خلکو ته مالي زیان رسوي، بلکې پر انلاین سوداګرۍ او پانګونې د خلکو باور هم له منځه وړي.
په پایله کې ویلای شو چې په انلاین نړۍ کې، په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې، د هر ډول مالي وړاندیزونو په اړه باید له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شي. هر هغه اعلان چې په لنډه موده کې د غیرعادي او لوړې ګټې ژمنه درکوي، د شک په سترګه ورته کتل په کار دي. د شخصي او بانکي معلوماتو شریکولو دمخه باید د هرې وېبپاڼې او شرکت په اړه په دقیقه توګه څېړنه وشي. په دې ډیجیټلي زمانه کې د ځان او خپلې شتمنۍ ساتنه تر هر څه لومړی په خپله د فرد پر هوښیارۍ او پاملرنې پورې تړلې ده.
البته دا اعلانونه تېر کال په بلجيم کې خپرېدل چې افغان ټپس یې هم په اړه وخت ناوخته خبراوی خپور کړی دی. هیله ده چې تاسې ددې درغلیو قرباني نه اوسئ.
