لیکنه: جان محمد مهربان
دټولنیزي میډیا دمثبتو او منفي تاثیراتو په اړه ډېرڅه ویل سوي دي، په خاصه توگه بیا د فېسبوک په اړه چي اوس تر یو بیلیون ډېراستعمالونکي لري. فېسبوک د انسانانو په ژوند کښي خورا عجب حالات اوتغیرات رامنځ ته کړي دي. د دې سره-سره چي فېسبوک ورځ په ورځ مشهورکیږي خو بیا له سختو انتقادونو سره مخ دئ. فېسبوک له خپلو گټو سره ډېر تاوانونه هم لري. زه ئې یوازي پر رواني او اجتماعي تاوانو باندي لاندي ږغېدلی یم، د تخنیکي او تکنالوژیکي خبرو څخه ئې ځکه تېر سوی یم چي داسي ډېر مسلکي اصطلاحات پکښي راغلي ول چي نه زه په پوهېدم او نه د عامو خلگو په درد خوړل کېدل، دکمپیوټر او تکنالوژي مسلکیانو ته ئې حتماً گټه لرل. ما دغه لاندي معلومات له ویکيپیډیا او نورو انټرنیټي ویب سایټونو څخه راټول کړي دي:
بدنیتي: فېسبوک د ټولني د ټولو طبقو په وړاندي پرانیستی دئ؛هرڅوک پکښي خپل ځان ته ای ډي جوړولای سي.د ای ډي جوړولو څخه وروسته ټول استعمالونکي خپلو فېسبوکي والونو ته خپل ښایسته عکسونه، ویډیوگاني، ښې تجربې، فعالیتونه، ستاینلیکونه، بریاوي، دښو ورځو خاطرات اوحقایق پورته کوي،په دې ډول خپل ځان ته مثبت کمپاین کوي او له نورو خلگو څخه ښه نظرونه ورټولوي. تاسو به هیڅوک ونه وینئ چي پر فېسبوک خپل د ځان په اړه یو منفي شی پورته کړي.د یوه کس دغه ډول سلوک په نورو خلگو کښي په خپل وار بدنیتي رامنځ ته کوي چي د اجتماعي ژوند پر نورو اړخونو منفي تاثیر لري. تاثیر ئې همدا دئ چي ژور خپگان، غوسې، درد، کرکي، اجتماعي بېلتون، دکمترۍ احساس اونورو رواني ناروغۍ ته وده ورکوي چي دیوه انسان پر روغتیا باندي سخت تاثیر کوي. کله چي ستاسو پر مهم اوعلمي پوسټ باندي څوک هیڅ نظر نه درکوي او نه ئې خوښوي او بیا وینئ چي دبل چا پرغیر مهم پوسټ باندي خلگ په زرهاوو لایکونه وهي اوتبصرې ورکوي، دغه عمل د خلگو په منځ کښي بدنیتي رامنځ ته کوي چي د انسانانو پر ارواح او صحت باندي منفي تاثیرات لري.
فشار: د ایډینبورگ ناپیر پوهنتون څېړني څرگنده کړه چي فېسبوک استعمالول د خلگو فشار زیاتوي. دمهمو اجتماعي معلوماتو هېرول، د فېسبوک استعمالونکو له خوا ستاسي غوښتتي ردېدل، د انډیوالانو له خوا ستاسو غوښتنو ته توجه نه کېدل، د فېسبوک استعمالونکو له خوا پرتاسو باندي پر ځای و بې ځایه انتقاد، تهدید، د نامعلومو خلگو له خوا تاسو ته پيغامونه او د مخلتفو انډیوالانو طبیعت په نظر کښي نیول او داسي نور د فشار د زیاتوالی علتونه دي. ستاسو سره په فېسبوک کښي یو نژدې همصنفي او خپل د مکتب/پوهنتون استاد هم ملگری دئ. اوس حیران یاست که د خپلي خوښي سندر غاړي تصویر پوسټ کړئ، نو شاید ستاسو همصنفي ئې خوښ او ښه تبصره ورباندي ولیکي خو ممکن استاد مو درته په غوسه سي او ووايي چي داغیر اسلامي کار دئ اوستاسو سره مناسب نه دئ. دا هغه حالت دئ چي ستاسو په ذهن کښي تر پوسټ کولو مخکي گرځي و راگرځي چي د فشار د زیاتوالي سبب کیږي. د مذهبي، قومي، ژبني او شهواني مسایلو په اړه تصویرونه، پوسټونه او پیغامونه لیدل، استول او رسېدل دسړي فشار نور هم زیاتوي.
په فېسبوک روږدېدل: دورلډ ان پلگډ د ۲۰۱۱ م کال څېړني وښودل چي دځینو خلگو له پاره د فېسبوک څخه لاس اخیستل داسي دي لکه څوک چي سگرېټ او شراب پرېږدي. دساییر سایکالوژي د ۲۰۱۳ څېړني بیا څرگنده کړه چي ځینو خلگو فېسبوک استعمالول ځکه پرېښودل چي په دې پوه سول چي په فېسبوک روږد سوي ول.
د یوازيتوب احساس کول: شیري ترکل په خپل کتاب (یوازي گډ (“ ولي موږ له تکنالوژي څخه ډېره او له نوروڅخه لږ توقع لرو“ ترسرلیک لاندي وايي چي اجتماعي میډیا خلگ سره نژدې کوي خو په عیني وخت کښي ئې سره لیري کوي هم. یو دلیل ئې دا دئ چي په اجتماعي میډیا کښي دا خطر سته چي د خلگو سره د انسانانو پر ځای د مادو/شیانو په ډول سلوک وسي. که څه هم خلگ د فېسبوک په وسیله سره وصل سوي دي خو توقعات ئې پر کښته خوا میلان لري یعني یو د بل توقع په نظر کښي نه نیول کیږي نوځکه شیري ترکل وايي چي اجتماعي میډیا په خاصه توگه بیا فېسبوک دگډ احساس پر ځای د یوازيتوب احساس رامنځ ته کوي.
طلاق: فېسبوک پر واده باندي سخت منفي تاثیرات لري ځکه چي ماینه دمېړه او مېړه دماینې د فېسبوکي اړیکو په اړه اندېښنې لري چي بلاخره په طلاق پای ته رسیږي. هغه سروې چي په ۲۰۰۹ م کال کښي په لویه بریتانیه (UK) کښي د طلاق په اړه ترسره سول،وې ښودل چي ۲۰٪ طلاق د فېسبوک له وجهي رامنځ ته سوی ؤ، دا خبره له امریکا متحده ایالاتو بیا ترمالیزیا پوري مشهوره سوه. کله چي مېړه و ماینه له یو بل څخه د فېسبوکي اړیکو رسوا کول وپوښتي، نو یو او بل ته پاسورډ نه سره ورکوي چي یو د بل پيغامونه وویني. دغه کار لومړی بدنیتي و بې باوري، ورپسې ستونزي او بیا طلاق رامنځ ته کوي. په افغاني ټولنه کښي به اوس دغه خبري عجبي معلومیږي خو غربي نړۍ اوس ورسره مخ ده.
د شاگردانو نومرې او کاري چاپیریال: دمکتب او پوهنتون هغه شاگردان چي غیراخلاقي پوسټونه ئې کړي، د ادارې له خوا له سمدستي اقدام سره مخ سوي دي حتی د اخراج تر حده. د شاگردانو دنومرو او فېسبوک د استعمال په اړه د ۲۰۱۲ دفیبروري په میاشت کښي څلورو څېړونکو خپلي څېړني داسي وړاندي کړې:
(1) پسیک اوملگرو ئې په ۲۰۰۹ م کښي ثبوت کړل چي د فېسبوک د استعمال او د نومرو ترمنځ کومه اړیکه نه سته.(۲) کولک او ساونډرس په ۲۰۰۸ م کښي وښودل چي د فېسبوک استعمالونکي او نه استعمالونکي د نومرو په اوسط (GPA) کښي توپیر نه سته.(3) کریشنراوکارپینسکي په ۲۰۱۰ م کښي ثبوت کړل چي د فېسبوک استعمالونکو نمرې تر نه استعمالوونکو تر نومرو کمي وې.(۴) جونکو په ۲۰۱۲ م کښي ثبوت کړل چي د ملگرو سره په فېسبوک کښي کتل له نومرو سره مثبته اړیکه لري خو نوي پوسټونه کول له نومرو سره منفي اړیکي لري. جونکو دې نتیجې ته ورسېدئ چي د شاگردانو له پاره د فېسبوک استعمالول مهم دئ په دې شرط چي سړی ورڅخه د اکاډیمیکي نتیجې هیله ولري.
په اکثرو دفترونو کښي فېسبوک بند دئ خو کارمندانو بیاپه خپل ټلیفونو کښي فعال کړی وي. کارمندان خپل د دفتر رسمي وخت د فېسبوک کتلو ته ورباسي چي د دوی پر مؤثریت باندي منفي تاثیر لري او په نتیجه کښي د کارمند او کارورکونکي ترمنځ نزاکتونه رامنځ ته کیږي، خبره اخیر په نصیحت، اخطار اومنفق کېدو پای ته رسیږي.
څوک فېسبوک کاروي؟ دوه ډوله خلگ فېسبوک کاروي. یو هغه خلگ دي چي پر ځان لږ باور لري. دغه خلگ ډېر فکر کوي چي نور فېسبوکیان ددوی مربوط څه شي او څنگه نظرونه خپروي. دوهمه طبقه بیا هغه خلگ دي چي پرځان ډېرباور لري، دوی بیا پر فېسبوک دخپلو ځانونو، کورنۍ تعلیم او وظیفې مربوط ډېرمعلومات پر فېسبوک خپروي. دلږ/کم باور خلگ فېسبوک په دوامداره توگه څاري اوڅه چي ئې نه خوښیږي، هغه له مخه ایسته کوي. دامو هم په یاد وي څونده چي تاسو له فېسبوک سره نژدې پاته کیږئ او شیان خپروئ، په هغه اندازه هغه شیان ستاسو د هویت یوه برخه گرځي.هغه څېړنه چي د سویډن په گوتنبورگ پوهنتون کښي پر ۳۲ کلن عمر درلودونکو ۳۳۵ نارینه او ۶۷۶ ښځینه وسول، په نتیجه کښي وښودل چي څونده د فېسبوک سره تماس ډېریږي په همغه اندازه پرځان باور کمیږي خو توپیر ئې په جنډر کښي ؤ. هغو ښځو چي فېسبوک ئې استعمالوئ د نارینه په نسبت دخپل ژوند څخه لږ راضي او خوشحاله وې.
د سکاټلنډي څېړونکي ډاکټر چارلیس څېړني بیا نور څه وښودل:
۱۲٪ فېسبوکیانو وویل چي د فېسبوک استعمال دوی خوابدي کړي دي.
۳۰٪ فېسبوکیانو ویل چي د انډیوالانو دغوښتنو له ردولوڅخه وروسته ئې جرمي احساس کړی دئ.
ډېرو بیا ويل چي کله چي د ځینو پوسټونو سره مخ سوي دي، فشار ئې لوړ سوی دئ.
د دې ټولو تاوانونو سره-سره سوال دا دئ چي ولي خلگ فېسبوک استعمالوي؟ ډاکټر چارلیس د خپلي څېړني سره سم د دې سوال په جواب کښي وايي چي اکثریت فېسبوکیان فېسبوک دملگرو سره د اړیکو ساتلو په نیت کاروي چي مهمي پيښي او خبري ورڅخه تېري نه سي. ډاکټر چارلیس وايي چي فېسبوک داسي دئ لکه قمار چي سړی همېشه د بخت په تمه يي چي ته ودرېږه اوس او اوس به مي بخت راسته سي، نو داسي څرگندیږي چي فېسبوک د خپل پراخ استعمال اوعامو گټو سره-سره ډېر تاوانونه هم لري.
له هریرود مجلې څخه
هریرود علمي، مالوماتي، تاریخي او کلتوري مهالنۍ مجله ده چې په هرات کې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا خپریږي. د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په دې شمېره اړیکه نیولای شئ: 0708662966