لیکنه: سردار ولي پښتون زوی
د ۲۰۰۴ع کال د فبرورۍ د میاشتي په ۴مه نېټه مازیگر، د هارورډ پوهنتون د ارواپوهني محصل، ۲۶ کلن مارک زوکربرگ د پوهنتون په یوه شپه غالي کي د فېسبوک د نړیوالي ټولنیزې شبکې بنسټ کښېښووئ. برگ چي کله نا کله دوهم بېل گېټس هم گڼل کېږي، نن سبا د نړۍ د ځوانو میلیاډرانو په کتار کي راځي.
نوموړی د ١٩٨٤ع کال د می په ١٤ مه په امريکا کي زېږېدلى دئ، برگ په پوهنتون کي د ورځپاڼو او ورځنيو پيښو په مينه وال مشهور ؤ، له ده سره په کوټه کي دوه هنديان او يو بريتانوی ملگري ول، له ملگرو سره د ده ميني له ټولو زړه وړی وو، ده به تل کوښښ کاوه چي د پوهنتون زده کوونکي سره خبر، يو د بل په اړه مطمئن او سره تېر وي، همدې ټکي برگ د پوهنتون د جريدې تر مديريته ورساوه، برگ به په جريده کي د نووو ځوانانو ابتکارات خورا په ښايسته کچه پيودل او د انټرنيټ په مټ به ئې تر خلگو رسول، په ۲۰۰۴ ع کال کي کله چي برگ د هارورډ محصل و، په ذهن کي ئې يوه مفکوره را وگرځېده چي داسي يوه شبکه جوړه کړي چي د انټرنيټ له لاري د محصلينو ترمنځ د لا غوره پېژندگلوۍ لپاره کار وکړي.
برگ د ۲۴ساعتونو په اوږدو کي وکولای سول چي د هارورډ پوهنتون شاوخوا ۱۲۰۰ محصلين د خپل (فېسبوک) ډلي ملگري کړي، بيا وروسته له نورو پوهنتونونو څخه هم زيات شمېر محصلين د ده پر ډله ورمات سول، د بوسټن ښار، د امريکا اوکاناډا پوهنتونونو او کمپنيو له کارېدو وروسته د «د فېسبوک» په نامه نړيواله خواله رسنۍ ځني جوړه سوه، خو د پوهنتون نورو ملگرو ئې بيا يوازي د« فېسبوک» نوم ورته غوره کړ، چي تر اوسه ئې نوم « فېسبوک» دئ.
برگ په ٢٠١٠ ع کال کي د ټايم مجلې د کال غوره شخصيت ( ټايم پرسن اف د يړ ) و، ويل کېږي چي زوکربرگ یهودی دئ، مگر دی ځان بې خدایه (ملحد) بولي. د نوموړي شخصي شتمني دا مهال تر ١٣ نيم مليارډه ډالرو اوښتې ده، او د پاڼي د کاروونکو شمېر ئې اوس ۱،۲۳ملیارده دئ. یوه داسې شبکه چي لس کاله د مخه اصلاً وه نه، نن ئې د کاروونکو شمېر د هند له نفوس سره برابر دئ. له شک پرته چي دا د مارک زوکربرگ ستره بریا ده، چي دی یې په دې خام عمر کي نړیوال پېژندل سوی شخصیت کړ.
فېسبوک اوس د انټرنيټ د ټولنيزو وېبځايونو په کتار کي يوه وړيا وېبپاڼه ده چي د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو وگړي چي د ديارلسو کالو نه لوړ عمر او اي- مېل اېډريس ولري، پکښي ځانونه ثبتوي او يو بل سره اړيکي ټينگوي، اوس فېسبوک د نړۍ په ۴۰ ژبو کي کارکوونکي لري چي اويا سلنه ئې له امريکا دباندي دي، دم مهال له ۶۰۰ ميليونو نه ډېر ( له هرو اوو څخه يو ) وگړو په فېسبوک کي ځانته پاڼي جوړي کړي چي يوازي په هند کي «فېسبوک» تر ۸ ميليونو ډېر گډونوال لري او تر یو ملیارډ ډېر کسان هره میاشت فېسبوک کاروي.
نورې برخې هم لري.
[quote]له هریرود مجلې څخه
هریرود علمي، مالوماتي، تاریخي او کلتوري مهالنۍ مجله ده چې په هرات کې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا خپریږي. د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په دې شمېره اړیکه نیولای شئ: 0708662966 [/quote]