فکر کوم دا به د حقوقو پارمول وي چي که چيري يو ځای وژنه وسوه او وژونکی يې نسو پيدا، نو هغه کس به نيول کېږي چي دده په وژنه کي ئې گټه وي.
څنگه چي فېسبوک او گوگل د انسانانو د چوپړ د پاره نه بلکي د خپلو امپرياليسټي گټو پر بنسټ رامنځ ته سوي نو له همدې امله هر گړی يو د بل په لار کي خنډونه اچوي، تېره مياشت په هند، عربي اماراتو، فلپائن امريکا، پاکستان او انگلستان کي فېسبوک پاڼه بنده سوه، او پر ځای ئې ليکل سوي” دا وخت زموږ پاڼه د يو اړين کار له امله بنده ده چي له لږ انتظار وروسته به بيرته په کار ولوېږي، ستاسي د تحمل څخه ډېره مننه” شاو خوا دې لږ گړي نيم ساعت واخست، خو وروسته د فېسبوک ادارې په نارسمي توگه اعلان کړه چي پاڼه ئې له عربي اماراتو څخه گوگل په داسي ډول بنده کړې وه چي د ستونزي حلول اسانه خو پيداکېدل ئې ډېر وخت غوښت، په دې ډول نوموړو وکولای سول چي د فېسبوک په ملينونو ډالر وسوځي.
گوگل او فېسبوک خپلي ټولي گټي د هغو اعلانونو له لاري لاس ته راوړي، چي کوم د دوی په وېبپاڼو کي د دوی د کاروونکو لپاره اعلانېږي.
د فېسبوک اداره اوس د ډېري منلتيا د پاره په نړۍ کي يو نړيوال وای-پای را مينځ ته کوي، چي ټوله نړۍ ځيني گټه واخلي، دغه نيټورک به د ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکو په مټ په ټوله نړۍ کي تېز او چټک انټرنيټي آسانتیا برابره کړي.
له دې وړاندي د گوگل ادارې هم اعلان کړی و، چي فضا ته به لویې، لویې پوکڼۍ/بوغۍ یا بالونونه او ډرون ددې لپاره ولېږي، چي خلکو ته د انټرنيټ آسانتیا رامنځته کړي.
د فېسبوک او گوگل تر مابينځ اوس پر ۱۵ کلن بين پاسټرناک هم جگړه روانه ده ،بين له اره د سډني ( اسټرليا ) دئ، نوموړي د ايفون د پاره يو ساده گيم (ايپوزېبل رش ) جوړ او په لنډ وخت کي ئې د نړۍ تر هرکونج پوري ورساوه چي تر اوسه پنځه لکه واره لوډ سوی دئ ، له دې وروسته گوگل او فېسبوک دواړو بين ته د ورتگ ست وکړ، له دې د مخه گوگل د نړۍ ۴۵۰ ځيرک ځوانان له ځان سره لري.
پر نړیوال اقتصاد د فېسبوک اغیزه
فېسبوک د نړۍ ۱.۳۵ملیارډه وگړي یو له بل سره وصل کړي او د نړۍ پر اقتصاد یې د پام وړ اغېزه کړې ده.څو مخ پر ودې مارکېټونو لکه هند، برازیل او مالیزیا کي زیات پرمختگ وکړي. دا پرمختگ د دې سبب سو، چي نوموړي کمپنۍ ته نوي فرصتونه راوړي او پر نړیوال اقتصاد اغېزه پرېباسي.
په راپور کي راغلي چي فېسبوک په ۲۰۱۴ع کال کي کابو ۴.۵میلیونه دندي رامنځ ته کړي او په نړیوال اقتصاد کي یې ۲۲۵میلیارډ ډالره ونډه اخیستې ده ، د ۲۰۱۴ع کال تر جون پوري ۳۰میلیونو وړو او متوسطو سوداگریزو شرکتونو خپلي فېسبوک پاڼي جوړي کړي او ۱.۵ میلیون کمپنیو خپلي پاڼي په فعاله توگه کارولي دي.
داسي تخمین سوې، چي د فېسبوک مارکېټېنگ اغېزه په ۲۰۱۴کال اقتصاد کي ۱۴۸میلیارډ ډالره وه او ۲.۳میلیون دندې یې ایجاد کړي دي. شمالي امریکا د فېسبوک ستر مارکېټ دئ، د فېسبوک د نړیوالي اقتصادي اغیزې څخه تقریباً نیمايي یې (۸۱میلیارډ ډالره او ۸۷۰۰۰۰ دندې) په متحده ایالاتو کي د لوړ شمېر فعاله اډورټایزېنگ[1] له امله ده.
د فېسبوک مارکېټېنگ له ۱۴۸ملیارډ نړیوال اقتصادي اغیز څخه ۱۶ملیارډ ډالره او ۴۵۰۰۰۰زره دندې په اسیا پاسفیک کي ده
د فېسبوک ډولپمېنټ ټولز هم خلکو ته نوي دندې، آسانتیاوي او د نوښت لاري چاري پرانیستي دي. دریم لاسي سافټویرونو او ټولز جوړول او کارولو اسانتیا په فېسبوک کي په ۲۰۰۷ ع کال رامنځ ته سوه، چي پروگرامرانو ته لاره پرانیستل سوه تر څو د خپلو تجربو څخه دلته گټه واخلي او آیفون، پر انډرويید او نورو سیستمونو ولاړ موبایلونو ته پروگرامونه جوړ کړي. د فېسبوک ( اپ مرکز ) د نوو اپلیکشنونو منځ ته راتگ او جوړولو لپاره لکه د یو هب خدمت ورکوي.
اټکل کیږي چي په ۲۰۱۴ع کال کي د فېسبوک پلېټ فارم کاروني د تاثیر له امله به په نړیوال اقتصاد کي ۲۹میلیارډ ډالره اغیزه او ۶۶۰۰۰۰زره دندې رامنځ ته سوي وي.
له دې اقتصادي اغیزې څخه یې زیاته په شمالي امریکا کي ده او په اسیاپاسفیک کي یې له ټولې نړیوالې ټولې اقتصادي اغیزې ( ۲۹میلیارډ ډالر ) څخه ۷میلیاډ ډالر او ۲۰۰۰۰۰دندې دي.
د فېسبوک له منځه تلل
څرنگه چي هر شی په چټکي سره پر مخ ولاړ سي ډېری وخت همدغه رنگ پر شا هم ځي، يوې نوي څېړني ښوولې چي د خواله رسنۍ (فېسبوک) مقبوليت مخ پر کښته روان دئ، د بېلگي په ډول، په امريکا کي له ۱۷-۱۳ کالو پوري د ځوانو فېسبوکانو شمېره ۹۵ سلنه وه چي په ۲۰۱۳ع کال دا شمېره ۹۰ ته راټيټه سوه چي تېر کال ۸۲ ته راغله، څېړنه ښيي چي د ځوانانو مخ اوس يوازي د خبرو اتر (ميسجنگ ) خواته اوښتی، او خپله د فېسبوک اداره هم کوښښ کوي چي په دې اړه د ميسجنگ نوي پروگرامونه تيار کړي له همدې امله په ۲۰۱۲ع کال کي برگ د نړي نوموتی پيغاميز پروگرام «اينسټگرام» په يو بلين ډالر رانيوئ همدارنگه ئې بل پروگرام « واټس اپ» په ۱۸ بلين ډالر تر لاسه کړ چي اوس ئې بيه ۲۵ بلينه ته رسېدلې ده. د دې پروگرامو په مټ به فېسبوک تر ډېره ژوندی پاته سي.
پايله:
د مخابراتو وزارت د شمېرو د مخه اوس په افغانستان کي شاوخوا یو میلیون افغانان فېسبوک کاروي، خو په افسوس سره بايد وويل سي چي هيواد ته ټکنالوجي راغله، خو فرهنگ یې رانغى،که وگورو د عربي پسرلي په تېره په مصري اوښتون کي فېسبوک غوښنه برخه درلودل، خو دلته له ۲۰۰۸ع کال راهيسي فېسبوک هم سته، فساد هم سته، درغلۍ هم سته، نا امني هم سته، د افغانانو تر منځ بې اتفاقي هم سته او خواله رسنۍ هم پراخېدونکي دي خو نتيجه ئې يوازي ښکنځل او سپکاوي وي، هېره دي نه وي چي ځيني ځوانان تر اوسه د فساد، ټولنيزو ناخوالو او نورو په وړاندي اخته دي خو په يوه گل کله پسرلی کېږي؟!
نتيجه دا چي وسايل د اوښتون لپاره کافي نه وي، بلکي تر شا ئې بايد قوي مغز او قوي فکر موجود وي، بله خبره د سپکاوي او نه زغم ده چي زموږ تر نيمايي ډېر فېسبوکان په اخته دي، اکثره خلک د هېچا نظر ته هم درناوی نه لري. دوی ته يوازې ځان او خپل نظر محترم وي اوبس. دلته ادبي، سیاسي، فرهنگي او مذهبي دعوه گر له مچ سره سېلاوه گرځوي ان په توپ ئې ولي. د سړي د تکفير خبره هم خلکو ته د گس لاس کار ښکاري. په يوه شېبه کي به سلو کسانو درپسې پوسټونه کړي وي او تا به تکفير کوي.
په امنيتي تړون، ټولټاکنو، ځيني نورو لويو او وړو ستونزو کي فېسبوکانو هيڅ ښکاره دریځ نه درلود، دغه رنگه ډېر خلگ په فېسبوک کي يوازي عکس بازي ته ډېر وخت ورکوي چي دا هم د فېسبوک پر ناسموالي پوره اغېزه پرېباسي.
سرچينې
[۱] فېسبوک لس کلن شو؛موږ څه تر لاسه کړل؟ ذاکر جلالي
[۲] د محمدشفيع وردگ څېړنه
[۳] فېسبوک، لونگ،د هميم جلالزي په قلم
[quote]له هریرود مجلې څخه
هریرود علمي، مالوماتي، تاریخي او کلتوري مهالنۍ مجله ده چې په هرات کې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا خپریږي. د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په دې شمېره اړیکه نیولای شئ: 0708662966 [/quote]