د فېسبوک اړوند نوې څېړنه
- ۵۵٪ خلکو د ۵-۱ کالو راهیسي فېسبوک اکاونټ جوړ کړی دئ، ۱۴٪ د ۴ میاشتو څخه تر یو کال پوري، ۲۶٪ وايي ۵-۱۰ کاله کیږي فېسبوک اکاونټ لري، ۶٪ خلک وايي : له ۲۰۱۴کال راپدېخوا فېسبوک کاروي.
- ولي مو فېسبوک اکاونټ جوړ کړ؟ : ۳۶٪ خلکو د نوو ملگرو د پیدا کولو په خاطر، ۲۶٪ وايي: نورو ملگرو مي فېسبوک اکاونټ درلود ما هم جوړ کړ، ۸٪ د ساتیرۍ لپاره، ۳۰٪ نورو بیا د خپل اکاونټ جوړولو تر شا بېلابېل نظرونه ښوولي دي، چي خلاصه یې دا ده چي هره ورځ افغانان څو ساعته فېسبوک کاروي ۲۳٪ وايي: ۵-۲ ساعتو، ۲۸٪د ۱-۲ ساعتو،٪ ۲۰ ۵-۱۰ ساعتو او ۲۹ ٪ دقیق نه پوهیږي چي څومره وخت فېسبوک ته ناست وي.
- ډېر وخت څه کوئ: ۶۵٪ د ملگرو پوسټونه گوري، ۷٪ په چېټ لگیا دي، ۲۸٪ خلک بېلابېل کارونه کوي چي د دې نظرونو لنډیز دا دئ: لیکل او خپله پوسټ کول، تازه فیشني خبرونو کتل، په اسلامي گروپونو کي مطالعه کول، د سایبري او ټکنالوجيکي مسایلو په برخه کي د مالوماتو موندل، د سیاسي مسایلو لپاره د مخالفو ټیمونو لیکونه لوستل، د سیاست او ادب په اړه، د ملگرو، هيواد او نړۍ خبرونه کتل، نړیوالې پيښي او داسي نور چي اکثره یې یو بل ته ورته دي، دا پورته د دې ټولو استازیتوب کولای سي.
- ډېرکوم شیان لایک او شیر کیږي؟ : ۵۳٪ ټولنیز مطالب، ۳۴٪خبرونه، نوي او جالبي پيښي، ۴٪خندوونکي مطالب ( ویډیو، اډیو ) ۵٪ ساینسي مطالب، ۲٪د ملگرو شخصي انځورونه دي.
- فېسبوک خلک څنگه معرفي کوي؟ :۶۵٪وايي فېسبوک د ټولنیزو اړیکو د پراختیا وسیله ده، ۲۶٪ ئې د نوو پيښو د خبرېدو ځای بولي، ۴٪ ئې وخت ضایع کول بولي، ۲.۹۴٪ وايي د سوداگرۍ د پراختیا ځای دئ، ۱٪ وايي فېسبوک د ساتیرۍ ځای دئ.
- ډېری ملگري مو څوک دي؟ : ۴۲٪ وايي زده کوونکي (محصل، شاگرد) دي، ۲۸٪ د ساینسي علومو پوه کسان ورسره دي، ۱۷٪نه پوهیږي چي زیات ملگري یې څوک دي، ۱۳٪ وايي سیاستوال مي ملگري دي.
- فېسبوک څه گټه او تاوان درته کړی؟: ۵۱٪ وايي واقعي ملگري یې پیدا کړي، ۲۶٪ وايي په گټه او تاوان مي یې فکر نه دئ کړی، ۹٪ وايي تاوان مي کړی دي.
- مياشتنی انټرنيټي مصرف : ۵۲٪ وايي: هره میاشت د ۱۰۰۰-۶۰۰؋ پر فېسبوک مصرفوي، ۱۹٪ د ۲۵۰-۶۰۰؋ ، ۴٪ تر ۲۵۰ ؋، او ۲۴٪ مصرف نه لري، وايي : دفتر کي یم، انټرنيټ مي وړیا دئ، ځیني نور بیا وايي د فېسبوک پر انټرنيټ یې له ۴۰۰۰زیاتي افغانۍ مصرف کیږي.[۲]
پر فېسبوک بنديزونه
هسي خو د نړۍ په هر هيواد کي څه ناڅه سانسور وي خو ځيني هيوادونه بيا فېسبوک ته د کرکي خپرولو د اسانه لاري په سترگه گوري، په دې هيوادونو کي هند، پاکستان، ترکيه تر نورو ټولو د مخه دي، چي په زرهاوو پاڼي پکښي بندي او د کاله په لکونو انځورونه له مينځه ځي، په دې اړه د تېر کال له شمېرو څخه ښکاري چي پنځه زره پاڼي هند، دوه-دوه زره پاڼي پاکستان او ترکيې بندي کړي دي، په دې اړه د فېسبوک ادارې يوه بله پاڼه جوړه کړي چي پکښي د تورليست پاڼو نور مالومات سته، وه گورئ!.
فېسبوک يا زموږ عمل نامه
پخوا به د ځينو خلگو اند ( نظر/رايه ) ډېره په گرانه ښکاره کېده،يا به تر مرگه نه سوه ښکاره خو د ټولنيز رسنیو په تېره د فېسبوک په مټ د هر چا اند ډېر ژر پېژندلای سې، په فېسبوک کي د یوه مطلب خوښول د انسان جنسي، سیاسي او مذهبي نظر ښيي او ان د انسان د پوهي ښکارندويي ئې کولای سي.
څه موده د مخه يو ايراني ځوان د کوزدې په نيت د يوې نجلۍ پلار ته مرکه وکړه، د نجلۍ پلار د هلک د فېسبوک پاڼي ته ولاړ، هلته ئې د هلک خوښوني، ملگري، ځيرکتا، استدلال… وکتل، له څو شېبو وروسته ئې مرکه ځکه جواب کړه چي د هلک شخصيت ئې په نظر ډېر ټيټ ورغی.
د کېمبریج پوهنتون څېړونکو د ځانگړو څېړنیزو سیستمونو په کارولو د فېسبوک دکاروونکو د مذهبي، سیاسي، قبایلي او جنسي نظر اټکل کړی دئ، په دې څېړنه کي ۵۸۰۰۰ رضا کارانو برخه اخیستې ده، چي اټکل ئې په حيرانوونکې توگه ډېر دقیق راختلی دئ.
دغو رضاکارانو نه یوازي په فېسبوک کي د مطالبو د خوښولو چاره ترسره کړې بلکې د خپل شخصیت معلومولو ازمېښت ته هم چمتو سوي وه، د دوی د شخصیت د ازمایښت نتایج په فېسبوک کي د دوی د خوښولو له مطالبو سره پرتله سوي او څېړونکي خپلو پایلو ته رسېدلي دي. په دغه څېړنه کي د سړو جنسي تمایل په سلو کي ۸۸ ، ۹۵٪ قبایلي تړاو، ۸۵٪
۸۲٪ مذهبي،٪۴۹ سياسي تړاو درلود.[۳]
د فېسبوک ذهن !
دا خبره ښايي اوس زړه وانه خلي چي فېسبوک موږ په ډېره اساني سره پېژني، کله که مو فکر کړی وي چي هر چاته څنگه او ولي د هغه له پوهي، پېژندني، چاپیريال، انتخاب ان سويې… سره سم ملگری، اعلانونه، سيمي… راځي؟
ښايي تاسي داسي فکر وکړئ چي دغه په ملينونو خلگ فېسبوک له سره تر پښو پېژني؟!
فکر مه خرابوئ په دې اړه تر څو ورځو د مخه نړۍ هم نه پوهېده، چي څنگه خبره ده .څه وخت د مخه په ايف ۸ غونډه کي د فېسبوک ادارې له دې رازه پرده پورته کړه چي د « ارټيفيشل انټيلي جنس » په نامه داسي پروگرام/سافټوېر لري چي هغه د فېسبوک کارونکي نيوزفيډ ډېر ژر تر نظر باسي د هغه د ليکنو، ويډيو، انځورونو… مخ و شا ( سياق و سباق ) په نظر کي د همېشه د پاره وساتي او هغه ته د هغه پر طبعه برابر داسي څه مخته-مخته کوي چي هغه ئې غواړي او ورته مېلان لري، دا سافټوېر تر اوسه ۴۸۷ ذهنيتونه پېژني او ښايي په راتلونکي لسو کلو چي ئې دوه زره ته پورته کړي.
فېسبوک او څارگري ادارې
د ويکي ليکس پاڼي بنسټگر’جولين اوسانچ’ وايي:
“.. فېسبوک د نړۍ تر ټولو جاسوس ترين وسيله ده، چي په نړۍ کي ئې بېلگه نسته، هر کس چي د ځان او خپلو ملگرو نومونه او مالومات پکښي ځای پر ځای کوي بايد پوه سي چي دا هر څه ئې په استخباراتو کي ثبت کړل، ښايي په څو ثانيو کي بيا د امريکا په مرکزي څارگري کي تخته سوي وي.
د ده په وينا، فېسبوک که څه هم وړيا پاڼه ده خو د نړۍ د څارگرو لو دستگا هم ده چي د نړۍ په وړاندي فېسبوک يو لوی اوزار هم بلل کېدای سي..”
ويل کېږي چي هغه تبصرې چي تر پنځو تورو واوړي، او فېسبوک کي تر لیکلو وروسته لس دقیقې پاته سي، فېسبوک شرکت یې په خپلواک ډول له ځانه سره ساتي.
دا اوس د امريکا، چين، اېران او برتانيې تر مابينځ د انټرنټي غلاوو سخت جنگ روان دئ، د دوو سترو انټرنيټي شرکتونو، گوگل او فېسبوک مشرانو لیري پیج او مارک زوکربرگ له دې خبري نټه کړې، چي گوندي شرکتونو یې د امریکايي استخباراتو د څار په پروگرام کي برخه اخېستې.
له بله پلوه ټاکل سوې چي د برتانیې د څار اداره جي سي اېچ کیو یوې پارلماني کمېټې ته د هغو تورونو په اړه سپیناوی وکړي، چي د امریکا د څار د یاد سوي پروگرام پر مټ یې د مخکښو انټرنيټي ادارو لکه فېسبوک او گوگل له منځه په پټه مالومات راټول کړي دي. د برتانیې وزیران اوس تر فشار لاندي دي، چي هغه ټول مالومات ډاگیز کړي، چي د یادي همکارۍ په اړه یې لري.
[quote]له هریرود مجلې څخه
هریرود علمي، مالوماتي، تاریخي او کلتوري مهالنۍ مجله ده چې په هرات کې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا خپریږي. د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په دې شمېره اړیکه نیولای شئ: 0708662966 [/quote]