د قالبونو لپاره بیلابیل کاریدونکي مواد ،ګټې او تاوانونه . Different Materials Used for Formwork – Advantages and Disadvantages
قالب موقتي ساختمان دی چې د اصلي ساختمان شکل تمثیلوي. بیلابیل مواد شته چې د قالب جوړولو لپاره کاریږي .دقالب مواد د قیمت ،غوښتې د ساختمان ډول او څو نورو فکتورونو په پام کې نیولو سره غوره کیږي .
د بیلابیلو قالبونو مواد.Different Formwork Materials
د قالبونو د بیلابیلو موادو ګټې یا ښیګنې او تاوانونه دلته د بحث لاندې نیول شوي .
1. طبعی لرګي Timber
2. لاثاني لرګی Plywood
3. فولاد Steel
4. المونیم .Aluminum
5. پلاستیک .Plastics
6. مګنیزم .Magnesium
7. فابریک .Fabric
1. لرګی د قالب موادو په توګه . Timber as Formwork Material
د قالب لپاره د طبیعي لرګیو کارول ډیرعام دی .له ډير پخوا راهیسې دلرګي تختې د تړونکو عناصرو په توګه کاریږي .نو ځکه لرګین قالب ته دودیز قالب هم وايي.دا د قالب لپاره ډير اقتصادي مواد دي ،څرنګه چې لرګي له ډیر پخوا راهیسې د قالب په توګه کاریږي نو ځکه جوړول یې اسانه دي او هرڅوک د دلرګي قالب په جوړولو پوهیږي.
ګټې .Advantages
i. لرګی له غوښتنې سره سم په هرسایز پرې کیدای شي.
ii. د لرګی وزن کم دی او سمبالول یې ساده دي.
iii. لرګی ښه حرارتي مقاومت لري کوم چې په سړو سیمو کې د کانکریټو له تخریب مخه نیسي.
iv. د لرګي قالب جوړول ساده دي او همدا لامل دی چې کاریګر یې هرچیرته په اسانه پیداکیږي.
v. که د لرګي قالب یوه برخه تخریب شي په اسانه تعویض کیږي .
vi. د لرګي قالب خلاصول اسانه وي.
تاوانونه .Disadvantages
i. وچ لرګی له لمدو کانکریټو اوبه جذبوي کوم چې د کانکریټي ساختمان محکمیت ټیټوي .
ii. لوړ مقدار نم لرونکی لوند لرګی لامده کانکریټ تخته کوي یا فشار پرې راوړي او په ساختمان کې درزونه پیداکوي.
iii. لرګی د کارولو محدودیتونه لري،نو هروخت نه شي کاریدای .
2. لاثاني لرګي د قالب د موادو په توګه . Plywood as Formwork Material
لاثانی لرګی د لرګي محصول دی چې د قالب لپاره کاریږي.لاثانی له څو نریو تختو جوړ وي .نن سبا لاثانی لرګي په لویه پیمانه د قالب په توګه کاریږي په ځانګړي ډول د مخ کارونو لپآره ،ځکه د کانکریټ وروستی مخ یی د قالب د لرې کیدو وروسته ښویه او صفا وي.او په دې سره به د هغې پلستر او نورو وروستیو کارونو لګښت کم وي.د قالب لپاره یو ډول لاثانی کاریږي چې بیروني لاثاني لرګی بلل کیږي .ددې ډول لرګي تختې په کلک ډول سره نښتی وي .د لاثانی لرګیو پیړوالی له 7mm تر 32mm پورې وي .په ډول د قالب لپاره 1220 x 2440 او 18mm پیړوالی لرونکی لاثاني لرګي بسنه کوي .
ګټې .Advantages
i. لاثاني لرګی هم هرسایز چې وغوښتل شي به همغه اندازه پرې کیدای شي.
ii. لاثاني لرګی مضبوط ،مداومت لرونکی او سپک وزن لري.
iii. د لاثاني لرګي قالب پاتی شوی مخ ښویه سطحه وي.
iv. په ډير غټ سایز لاثاني لرګي تختې پیداکیږي چې د قالب جوړولو کارونه چټک ترسره کیږي .
v. د طبیعي لرګي په پرتله یې د بیاځلې کارولو شمیر زیات وي.
زیانونه .Disadvantages
i. د طبیعي لرګي په پرتله قیمته دی .
ii. نرۍ لاثاني لرګي تختې د کانکریټو وزن پروړاندې نه شي ودریدای .
3. فولاد د قالب موادو په توګه . Steel as Formwork Material
فولاد هم کیدای شي د قالب موادو په توګه وکاریږي .دا قیمته دی خو د لرګي قالب په پرتله یی د بیاځلې کارولو شمیره يې زیات دی .ددې قالب وروستی کانکریټي مخ ډیر ښایسته وي .په کتلوي کانکریټو لکه ډیمونو او پلونو او داسې نورو کې کارول یی ډير مهم دي، ځکه کولی شي د زیات وزن پروړاندې ودریږي.
ګټې .Advantages
i. فولادي قالبونه مضبوط او مداومت لرونکي وي .
ii. د کانکریټي ساختمان وروستۍ سطحه یې ښکلې او همواره وي.
iii. بیا ځلې کارولو شمیر یې لوړ دی .
iv. په اسانه نصب کیږي او په اسانه رالري کیږي .
تاوانونه .Disadvantages
i. قیمت یې لوړ دی .
ii. وزن یې زیات دی د غټو ساختمانونو د قالب په وخت پورته کوونکو وسایلو ته ضرورت وي .
iii. زنګ یې وهي .
iv. تیار سایزونو او شکلونو محدودیتونه یې شته .
4. المونیم د قالب موادو په توګه . Aluminum as Formwork Material
کله کله المونیم هم د فابریکوي جوړ قالب په شکل کاریږي .څرنګه چې ددې وزن کم او ښه محکمیت هم لري نو زیات مشهور شوي.دا لږې اتکاوې او لږتړل غواړي.
ګټې .Advantages
i. اسانه نصب کیږي او اسانه خلاصیږي.
ii. څرنګه چې وزن یې کم دی سبمالول او لیږدول یې اسانه وي .
iii. څو ځلې بیا کاریدای شي.
iv. په یو وخت د ساختمانونو دیوالونه او سلبونه کانکریټ ریزي کیدای شي.
v. د المونیم قالب په کارولو سره بې درزه ساختمان جوړول کیدای شي.
تاوانونه .Disadvantages
i. کله چې وزن ترټولو لوړ حد ته رسیږي ،سپک وزن مقطعې کیدای شي کړوپې شي.
ii. په المونیمي قالب کې مهندسي تعدیلونه او او تغیر راوړل شوني نه وي.
5. پلاستیک د قالب موادو په توګه. Plastics as Formwork Material
پلاستیک د قالب موادو یو بل ډول دی چې د وړو کانکریټي ساختمانونو او د ساختمان دپیچلې برخې د قالب لپاره کاریږي.ددې وزن کم دی او د اوږدې مودې لپاره مداومت لري.د پیچلو ساختمانونو لپآره .ښیښه لرونکي پلاستیک (GRP) قالب کاریږي .
ګټې .Advantages
i. پلاستیک کم وزن لري او په اسانه سمبالیدای شي.
ii. د پیچلي شکل ساختمان لپاره قالب ترې په اسانه چمتو کیدای شي.
iii. د اوبو پروړاندې ښه مقاومت لري.
iv. کوم پلاستیکي تختې چې تخریب شي په اسانه تعویض کیدای شي.
v. که د پلاستیکي تختو کیفیت ښه وي د بیرځلې کارولو شمیر یې لوړ وي.
تاوانونه .Disadvantages
i. پلاستیک د تودوخې پروړاندې کمزوری دی .
ii. دا قیمته مواد دي.
iii. د نورو موادو په پرتله ډیر بار نه شي اخستی .
6. مګنیزیم د قالب موادو په توګه . Magnesium as Formwork Material
مګنیزیم د قالب یو ډول نور مواد چې په قالب کاریږي.مګنیزیم د قالب لپاره مستقیما نه کاریږي ،بلکې د اکسیجن اتومونو سره یوځای کاریږي څو مګنیزیم اکساید تشکیل کړی او معمولا دیته مګنیزیا MgO ویل کیږي.د مګنیزیم اکساید تختې په ډيرو هیوادونو کې نن سبا د قالب لپآره د اغیزمن موادو په توګه کاریږي.
ګټې .Advantages
i. د Mqo تختې سپک وزن لري او په اسانه سمبالیدای شي.
ii. د اوبو او اور ضد دي.
iii. چاپیریال ته زیان نه رسوي.
iv. د درندو بارونو پروړاندې ښه مقاومت کولی شي.
تاوانونه .Disadvantages
i. کله چې د Mqo تختې له لمدو کانکریټو سره مخ شي ،په Mqo کې شته منګانیر کلوراید تجزیه کیږي او د سیخانو د زنګ وهني لامل ګرځي .
ii. د نصب لپآره یې ماهرو کاریګرو ته ضرورت دی .
iii. Mqo تختې په لمدو شرایطو کې ښه کار نه کوي .له چاپیریال څخه نم جذبوي او تخریب سره مخ کیږي .