لیکنه: حمیدالله کامران
قانون چې په یو ځانګړی وخت کې په یوه ټولنه حاکم وي او د ټولنې د افرادو ترمنځ روابط ترتیب او تنظیم کوي ، قانون له یوي حیواني ټولنې څخه انساني ټولنه جوړوي او د پرمختګ او هوسایني پر مخ یی بیایي .
قانون د وګړو په اړیکو باندی کنترول او نظارت کوي او نه پریږدي چې خپلسري رامنځ ته شي ، که په یوه ټولنه کې حاکم قانون په سمه توګه تطبیق شي نو ټولنه له انارشیزم او ټوپک سالارۍ څخه نجات مومي او حق حقدار ته سپارل کیږی .
د قانون تطبیق ډیرې ګټې لري چې په یو څو به یی دلته زه رڼا واچوم .
عدالت او مساوات رامنځ ته کوی
که په یوه ټولنه کې حاکم قانون تطبیق شي نو په ټولنه کې واقعي عدالت رامنځ ته کیږي او د هیڅ چا حق ته تلف کیږي ، دخلکو سره رظایت موجود وی او ددی ویره ورسره نه وي چې حق به مو تر پښو لاندی شی ، هر چاته خپل حق په تله تلل شوی رسیږي او له هیڅ چاسره ظلم او ناروا نه کیږي ځکه قانون د ټولو لپاره دی او هیڅ څوک له قانون څخه پورته ندی .
د زورواکۍ مخه نیسي
قانون په ټولنه کې په افرادو باندی په جبري ډول تطبیق کیږي او هیڅوک نشی کولای چې د قانون په وړاندي ودریږي او ورسره مبارزه وکړي ، نو قانون دی چې د زورور څخه د مظلوم حق اخلی او مظلوم ته یی ورکوی د زورور مخه نیسی او کمزوری حمایت کوی .
نو چی کله قانون تطبیق شی زورواکان په خپله لاری ته راځي او په خپل زور نه مغروره کیږي او که قانون نه وی نو هغه څوک چې زر او زور لری د همغی به منل کیږی او راج به یی چلیږي .
اداری فساد له منځه وړي
نن سبا چې په افغانی ادارو کی فساد اوج ته رسیدلی لوی لامل یی د قانون نه تطبیق دی که یو ځل په رشوت خورو باندی قانون عملی شی له دندی ګوښه شی او عدلی او قضایی ادارو ته وپیژندل شی بیا هیڅوک د رشوت اخستو جرات نشی کولای نو د قانون نه تطبیق اداری فساد ته لاره خواروی او تطبیق یی بیا مخنیوی کوی که افغان حکومت غواړی اداری فساد ختم کړی باید قانون په سم ډول تطبیق کړی او کنه دا سمبولیک او تش په نامه کمیسونونو نتیجه صفر وه او صفر به وی .
د ملت او دولت تر منځ واټن راکموی
د قانون تطبیق پرخلکو کی رضایت رامنځ ته کوی او خلک په حکومت باندی باور پید کوی او د باور رامنځ ته کیدو په صورت کی خلک له حکومته راضی کیږی او د حکومت هر ډول فرامینو ته له زړه نه اطاعت کوی او سرغړونه ور څخه نه کوی . د حکومت د مشروعیت لپاره دا یو دلیل دی چې خلک یی څومره پریکړی منی او له څومره سره یی مخالفت ښایی ، او دا یوه تجربه شوی خبره ده د نړی هغه هیوادونه چی کفری او که اسلامی خو چې خپلو وضعه کړی قوانینو تطبیق کوی نو ملت او خلک یی تر حوشحاله دی او د هیواد لپاره مهمه خبره د خپلو وګړو رضایت دی .
ټولنیزامنیت رامنځ ته کوی
د قانو د تطبیق یوه ګټه داده چې په ټولنه کی د خلکو د ځان مال او ناموس په وړاندی حطرونه له منځه وړی او د انسانانو د اساسی حقوقو ساتنه کیږی لکه د ژوند حق، تعلیم حق، بیان ازادی حق ، صحت حق او داسی نورو حقوقو ساتنه ورباندی کیږی ، د قانون تطبیق سره امنیت هم راځي او د بی امنۍ مخنیوی کیږی .
د هیواد ترقی او پرمختګ ضامن ګرځي
که په یوه ټولنه کی قانون حاکم نه وی نو دا ټولنه ورو ورو د تنزل خوا ته ځي او که چیرته په یو هیواد کی قانون تطبیق شی نو هیواد په کراره کراره پرمختګ کوی او ورځ په ورځ یی د وګړو په ژوند او اقتصاد کې بدلون راځي او د هوسا اوسیدلو ارمان یي پوره کیږي دا په نړۍ کې یوه تجربه شوې خبره ده ، نو د قانون تطبیق دی چی یو هیواد د سیالانو سیال کوي او د هغوی سره یی په یو قطار کې ودروي.
You also might be interested in
لیکنه: ثناءالله مهربان دوهمه برخه : داساسي قانون پرتطبیق څار[...]
لیکنه: محمد عارف رسولي سریزه په دې وروستیو اونیو کې[...]
لیکنه: حمیدالله کامران انسان یو ټولنیز مخلوق دی او له[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی