لیکنه: اسدالله الفت
لومړي برخه
دقانون عمومي پيژندنه
قانون د انسان د فطري او طبعي اړتياو له جملي څخه دې ٠قانون ته دبشر اړتيا او ضرورت يوازي نن ورځ نه دې احساس سوي بلکې د انسان د پيدايښت له ورځي تر قيامته پوري قانون ته ضرورت لري تر څو خپل ژوند ته سمون ورکړي٠
د آدم (ع) څخه تر حضرت محمد (ص) پوري د ټولو پيغمبرانو بعثت هم د انسان په ژوند کې د قانون دضرورت يو بل دليل دې٠
آسماني اديانو په پيړيو پيړيو د انسان د ژوند مختلفو اړخونو ته سازمان اوجوړښت بخښلي دې چې د انساني او بشري حقوقو د پراختيا سبب ګرځيدلي دې.
لومړي:دقانون عمومي معلومات :ـ
د قانون د کليمي اساس او بنسټ د يوناني کليمي (canon) څخه اخيستل سوي ده چې د قاعدې په مانا استعماليږي او همدارنګه د روم په حقوقو کې د قانون پرځاي (lex) وروسته د فرانسې په حقوقي اصطلاحاتوکې ورته (loi) چې د لوستلو په مانا ده تفسير سويده.
يعنې(Iex) يا(loi) عبارت دهغه حقوقي مقررې څخه ده چې ليکل سوې وي اودلوستلووړوي.
لومړى :د قانون تعريف:-
قانون د يوناني کليمې Cannon څخه اخيستل سوى چې د ډيرو معناؤ ترڅنګ د قاعدې او ترتيب معنْى هم لري او قانون د لفظي نظره د مقياس او اندازه کولو په معنْى سره تعريف سوي چي جمع يي قوانين دي.
د قانون کليمه په عام مفهوم سره: –
دکارقاعدي ته وائي چي په ټولو علومو اواړخونوباندي اوهم په ټولو شيانو باند عالم اوحاکم وي .
قانون په ځانګړي مفهوم سره : د ټولنيز ژوندانه دستور دې چې د باصلاحيته مقام لخوا د عرف او عاداتو په اعتبار سره د حق او ناحق ، سزا او جزا د نيک او بد د تشخيص په اړوند داجرايوي ضمانت په واسطه مقدر او بيانيږي چې موخه يي د ټولنيز نظم د وګړو او دولتي مقاماتو د بي مورده اوبي ځايه لاسوهنو څخه مخنيوى دې .
دقانون اصطلاحي تعريف: عبارت دۍ د هغه مقرراتو، دساتيرو اواحکامو څخه چې ددولت اوملي شوراد مجلس له خوا دسمونونو اودټولنيزو چارو داداره کولو په موخه نافذيږي .
ولي نن ورځ په اکثروټولنواوملتونوکې قانون دهغه حقوقي قاعدي څخه عبارت دې، چي ديوه هيواد دباصلاحيته غړولخواوضع اوپه دوامداره توګه په ټولوباندي دپلي کيدووړګرځي .ياپه بل عبارت قانون دخلګودارادي څخه عبارت دې.
قانون هغه صريح اوالزامي امردې چې د واکمنو چارواکو يا مقاماتو لخوا وضع او تدوين سوي وي.هدف او منظوريي د ټولني د راتلونکي ښه والي او رهنمايي وي ( ۱).
يا په بل عبارت سره قانون په لاندي ډول تعريف کولاي سو: قانون يو حقوقي تفکر دې چې د ټولني په منځ کې د حاکم (واکمن )اراده داستازي (نماينده) پواسطه بيانيږي
بناء قانون د حق د رسمي اعلان او د هغه د عقلي بيان څخه عبارت دي .
يا داچې قانون دت فکرد ارادو د کاملي مجموعي څخه عبارت دي ځکه چې د يوي صلاحيت لرونکې مرجع څخه د ناشي عمل او د يو منطقي تصميم متضمن دې.
کريسپ يوناني فيلسوف قانون په لاند ډول تعريف کوي :قانون په عامه مانا(دټولوالهي اوبشري امورو ملکه ده يعني د ظلم او عدالت قاعده ده) او د هغه کسانو لپاره چې د طبيعت پواسطه مدرن ژوند ته رابلل کيږي د امرانو امر بلل کيږي(۲).
دپورتنيو معني ګانو څخه علاوه قانون په لاندي معناوو سره هم استعماليږي .
الف: قانون هغه حقوقي قاعدي ته ويل کيږي چې داجرايوي ضمانت درلودونکي وي ٠
ب: قانون هغه حقوقي قاعدي ته ويل کيږي چې عام يا خاص وي اودمقننه قوي لخوا وضع سوي وي ٠
بناءً هغه تصويبنامي چې د ضرورت په وخت ک داجرايه قوي پواسطه وضع کيږي د قانون معني نه افاده کوي ٠په همدي لحاظ ويل کيږي چې تصويب نامه دقانون نسخه کوونکې نسي کيداي (۳)
دوهم:دقانون ډولونه (انواع )او اقسام :
قانون د خپل ماهيت په لحاظ مختلف ډولونه (انواع) او اقسام لري مونږ ددي انواعو لنډه يادونه کوو٠
قانون په لومړي سر کې په دوه ډوله ويشل سوي دې چي عبارت دي له :
١ : الهي قانون ٢ : بشري قانون
الهي قانون:
الهي قانون د هغه قانون څخه عبارت دې چې دهغه حقيقت او ماهيت په الهي شريعت او وحي پوري اړه (تعلق ) لري ٠ پدي معني چې الهي قانون د وحي او الهي شريعت څخه اخيستل سوي دې.
٢:بشري قانون :
بشري قانون له هغه قانون څخه عبارت دي چې بشر يي د ټولني د اداري لپاره وضع کوي ٠ يا بشري قانون هغه اصول او مقررات دي چې بشر يي د خپل ژوندانه د امورو د تنظيم لپاره وضع کوي ٠ چې بشر د خپل عقل په مرسته دا قانون وضع کوي٠
بشري قانون په خپل وار( نوبت) سره په دوه برخو ويشل (تقسيم ) سوي دې چي عبارت دې له :
الف : اساسي قانون ب : عادي قانون
الف :اساسي قانون :
اساسي قانون د هغه موضوعه او مدونو قواعدو ،مقرراتو اونورمونو له مجموعي څخه عبارت دي چې د ټولني د لارښودو قواعدو په راس کې قرار لري او هدف يي د دولت د عامه اوامرو تنظيم او د هغه تشکيل کوونکې عناصر دي بالاخره د خلکو په حقوقو،آزاديو،مکلفيتونو او وجايبو باند حکميت لري.
ب: عادي قانون
عادي قوانين له هغه قواعدو او مقرراتو څخه عبارت دي يا هغه احکام او لارښووني دي چې د اساسي قانون څخه يي الهام اخيستې وي (۴).
هر هيواد د خپلو اتباعو د حقوقو د تضمين لپاره قوانين وضع کوي ٠ دا قوانين يوازي د همدغه دولت په قلمرو او حاکميت لاندي سيمه کې د تطبيق صلاحيت لري ٠
د يوه هيواد په قلمرو او حدودو کې د بل هيواد (خارجي ) قانون اجرا او تطبيق کيداي نسي ، مګر په ځينو خاصو حالاتو کې هيوادونه د هغه افرادو د امورو د تنظيم لپاره چې د يو بل هيواد تابعيت ولري .
نور بيا