لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د قدر شپه د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه او طاق شپو کې راځي چې له زرو میاشتو یا ۸۳ کلونو څخه غوره ده. د دې میاشتې عبادت مسلمان ته د تېرو ګناهونو د بخښلو سبب کېږي لکه چې زیات شمېر قرآني او نبوي لارښوونې د دې خبرې ویندويي کوي چې وروسته به ذکر شي. د یوه حدیث شریف مفهوم داسې دی: هغه چا چې د اېمان او احتساب په فضا کې د قدر شپه له عبادت، اطاعت، د قرآن له تلاوت، غوره بندګۍ، خالص نیت او دعا په فضا کې و نمانځله نو لوی خدای (ج) د هغه مسلمان تېر ګناهونه بخښي. د قدر شپه د روژې د وروستۍ لسیزې په طاق شپو کې موجودیت لري چې انسانانو ته په واضحه توګه د هغه لیدل او کشف کول ممکن نه دي خو په یو شمېر احادیثو کې د هغه ځینو نښو ته اشاره شوېده چې په څه ډول شپه ده؟ د دې ټولو سره سره بیا هم د دې شپې څرګندېدل همداسې نامعلومه پرې ښودل شوي دي. د ډېرو پوهانو په نظر د دې نامعلوم توب حکمت او راز په دې کې دی څو مسلمانان د رمضان ټوله میاشت او بیا په ځانګړې توګه د هغه وروستۍ لسیزه او طاق شپې عبادت ته زیاته پاملرنه وکړي او د خپل نېک عمل د تلې پله پرې درنده کړي.
د قدر د شپې ماناوې
د قدر شپه ګڼې ماناوې لري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي:
د قدر په شپه قرآن کریم نازل شوی دی او ځینې آثار داسې څرګندوي چې د دې شپې یوه مانا دا ده چې ملائکې په دومره لوی شمېر ځمکې ته تشریف راوړي چې نور نو د ځمکې په سر خالي ځای نه پاتې کېږي او د راتګ موخه یې دا وي څو د انسانانو او مخلوقاتو اعمال وزن کړي. د قدر د شپې بله مانا دا ده چې په دغه شپه د انسانانو اعمال وزن کېږي او د ټولو اعمالو د تقدیراتو پروسه په همدې شپه صورت مومي.
د قدر د شپې عظمت
خدای (ج) په قرآن کریم کې د نوموړې شپې د عظمت په هکله فرمایلي دي: ژباړه: ( دغه قران مو په مبارکه شپه نازل کړی دی او موږ د هغه مراقبت کوونکي یو) سوره دخان ۱ آیت. په دې آیت شریف کې لوی خدای د قدر شپې ته د مبارکې شپې نوم ورکړی او د ډېرو علماوو او محدیثینو له نظره دا شپه د قدر شپه ده چې قرآن کریم پکې نازل شوی دی. په بل ځای کې یې فرمایلي دي: ژباړه (په دې شپه د هر حکم امر جدا کېږي) د دخان سوره ۲ آیت. پوهان د دې آیت شریف تفسیر په دې ډول کوي چې په دې شپه د ټولو پیدا شویو څیزونو اندازه ګیري او تقدیر په عامه توګه صورت مومي، په دې شپه د مرګ او ژوند، د نجات اخیستونکي او هلاک شوي، د بختور او بدمرغ، د حاجي او غیر حاجي، د عزتمندۍ او ذلت، د آبادۍ او وچکالۍ او هر هغه څه چې خدای (ج) په یوه کال کې غوښتي وي، اندازه او تقدیر کېږي. د پیدا شویو څیزونو د اندازه کولو او تقدیر څخه مطلب د پوهانو په نظر هغه تقدیرات دي چې په همدې شپه لوح محفوظ ته لېږدول کېږي. خو ځینې اسلامي پوهان وایي چې هدف له تقدیراتو څخه دا دی چې په دې شپه نوموړي تقدیرات ملایکو ته معلومېږي چې ګواکي په یو کال کې د مخلوقاتو د برخلیک په اړه کومې پېښې، بدلونونه او څه ډول چارې را منځته کېږي. بیا هم وروستۍ خبره په دې هکله دا ده چې د دې ډول تقدیراتو له یادونې څخه یوازې د کائیناتو ستر واکمن الله (ج) ښه پوهېږي چې اصلي موخه یې څه ده؟ د قدر په سورت کې لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه (دغه قرآن د قدر په شپه نازل شوی دی، څه پوه شوی چې د قدر شپه څه شی ده، د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده، په دې شپه ملایکې او جبرائیل له هر امر سره د الله (ج) په امر نازلېږي، امن دی حتی د سهار تر راختلو پورې). د قدر سوره له لومړي څخه تر وروستي آیت پورې. لوی خدای (ج) دغه شپه د قدر د شپې په نوم و نوموله ځکه چې دغه شپه د خدای (ج) په نزد ډېر ستر مقام لري او په دې شپه ګناهونه بخښل کېږي. همدارنګه په نوموړې شپه عیوب پټېږي او مومنو انسانانو ته د مغفرت غېږه پرانیستل کېږي لکه چې ابو هریره (رض) په یوه حدیث شریف کې وایي چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (چا چې د قدر شپه د اېمان او احتساب په فضا کې د خدای (ج) په عبادت سره تېره کړه نو د هغه تېر ګناهونه بخښل کېږي) رواه بخاري و مسلم.
د قدر په شپه بیداري
په بیدارۍ یا ویښ والي د قدر د شپې تیرول مستحب عمل دی څو د هغه د کشف کولو لپاره د رمضان د میاشتې د وروستۍ لسیزې په طاق شپو کې د عبادت کولو ځانګړې هڅه وشي او د امکان په صورت کې ذکر شوې طاق شپې د خدای (ج) په اطاعت، عبادت، لمونځ، دعاوو او د قرآن کریم په تلاوت سره تیرې شي او دغه عمل ته اسلامي پوهانو د مستحب عمل لقب ورکړی دی. باید وویل شي چې د رمضان د وروستۍ لسیزې طاق شپې د همدې میاشتې ۲۱مه، ۲۳ مه، ۲۵ مه، ۲۷ مه، او ۲۹ مه شپه ګڼل کېږي چې ټولې پنځه شپې کېږي او روژتی یې د ویښ تېرولو او په هغه کې د زیات عبادت کولو هڅه کوي.
د قدر د شپې وخت
پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (د قدر شپه د رمضان د میاشتې د وروستیو لسو روژو په طاق شپو کې پیدا کړی) رواه البخاري. خو ابن عمر (رض) روایت کوي چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (د قدر شپه د روژې اووه ویشتمه شپه ده) رواه احمد و سنن ابي داود. ابن عباس په دې نظر دی چې د قدر شپه د روژې ۲۷ مه شپه ده او هغه خپل ګمان د ځینو نورو امورو پر بنسټ داسې څرګندوي چې آسمانونه اووه طبقې لري، ځمکه اووه طبقې ده، اونۍ له اوو ورځو څخه تشکیل شوې ده، انسان له اوو څیزونو څخه پیدا شوی دی، طواف اووه ځلې اجرا کېږي، د صفا او مروا تر منځ اوه ځلې سعیه یا کوښښ کېږي او د حج په موسم کې د شیطانانو ویشتل د اوو شګو په وسیله صورت مومي چې رمی الجمار ورته ویل کېږي. نو د ده په ګمان چې د قدر شپه هم د روژې د وروستۍ لسیزې اوومه شپه چې د اووه ویشتمې روژې له شپې سره برابره ده. خو د دې ټولو احتمالاتو سره سره دا خبره تر اوسه پورې په پرېکنده ډول ثابته نه ده چې ګواکي د قدر شپه دې د رمضان د میاشتې د روژې ۲۷ شپه وي بلکي دغه امر د ځانګړي خدایي حکمت او راز له مخې د بشر په تاریخ او د اسلام په روښانه تاریخ کې نا معلوم پاتې شوی دی کېدای شي د رمضان د میاشتې د وروستۍ لسیزې هره طاق شپه د قدر له شپې سره سمون ولري.
د قدر د شپې نمانځنه
لازمه ده چې د قدر په شپه یو مسلمان زیاتې دعاګانې وکړي، لمونځ وکړي او د قرآن کریم تلاوت ته ښه زیات وخت ځانګړی کړي او دغه دعا زیاته تکرار کړي لکه چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عني) ژیاړه ای خدایه ته عفو کوونکی یې، عفو دې خوښیږي نو ماته عفو وکړه) همدارنګه نورې داسې ډېرې ماثورې دعاګانې شته دی چې باید وویل شي. په همدې توګه دعا کوونکی مومن کولای شي چې په خپله مورنۍ ژبه د خپلو دیني او دنیوي امورو د سمون لپاره راز راز دعاګانې په دې شپه وکړي او که چېرې د زیات وخت لپاره انسان دغه شپه په ویښ والي او عبادت سره تېره کړي نو غوره خبره ده.
د قدر شپې د ثبوت نښې
د قدر د شپې د نښو او علایمو په هکله د خلکو تر منځ ډول ډول خبرې شته او په دې هکله یو لړ احادیث هم وجود لري چې موږ د دې ډول خبرو او وارد شوو احادیثو په هکله لنډه یادونه کوو.
لومړۍ نښه: د سبا لمر به یې ډیر روښانه نه وي
ابی بن کعب (رض) روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) موږ خبر کړي یو چې د قدر د شپې یوه نښه دا ده چې د هغې شپې د سبا لمر به په داسې شکل وي چې زیاته شعاع به نه لري) رواه مسلم.
دوهمه نښه: د قدر شپه به روښانه او متعدله وي
د ابن عباس (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (د قدر شپه به روښانه او ځلېدونکې وي، ډېره توده او سړه به نه وي، د دې شپې وروسته به د روځې لمر سوربخن او کمزوری وي) صحیح ابن خزیمه.
دریمه نښه: ستوري به په آسمان کې نه وارېږي
له وایله بن الاسقع (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (د قدر شپه به روښانه وي، نه به ګرمه او نه یخه وي، په دې شپه کې به ستوري نه وارېږي) رواه الطبراني. د دې حدیث شریف مانا دا ده چې په دې شپه به ویشتونکی ستوری (شهاب ثاقب) په آسمان کې نه وارېږي ځکه چې شيطان ته په دې شپه د وتلو اجازه نشته او نه به شي کولای د آسمان کنارو ته ورلنډ شي. همدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې عباده بن صامت د پیغمبر (ص) څخه روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (دغه شپه به صافه او ځلېدونکې وي، سپوږمی به یې ډېر روښانه وي، دغه شپه به آرامه او معتدله وي، ګرمي او ساړه به نه وي، ستوري به نه وارېږي، لمر به یې په سهار باندې زیاته روښنايي نه لري بلکي د څوارلسم سپوږمي ته به ورته وي او په دې شپه شيطان ته د وتلو اجازه نشته) رواه احمد.
افواهات
ځینو کسانو د یو شمیر علامو یادونه کړې ده چې د دغه راز او ورته نښو په هکله په ځینو ټولنو کې راز راز خبرې او ګنګوسې شته دي، خلک یې خوله په خوله یوه بل ته انتقالوي او بحث پرې کوي خو کوم شرعي اصل نه لري. د دې ډول افوهاتو ځینې نمونې یې په دې ډول دي: ځینې وایې چې په دې شپه په ځمکه کې ټولې را شنې شوې ونې په سجده پرېوزي کله چې سهار شي نو خپل اصلي حالت ته را ګرزي چې دا ډول خبره د اسلامي پوهانو په آند ناسمه ده. ځینې وايی د قدر په شپه تروې اوبه په خوږو بدلېږي چې دا خبره کوم شرعي اصل نه لري او نه یې هم عملي نمونه په تاریخ کې لیدل شوې ده. ځینې وایي چې په دې شپه سپي نه غاپي چې دا خبره ناسمه ده. ځینې وایي چې په دې شپه په تیاره ځایونو کې ډېوې لګېږي او ټول ځایونه روښانه وي او ځینو خلکو ته په ځانګړي ډول دغه ډېوې ښودل کېږي چې دا خبره ناسمه ده او کوم شرعي دلیل نه لري. ځینې وايی چې په دې شپه له هر لوري غیبي آوازونه او په لوړ آواز د سلام اچولو غږ تر غوږ کېږي چې دا خبره هم ناسمه ده خو ځینې پوهان د دې خبرې احتمال نه ردوي چې الله (ج) په ځانګړي ډول خپلو ځینو داسې دوستانو ته غیبي آواز تر غوږ کړي چې په ټولنه کې نامعلوم دي خو الله (ج) ته نازولي، دینداره، مخلص، ریښتني، عالم او مختار کسان دي. خو دا کار یوازې د قدر په شپه پورې منحصر نه دی او بل دا چې عامه بڼه نه لري.
دوه مهم څیزونه
د قدر د شپې په هکله دوه ډېر مهم څیزونه دي چې باید مسلمانان یې په پام کې ونیسي:
لومړی: په دې خبره باندې د خلکو پوهول ضروري دي چې څوک دې د دې شپې د لیدلو هڅه نه کوي بلکي د قدر له شپې څخه عبرت پدې کې دی چې له خپل ځان څخه د هغه په اړه د عبادت کولو هڅه، اخلاص، تلاش، کوښښ او هلې ځلې څرګندې کړي. د پوهانو په آند د قدر د شپې د پټ پرېښودلو یو عمده دلیل دا دی چې هېڅوک د هغه په بشپړ لیدلو بریالي نه شي څو هر مسلمان د رمضان په میاشت، د دې میاشتې په وروستۍ لسیزه او د وروستۍ لسیزې په طاق شپو کې ډېر عبادت وکړي، دعاوې وکړي، خپلو ګناهونو ته مغفرت وغواړي او خپل ځان د الله (ج) دربار ته ور نږدې کړي.
دویم د قدر د شپې په هکله راجح قول دا دی چې دغه شپه یوازې د اسلامي امت لپاره نه بلکي ټول پخواني امتونه هم د دې شپې له امتیاز څخه برخمن وو. د ابي زر (رض) څخه روایت دی چې له پیغمبر (ص) څخه پوښتنه وشوه چې ای د خدای پیغمبره آیا د قدر شپه د پیغمبرانو په راتګ سره راځي او کله چې هغوی وفات شي نو بېرته پورته کېږي؟ پیغمبر (ص) ورته وویل (نه بلکي هغه به پاتې وي). د دې حدیث شریف څخه دا حقیقت په ډاګه کېږي چې د قدر شپه د ټول هغه عالم بشریت لپاره عمومیت درلود چې د خدای (ج) له لوري یې د راغلو پیغمبرانو دعوت ته لبیک ویلی دی. خدای دې (ج) دې موږ ته د داسې عبادت توفیق راکړي چې د دې مبارکې شپې بشپړ امتیاز مو په برخه شي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…