- لیکوال: عبیدالله حسام
- د ډېپریشن (ژور خپګان) مرض علاج څه دی؟
- خوشالي له کومه ترلاسه کړو؟
دا هغه پوښتنې دي چې زمونږ په ټولنه کې یې هر انسان له ځان او یا له بل نه پوښتي.
الله سبحانه و تعالی خپل کتاب ددې لپاره نازل کړی ترڅو ترې انسانان ګته پورته کړي او ترڅنګ یې ددې شریف کتاب له برکته د هر مرض علاج وشي.
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ، وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا (الاسرا 82).
ژباړه: مونږ ددغه قرآن کریم نازلولو په لړ كښې هغه څه نازلوو چې د منونكو لپاره خوشفا او رحمت دى، مګر د ظامانو لپاره له زيان نه پرته بل څه نه زياتوي.
د نورو امراضو ترڅنګ د ډېپریشن (ژور خپګان) یا اضطراب مرض علاج هم قران کریم په واضحه توګه په ګوته کړې چې په دې لیکنه کې به پرې مفصل بحث وکړم.
الله تعالی وايي: أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (سوره الرعد آیه 28).
ژباړه: پوه شئ چې یوازې د الله تعالی په ذکر زړونه مطمئن کیږي (سکون ترلاسه کوي).
کله چې زړه مطمئن شي، هرڅه سمیږي.
په بل مبارک ایت کې الله تعالی فرمايي: یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اسْتَجِیبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاکُم لِمَا یُحْیِیکُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ یَحُولُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ (انفال ایة ۲۵).
اى ايمان راوړونكو! د الله تعالی او د هغه د پيغمبر (صلی الله علیه و سلم) بلنې ته لبيك ووايئ، كله چې پيغمبر (صلی الله علیه و سلم) تاسو ته د هغه شي په لور بلنه دركړي چې تاسو ته ژوند بښونكى دى، او وپوهېږئ چې الله تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حايل دى او د هماغه لوري ته به تاسو ټول ورغونډ كړاى شئ.
په دې ایت کې الله تعالی خپلو بندګانو ته وايي چې زما او د رسول (صلی الله علیه و سلم) غوښتنو ته مثبت ځواب ووایئ ترڅو بیا ژوند دروبخښم.
په دې ایت کې هغه چاته غږ شوی چې په ځمکه ګرځي خوراک څښاک کوي خو په معنوي توګه مړه دي.
ځینې علما وايي: له دعاکم (غږ) نه مراد قران کریم دی خو نور بیا وايي چې له دې غږ نه مراد اسلام دی.
ددې مبارک ایت په رڼا کې دا جوته ده چې که مونږ د الله تعالی او د هغه رسول (صلی الله علیه و سلم) غوښتنو ته مثبت ځواب ووایو او عمل پرې وکړو، مونږ ته حقیقي ژوند رابخښي او دا واضحه ده چې په ریښتینې ژوند کې هیڅ درد او تکلیف یا مرض نه شته، خو که مونږ دغه غوښتنې ونه منو په ډېرو داسې ذهني مرضونو اخته شو چې له امله به یې زمونږ ژوند تریخ او بې خونده شي، له معنوي اړخه به مو نابود او د حقیقي ژوند ښکلا په سیند لاهو کړي.
هغه انسان چې د الله تعالی په سمه توګه عبادت کوي، دوی ته الله تعالی حقیقي او له سکون نه ډک ژوند ورکوي، خو هغه څوک چې د الله تعالی له عبادت څخه غافله شي، په بېلابېلو مرضونو او کړاونو اخته کیږي.
د هغوی چې د الله تعالی له عبادت نه غافل دي مثال داسې دی لکه په تیاره کې چې ولاړ وي او هېڅ لاره ورته نه ښکاري، چې هره خوا درومي رڼا نه ترلاسه کوي ترڅو خپل ژوند له دې کړاونو بچ کړي او د سکون نه ډک ژوند ولري.
حقیقي ژوند ته لاره الله تعالی په خپله په ګوته کړې: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (النحل ایة 97).
څوك چې ښه عمل وكړي، كه هغه نارينه وي او كه ښځه ، په دې شرط چې مؤمن وي، پرهغه به مونږ په دنيا كښې سپيڅلى ژوند تيركړو او( اخرت كښې به) دغسې خلكو ته دهغوی د ښه عملونو په بدل کې ډېر ښه اجر ورکړو.
په دې مبارک ایت کې زموږ دا پوښتنه ښه ځواب شوې، چې څنکه له خوښیو ډک ژوند وکړو او د دنیا له ناکردو ځان وساتو؟
ځواب خپله الله تعالی وايي: څوک چې نیک اعمال ترسره کړي، الله تعالی به هغوی ته ښایسته ژوند ورکړي هم په دې دنیا او هم له دې وروسته.
إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ، وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ، يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ (الانفطار ایة ۱۳-۱۴).
ضرور به نېكان په زياتو خوند ونو كښې وي، اوشك نشته چې بدكاران به په دوزخ كې اوسېږي او د جزا په ورځ به هغوي دوزخ ته حتما ورننوځى.
په دې ایت کې نعیم د نعمت جمعه کلمه ده چې هرنعمت لکه د صحت، د ثروت، د خوشالي او هر بل نعمت پکې شاملیږي.
په یو بل ایت کې الله تعالی فرمايي:
فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى ( اللیل).
چاچې (د الله تعالی په لاركې شتمني وركړه)، او (د الله تعالی له نافرمانۍ نه يې) ځان وساتو او نيكي يې ريښتېنې كړه ، هغه ته به مونږ د اساني لپاره لار اسانه کړو.
يعنې څوک چې په نېكه لاره مال مصرفوي او په زړه كې له الله جل جلاله څخه ويريږي، دیني خبرې رښتيا ګڼي، پر ربانى بشاراتو باندې باور لري او صحيح يې ګڼي، د هغه لپاره به مونږ د نېكي لارې ورآسانوو او په پاى كې به يې د آساني او راحت مقام ته رسوو چې د هغه نوم جنت دى .
وَأَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنَى * وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى *( اللیل).
او چا چې بخيلي وكړه ( له خپل خداي نه يې) بې پروايي وكړه، او نيكي يې دروغ وګڼله، هغه ته به مونږ سخت ځاى ته د ورتګ لار اسانه كړو.
يعنې هرچا چې د الله جل جلاله په لاره كې خرڅ او مصرف ونه كړ، د اخرت د ثواب پروا يې ونه كړه، د اسلام خبرې او د الله جل جلاله وعدې يې درواغ وبللې، ژوند به یې له مرضونو او افتونو ډک وي، زړه به یې ورځ تر بلې تنګ، ضیق، تياره او كلك شي، او د نیكي توفيق ورځينې سلبيږي او په پاى كې په ورو ورو د عذاب انتهائي سختي ور رسيږي.
له مرضونو خالي ژوند وعده الله تعالی له هغه وخته مونږ ته کړې چې کله یې زمونږ پلار ادم علیه السلام ځمکې ته راولیږو، ورته یې وویل:
قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِیعًا بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا یَأْتِیَنَّکُم مِّنِّی هُدًی فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَلَا یَشْقَی (طه ایة ۱۲۳).
الله تعالی وفرمايل: تاسو دواړه ډلې (انسان او شيطان) له دې ځايه كوز شئ، تاسو به يو دبل دښمنان ياست، اوس كه زما له لوري تاسو ته كوم هدايت ورسېږي، نو څوك چې زما د هدايت پيروي وكړي هغه به نه ګمراه شي نه به په بد بختۍ اخته شي.
په بل ایت کې الله متعال فرمايي:
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (طه ایة ۱۲۴).
څوك چې زما له ذكر (عبادت) څخه مخ واړوي، د هغه له پاره به په دنيا كښې تنګ (له مرضونو او افتونو ډک) ژوند وي او د قيامت په ورځ به هغه ړوند راپاڅوو.
هر انسان چې د الله جل جلاله له عبادت نه غافل او يوازې د دې فاني دنيا ژوند يې د خپل مقصود قبله ګرځولې وي، د هغه ګذران به مكدر او تنګ كړی شي، په ډول ډول مرضونو به اخته شي او خوښي به یې د ژوند له کوره کډه وکړي، اګر که ظاهراً د ډير مال، دولت، عيش او عشرت څښتن ښكاري، مګر څرنګه چې زړه يې له قناعت او توكل څخه خالي وي، ددنيا د زيات حرص او ترقۍ په فكر كې تل ورك او نارامه وي او د لوږې او د سختيو له لاسه چې كله په تنګ شي نو مرګ ته په خپل ژوند ترجيح وركوي، داسې خلک به په سترګو ړانده وي، د محشر په لور به یې بيايي او په زړه به هم ړانده وي چې هيڅ يو دليل ته به لاره نه مومي. وروسته به يې سترګې خلاصيږي ترڅو د دوزخ هيبت ناك حالات وګوري.
ددې لپاره چې خپل ژوند د الله تعالی په عبادت تېر او له هر ډول مرضونو په امن شو باید تر هرڅه لومړی خپل پنځه وخته لمونځ په سمه توګه ترسره کړو، ترڅنګ یې بهترین له ثوابه ډک ذکر او عبادت د قران کریم تلاوت دی چې باید خپل زیاتره وخت ورته مختص کړو او همدارنګه ډېرې داسې دعاوې شته چې په برکت یې الله تعالی مونږ د مرضونو ترڅنګ له هرډول افت نه ژغوري.
دا باید خپل عادت کړو چې هر سهار له لمونځ نه وروسته حد اقل یوه پاڼه قران کریم تلاوت کړو، ورپسې لاندې داګانې ولولو، دا دعاګانې له نبي کریم (صلی الله علیه و سلم) څخه روایت شوي، مونږ یې باید حفظ کړو او هر سهار یې په ژبه جاري کړو ترڅو مو الله تعالی له هرډول مرض څخه وساتي.
د دعا پیل باید له الحمد لله او پر پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) درورد ویلو وروسته وشي.
دعاګانې:
1- أَصْـبَحْنا وَأَصْـبَحَ المُـلْكُ لله وَالحَمدُ لله ، لا إلهَ إلاّ اللّهُ وَحدَهُ لا شَريكَ لهُ، لهُ المُـلكُ ولهُ الحَمْـد، وهُوَ على كلّ شَيءٍ قدير ، رَبِّ أسْـأَلُـكَ خَـيرَ ما في هـذا اليوم وَخَـيرَ ما بَعْـدَه ، وَأَعـوذُ بِكَ مِنْ شَـرِّ هـذا اليوم وَشَرِّ ما بَعْـدَه، رَبِّ أَعـوذُبِكَ مِنَ الْكَسَـلِ وَسـوءِ الْكِـبَر ، رَبِّ أَعـوذُبِكَ مِنْ عَـذابٍ في النّـارِ وَعَـذابٍ في القَـبْر.(درې ځلې باید ولوستل شي).
2- اللّهُـمَّ بِكَ أَصْـبَحْنا وَبِكَ أَمْسَـينا ، وَبِكَ نَحْـيا وَبِكَ نَمُـوتُ وَإِلَـيْكَ النُّـشُور. (درې ځلې باید ولوستل شي).
3- اللّهـمَّ أَنْتَ رَبِّـي لا إلهَ إلاّ أَنْتَ ، خَلَقْتَنـي وَأَنا عَبْـدُك ، وَأَنا عَلـى عَهْـدِكَ وَوَعْـدِكَ ما اسْتَـطَعْـت ، أَعـوذُبِكَ مِنْ شَـرِّ ما صَنَـعْت ، أَبـوءُ لَـكَ بِنِعْـمَتِـكَ عَلَـيَّ وَأَبـوءُ بِذَنْـبي فَاغْفـِرْ لي فَإِنَّـهُ لا يَغْـفِرُ الذُّنـوبَ إِلاّ أَنْتَ. (درې ځله).
4- اللّهُـمَّ عافِـني في بَدَنـي ، اللّهُـمَّ عافِـني في سَمْـعي ، اللّهُـمَّ عافِـني في بَصَـري ، لا إلهَ إلاّ أَنْـتَ، اللّهُـمَّ إِنّـي أَعـوذُبِكَ مِنَ الْكُـفر ، وَالفَـقْر ، وَأَعـوذُبِكَ مِنْ عَذابِ القَـبْر ، لا إلهَ إلاّ أَنْـتَ . (درې ځله).
5- أَعـوذُبِكَلِمـاتِ اللّهِ التّـامّـاتِ مِنْ شَـرِّ ما خَلَـق . (درې ځله).
6- بِسـمِ اللهِ الذي لا يَضُـرُّ مَعَ اسمِـهِ شَيءٌ في الأرْضِ وَلا في السّمـاءِ وَهـوَ السّمـيعُ العَلـيم . (درې ځله).
7- اللّهُـمَّ إِنِّـي أسْـأَلُـكَ العَـفْوَ وَالعـافِـيةَ في الدُّنْـيا وَالآخِـرَة ، اللّهُـمَّ إِنِّـي أسْـأَلُـكَ العَـفْوَ وَالعـافِـيةَ في ديني وَدُنْـيايَ وَأهْـلي وَمالـي ، اللّهُـمَّ اسْتُـرْ عـوْراتي وَآمِـنْ رَوْعاتـي ، اللّهُـمَّ احْفَظْـني مِن بَـينِ يَدَيَّ وَمِن خَلْفـي وَعَن يَمـيني وَعَن شِمـالي ، وَمِن فَوْقـي ، وَأَعـوذُ بِعَظَمَـتِكَ أَن أُغْـتالَ مِن تَحْتـ. (یوځل).
و ما علینا الا البلاغ المبین.
والله اعلم بالصواب.
[review]
You also might be interested in
لیکوال: عبیدالله حسام نن په ټوله نړۍ کې مسلمانان په[...]
لیکنه: عبیدالله حسام په دې وروستیو کې زمونږ د ټولو[...]
لیکنه: عبیدالله حسام د کال په اوږدو کې داسې یو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی