لیکنه: ایمل فهیم
پـه اوسـنی وخـت کی د قـیـرونو د لاستـه راوړلـو څلـور طـریـقـی مـروجی دی .
اکـسیدشنی قـیـرونه چی د نـفـتی پاتی شونـود اکـسیـدشـن په اغـیـزلاسـتـه راځی .
خلا ئی قـیـرونه چی د مـازوتـو څخه غـوړی جـداکـوی اوبـاقـیمانـده مـواد یی د قـیـر په تـوګـه په صنعـت کی کـارول کـیـږی .
هغـه قـیـرونه چی د ګـودرون د اسفـالـټیزیـشن څخه په لاس راځی .
هغـه قـیـرونه چی د مختـلـفو موخـو لـپاره د قیـرونو د نـورو قسمـونـو د مخلـوط کـولو څخـه په لاس راځـی.
قـیـرجـوړونـه معـمـولاً په ځانګـړو آلاتو کی چی د کوب په نوم یادیږی صورت نیسی . کـوبونه په وقـفـوی او غـیروقفـوی توګـه کـار کـوی .
په وقفـوی صورت کی په دستګـاه کی یوعدد کـوب او په غیروقـفـوی صورت کی (7 – 8) کوبـونه ایښودل کـیـږی . په دواړو حالـتونو کی دهغـوی تـولـیدی ظـرفـیـت کم وی او قـیـر په یـو کـوب کی په 40 ساعـتونـو کی لاسته راځـی .
د کـوبـونـو د کـارطـرز په لانـدی تـوګـه دی :
کـوب ته اومـه مـاده یعـنی نـفـتی پـاتی شـونی داخلـیـږی اوتـر 300°C پـوری تـودوخه ورکـول کـیـږی . په غیروقـفـوی صورت کی (7 – 8) پوری کـوبـونو ته په مـسلسـل ډول سره د نـلونو په واسطه یود بل سـره ارتـباط ورکـوي . قـیـر د لمـړني کـوب څخـه تـر اخـر پوری جریـان پیـداکــوی ، چی د اخری کوب څخه قیر په لاس راځی . دهـوا مقدار داکـسیدیـشن لـپاره د لاسته راغلی قـیـر خاصیـت پـوری آړه لـری . چی د اکـسدیـشن عمـلـیه اګـزوتـرمـیک وی اودعملـیی تـودوخه داکـسدیشن عملـیی په واسطه جـبـران کـیـږی .
اکسدیشنی طریقی سره د بـیـټـوم دتـولـید د تکـنالوژیکي شیما تشریح
ګـدرون د خلایی تصفـیی په واسطه د تودوخی په ټاکـلی درجـه د (1) پمـپ په واسطـه د (3) د تودوخـی د تعـویض کـوونکـی د تیـریـدو وروستـه تـر °C 200 – 180 پـوری ګـرمـیـږی او (5) نـل لـرونکی داش ته داخلـیـږی .
پـه داش کی تـر 260°C پـوری ګـرمـیـږی اود (6) بـرج پـورتـنی برخی تـه داخـلـیږی . هـلـته د لانـدیـنی برخی څخه هــوا ورکـول کـیـږی اوداکـسیدیـشن عمـلیه صـورت نـیـسی . د قـیـر لـپاره د اکـسدیـشن مـوده تقریـباً دری ساعـته (3hr) په نظـرکی نـیـول کـیـږی.
وروسـتـه قـیـر داکـسدیـشنی برج دلانـدیـنـی برخی څخه د(4) سپـراتــور ته داخل هلـتـه د ګـازی فـاز پورتنی طرف ته اومـایـع فـاز د(2) پمــپ په واسطه د(3) دتـودوخـی تـعویـض کــوونـکـی دعبـور څخه وروستـه دمحصـول یعنی بـیـټـوم په توګـه د ګـټـی اخیستنی لاندی نیـول کیـږی .
داکـسیدشن دعمـلیی ګــازات او بخارات د(6) اکسیدیشنی برج دپـورتنی برخی او(4) سپـراتور څخه اخیـستل کیـږی او(7) کـاندنسـاتور ته داخلیـږی . په کـاندنساتور کی یـخ کیـدل داوبو په واسطه صورت نیـسی او وروسته محصولات (8) سپـراتـورتـه داخل او هـلـته بخارات اوګــازات د مینـځلوبـرج ته داخلـیـږی او ګـازات د لګـښت څخه بغـیـر اتـمـوسفـیرته داخلـیـږی .
د سپـراتـور د لاندیـنی برخی څخه تـورسـولـیار اخـیـستل کـیـږی ، چی دهغـه څخه د محروق په توګـه په داشـونـو کی ګـټه اخـیستـل کیـږی .