• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د قلم لار مدني ټولنې په افغانستان کي د سواد نریواله ورځ ولمانځله

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد قلم لار مدني ټولنې په افغانستان کي د سواد نریواله ورځ ولمانځله
د قلم لار مدني ټولنې په افغانستان کي د سواد نریواله ورځ ولمانځله

د قلم لار مدني ټولنې په افغانستان کي د سواد نریواله ورځ ولمانځله

راپور: سیف الله څرګند
د ۱۹۶۵ کال د نوومبر په ۱۷ د سپټمبر ۸ له خوا د سواد د نړیوالې ورځي په توګه ونومول سوه. او هیله وښودل سوه چې د دی ورځې په لمانځلو سره به د نړی په ګوټ کوټ کی د سواد د کچې د لوړولو په برخه کی کوښښونه سوی او دا به د سواد د سطحي د لوړولو په برخه کی یو نېک ګام وې.
نن (درې نۍ) چی د سپټمبر له ۸ می سره یی سمون خوري د قلم لار ټولنې له خوا څخه په ګڼ شمېر ولایتونو کی دا ورځ ولمانځل سوه.
دا په داسې حال کی چی د سواد په برخه کی لا د شته ستونزو ډېره کمه برخه هواره سوی او د مسلو چارواکو او اورګانو د نه پاملرنې له امله  نور هرڅه په خپل ځای پراته دی.
د قلم لار مدني ټولنې له خوا څخه په جوړو سوو مراسمو کی چی د هیواد په اکثریت ولایتونو کی یی نیولی و؛ زیات شمېر ماشومانو د بندو مکتبو د خلاصېدو غوښتنه وکړه او تعلیم یی د ځان حق وګاڼه. په یادو مراسمو کی چی د نن په لاره اچول سوی وو له زیات شمېر زده کونکو سره د قلمونو کتابچو، کالیو، مرسته وکړه او زیات شمېر کسان چی له دوولسمو ټولګو یو څخه فارغ سوی و شخصی پوهنتونو ته په ۱۰۰٪بخفیف سره معرفي کړل.
د قلم لار مدني ټولنې غړي فرید الله وویل چی د دوی په ملاتړ او غوښتنه ګڼ شمېر نجونې او هلکان مکتوبو ته تللی او په شه ډول سره خپلې زده کړي پرمخ بیایې او هيله یې وښوده چی په راتلونکي کې به دا بهیر نو هم چټک او غښتلی کړي.
د قلم لار مدني ټولنه چی د هیواد په ټولو ولایتونو کی یی خپل فعالیت په چټکۍ سره روان ده او د بندو مکتبونو د بیر ته خلاصولو، وړ شاګردان و شخصي پوهنتونو ته له ۷۰٪ څخه په زیات او ۱۰۰٪ تخفیف معرفي کولو، د قرطاسیی په برخه کی کومک، په لری پرتو سیمو کی زده کونکو ته کورسونه، کتابتونو، او ورزشي کلپونو د جوړولو، له اطرافو څخه هغه ماشومان ښارونو ته راوستل او په مکتب کی شامل کول چی په اطراف کی یې مکتبونه بند وې، د بندو مکتوبونو د خلاصون لپاره نه ستړی کیدونکې هڅی او کوښښونه چې په مټ یی زیات شمېر بند مکتبونه خلاص کړی، د نجونو د تعلیم په برخه کی کار کوې، نن وویل چې په کوم وخت کی به ډېرو زده کونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړی. د هیواد تعلیمې روند ته به نوی رنګ ورکړې، د خلګو او حکومت په منځ کی په تعلیمي برخه کې یو له تفاهمه ډک چاپیریال جوړ کړې.
د قلم لار مدني ټولنې یوه غړی عطالله ویسا وویل چی موږ به هر کال دا ورځ په عملی ډول سره لمانځو. نوموړي زیاته کړه چې دا ورځ به د سواد تر نامه لاندی د یوځای کیدو، پرمختګ او فکری یووالی سمبول ګرځوئ.

11668008_1647045305545420_1790608038_n

11758995_1647045252212092_1300496256_n

11997077_1647045095545441_1476711146_n

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Saifullah Sargand سیف الله څرګند

ځوانان او سبا

Aug 25, 2015

لیکنه: سیف الله څرګند د ټولنپوهنې د علم له نظره[...]

د ملتونه ټولنه

د ملتونه ټولنه

Feb 10, 2016

لیکنه: سیف الله څرګند د لومړۍ نړیوالې جګړې په ورستیو کې[...]

د لرغونو یوناني سیاسي افکارو پیژندنه

د لرغونو یوناني سیاسي افکارو پیژندنه

Aug 29, 2016

لیکنه: Puja Mondal ژباړه: سیف الله څرګند سیاسي افکار د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022