د قلم لار ټولنه
د قلم لار ټولني د کنړ په لرې پرتې ولسوالي خاص کنړ کې عامه کتابتون جوړ کړ. خاص کنړ یو له هغه ناامنه ولسوالیو څخه ده چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې تعلیمی حالات ډېر ټکڼي و، مکتبونه یا خو بند و یا د مسؤولو چارواکو د نه پاملنرنی او امکاناتو دنه شتون له امله په نیست حساب و. خو د قلم لار ټولنی د کوښښونو په لړ کې چې د معارف په برخه کې یې کوی دا ځل په خاص کنړ ولسوالی کی یو عامه کتابتون و. دا لومړی ځل نه دی. له دی وړاندی هم قلم لار ټولنی د کندهار په سپین بولدک، میدان وردګ، ننګرهار، زابل او د هلمند په مراجه کې عامه کتابتونونه جوړ کړی او د بندو مکتبونو دروازی یې خلاصې کړی دې. د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا په وینا چې دوي به دا پروسه و ټول افغانستان ته وعځوې او نوموړی زیاته کړه چی د دوی هڅی او کوښښونه تنها تر کتابتونو پوری نه دی محدود، دوی کوښش کوې چې په ټول افغانستان کی د زده کړی امکانات او اسانتیاوی برابرې کړې.
You also might be interested in
لیکنه: عصمت الله صالح په تېرو بحثونو کې مو یادونه کړې؛[...]
لیکنه: ګل احمد احسان په هیواد کي نو داسي ورځ[...]
لیکنه: پوهیالی سیداصغر هاشمي څومره چې د انسان پوهه ډېرېږي، باید[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی