د قیمت کمولو لپاره د اوسپنیزکانکریټي پایې اقتصادي ډيزاین . Economical Design of Reinforced Concrete Columns to Reduce Cost
دلته د اوسپنیزکانکریټي پایې اقتصادي ډيزاین او جوړولو تجربه او سپارښتنې بحث شوي څو قیمت یې راکم شي.په اوسپنیزوکانکریټي ساختمانونو کې پایې عمده عناصر دي او د ساختمان خوندیتوب او استحکام په همدې عناصرو پورې اړه لري.د پایې قیمت د بار ظرفیت پرواحد MPa کې نظر بیلابیلو فکتورونو ته خطي متغیر دی .د بیلګې په ډول په ساختمان کې د پایې موقعیت (دننۍ پایه او دباندنۍ پایه) او پر پایه باندې وارد شوو بارونو شکل او نور.خو سره له دې هم ،کیدای شي د یو شمیر سپارښتنو په پام کې نیولو سره ارزانه پایه ډيزاین او جوړه شي.دا سپارښتنې په لاندې ډول دي.
د اوسپنیزکانکریټي پایې د اقتصادي ډيزاین لپاره سپارښتنې . Recommendations for Economical Design of Reinforced Concrete Columns
د اوسپنیزې کانکریټي پایې د اقتصادي ډيزاین لپاره سپارښتنې په لاندې ډول دي .
1) د اوسپنیزه کانکریټي پایې لپاره کارول شوو کانکریټو محکمیت .
2) د اوسپنیزه کانکریټي پایې لپاره کارول شوی قالب .
3) د اوسپنیزه کانکریټي پایې لپاره کارول شوي سیخان .
4) د اوسپنیزه کانکریټي پایې لپاره کارول شوې غوټې یا تشریح .
1. د اوسپنیزه کانکریټي پایې لپاره کارول شوو کانکریټو محکمیت Strength of Concrete for Reinforced Concrete Column
د کانکریټو د محکمیت په تړاو ورکول شوې ترټولو ارزښتمنه سپارښتنه دفکتور بارونو د لیږد لپاره د ترټولو زیات فشاري محکمیت لرونکو کانکریټو او سیخانو مجاز حد ترټولو ټیټ نسبت کارول دي .که داسې تجربه وکارول شي نو د پایې قیمت به ټيټ شي ځکه د سیخانو قیمت ټیټیږي .ویل کیږي که د سیخانو ترټولو ټیټ نسبت وکارول شي نو دپایې قیمت به په زیاته کچه راکم شي ( د 56MPa مارک کانکریټو لپاره 32% او د 100MPa مارک کانکریټو لپاره 57% ) د هغه پایې په پرتله چې د سیخانو ترټولو لوړ نسبت په کې کارول شوی وي.په لوړ پوړیزه ودانیو کې ترټولو کم سایز پایو کارول د کانکریټو ترټولو زیات فشاري محکمیت او سیخانو ترټولو لوړ نسبت پورې اړه لري.که چیرې پایې سایز د ساختمان په بیخ کې له مجاز ترټولو کم حد څخه کم وي نو بیا کیدای شي د سیخانو نسبت راکم شي.بلاخره ،هم سیخانو نسبت او هم دکانکریټو فشاري محکمیت کیدای شي راکم شي ځکه په بره پوړونو کې فکتوري بارونه راکمیږي.
2. د اوسپنیزکانکریټي پایې کانکریټ اچولو لپاره قالب .Formwork Used for Casting Reinforced Concrete Column
سپارښتنه کیږي چې د ټولو پوړونو د پایو او چت لپاره یوډول سایز او شکل وکارول شي.دا ستراتيژي به په یو وخت د زیات شمیر پایو جوړولو لپاره لاره هواره کړي او همدارنګه به د پایو قالبونه بیا بیاځلې وکارول شي.کیدای شي یو شمیرکسان ددې خبرې مخالفت وکړي او دلیل یی دا وي چې داسې یوسایز پایې کارول به د زیات مقدار کانکریټو کارولو له امله غیراقتصادي وي .خو دا په ثبوت رسیدلې چې د قالب او چټک جوړولو کې شوې لګښت سپما به په وړو پایو کې له شوي لګښت څخه کم وي .سربیره پر دې ،دا ستراتیژي د 188.2m لوړې ودانې کې هم دکارولو وړ ده .
3. د اوسپنیزکانکریټي پایې په جوړولو کې کارول شوي سیخان . Steel Reinforcements used in the Reinforced Concrete Column Construction
سپارښتنه کیږي دکانکریټو فشاري محکمیت او سیخان نهایی سیلان محکمیت د بیلابیلو ترکیبونو لپاره د لګښت پرتله وشي او هغه غوره شي چې لږ لګښت لري.ویل شوي ،د لوړمحکمیت کانکریټ له 420MPa سیلان محکمیت به ترټولو ټیټ لګښت ولري.یوه بله لاره داده چې کم شمیر ګژدمکونه وکارول شي خو باید کوډونو مشخصات نقض نه شي.که طولاني سیخان د پایو په کنجونو کې ولګول شي نو ترټولو کم شمیر ګژدمکونو ته به ضرورت وي.بلاخره ،نه یواځې ټیټ سلمپ کانکریټ به واچول شي همدارنګه به هغه وخت به راکم شي چې د پایې د سیخانو د نصب لپاره کاریږي .
4. د اوسپنیزې کانکریټي پایې تشریح . Detailing of Reinforcement of Concrete Column
دا شوني ده چې یواځې له فشار سره مخ برخو په پیوندونو کې سپما وشي .یا په بل عبارت د میخانیکي بیرنګ په انجام کې .سربیره پردې ،سپارښتنه کیږي چې مومنټ د اخستو لپاره سیخان یو بل کې تیراو بیر شي.که چیرې پایه له غټ مقدار کږونکي قوې سره مخ وي د سیخ کششي پیوند له 32mm سیخ سره وکارول شي.په دې حالت کې سپارښتنه کیږي چې میخانیکي پیوند وکارول شي ځکه دا اقتصادي دی .که چیرې د سیخ قطر له 32mm کم وي نو سپارښتنه داده چې د میخانیکي پیوند پرځای یوبل کې تیرول پیوند وکارول شي.