-مجيب اميري
-په داسې حال كې چې د كابل ښار هوا د ككړتيا له وجې تر ټولو لوړو پوړيو ته ختلې او د بحراني كېدو شونتيا يې رامنځته شوې، نو ورسره دولت د هرې اونۍ د پنجشنبې ورځ رسماً رخصتي اعلان كړه، څو په دې توگه په ښار كې د هوا د ككړوالي كچه تر يوې اندازې راټيټه او ښار د بحراني كېدو له خطره وژغورل شي. دا گام وروسته له دې پورته شو، چې د كابل ښار د هوا د ككړتيا او چټلوالي موضوع ډېره توده او په دې اړه سختې اندېښنې راپيدا شوې. د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ادارې هم په دې هكله خپله اندېښنه ښوولې او ويلي يې دي، چې په افغانستان كې د چاپېريال ساتنې د خونديتوب مبارزه ځكه له ستونزو او خنډ سره مخ ده، چې لوړ پوړي افغان چارواكي قوانين نه پلي كوي. په افغانستان په ځانگړي ډول كابل كې د ككړ چاپېريال ستونزې ورځ تر بلې ډېرې او جدي كېږي او حتا ويل كېږي، چې په هرو ۲۶ دقيقو كې يوه مور او كوچنى مري.
د افغانستان د لويو ستونزو له جملې څخه يوه هم د چاپېريال ككړتيا بلل كېږي، چې د چارواكو په وينا ډېر خلك يې له ستونزو سره مخ كړي دي لكه د وينې او زړه ناروغۍ، د پوستكي سرطان، د ماشومانو بې وخته زېږېدنه، مړينه او داسې نور. د چاپېريال ساتنې ادارې د ښار د چټلوالي او هوا د ككړتيا ځينې لاملونه هم ښوولي او ويلي يې دي، چې د خرابو تېلو كارول، د پلاستيكي او چرمي
موادو سوځول او په هېواد كې د زرغونو سيمو له منځ تلل هغه لاملونه دي، چې چاپېريال يې ككړ كړى دى. پر دې لاملونو سربېره ځينې نور مهم لاملونه هم شته، چې د ښارونو پر هوايې سخت اغېز كړى او هوا يې د ككړتيا تر وروستي بريده رسولې ده. له دغو لاملونو څخه يو هم په ښارونو كې د زاړو موټرونو او نور زړو وسايطو تگ راتگ دى. د چارواكو په وينا د كابل ښار واټونه يوازې اتياو زرو موټرو لپاره ډيزاين شوي، خو اوس په هغو هر ورځ تر څلور لكو زيات موټر تگ راتگ كوي. دغه حالت كه له يوې خوا خلك د ښاري ټرانسپورټ په برخه له ډول ډول ستونزو سره مخامخ كړي، له بل لورې يې د ښار چاپېريال له يو ستر گواښ سره مخ كړی.
په ښار كې يوازې نوي ماډل او لوكس لوكس موټرونه تگ راتگ نه كوي، بلكي په دغو موټرونو كې په ډېره اندازه زاړه، تر وخت تېر او له كاره لوېدلي موټرونه هم ښه په درز كې خپل تگ راتگ كوي، چې ډېر لوگي او زيان لرونكي گازونه تر شا پرېږدي. د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په وينا، په كابل ښار كې د چاپېريال د ككړوالي ورځنى لوى لامل د زړو او تر وخت تېرو موټرو لوگي او زيان لرونكي گازونه دي، چې د ښار د اوسېدونكو ژوند ته يو لوى گواښ بلل كېږي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې هر كال په كابل كې د هوا د ككړوالي له امله تر 3000 زيات كسان مري.
له بلې خوا اوسمهال په ښارونو كې د رېكشاوو كاروبار هم ښه په درز كې روان دى او دا هغه څه دى، چې د ښارونود هوا په ككړتيا كې تر زړو موټرونو ډېر اغېز كوي، ځكه كه د بېلگې په توگه د جلال اباد ښار ته سړى نظر وكړي، او يو سړى له يوه بل ځايه هلته سفر وكړي، نو فوراً ناروغه كېږي، ځكه هلته د ركشاوو لوگيو ښار پر سراخيستى او په ښار كې شين او تريخ دود د سړي سپږمې سوځي او ستوني يې خرابوي. دا حال د هېواد پلازمېنې په شمول د هېواد په نورو ښارونو كې هم مخ په زياتېدو دى. كه څه هم د ركشاوو تگ راتگ اسانتياوې رامنځ ته كوي، خو له دې سره سره بيا لويې او سختې ستونزې هم راپورته كوي. بل مهم لامل دادى، چې په ښارونو كې كې د برېښنا كموالى هم پر چاپېريال لوى اغېز پرې باسي، ځكه كله چې برېښنا نه وي، خلك له لرگيو، تېلو، جنراټرونو او نورو دودگنو څيزونو څخه كار اخلي او په لويه كچه د ښارونو هوا ككړوي. همداشان په هېواد كې د روانو جگړو او په جگړو كې د كارېدونو وسلو او باروتو سوځېدل او كارول هم څه عادي خبره نه ده، بلكې د هېواد پر چاپېريال تر نورو ډېر اغېز شيندلاى شي او د گڼو ناروغيو اوستونزو په رامنځته كولو كې مهم رول لري. له بلې خوا په هېواد كې په ځانگړې توگه په كابل ښار كې سړكونه او جادې تر ډېرې اندازې پورې خامې دي او كله چې موټرونه او نور وسايط ورباندې تگ راتگ كوي، نو د سختو دوړو او خاورو د بادېدو او شيندل كېدو لامل كېږي، چې دا هم د هوا او چاپېريال پر ككړوالي تاثير كوي. د دې ترڅنگ په ښارونو كې د كانالېزاسيون نه شتون او په ښارونو كې د گڼ شمېر نفوسو اوسېدل هم هغه څه دي، چې د چاپېريال د خرابوالي لامل كېږي. په دې ډول كه موږ د ښارو او په ځانگړې توگه د كابل ښار د چاپېريال د خرابوالي لاملونه او عوامل په گوته كړو، نو ښايي بې شمېره واړه او لوى لاملونه موجود وي، چې د ښار د هوا په ككړتيا كې مهم رول لري، خو موږ يې د ځينو ډېرو مهمو يادونه وكړه، څو په دې برخه كې اقدامات وشي او ښار له مخكېدونكي بحرانه وژغورل شي. د دې لپاره ځينې مهمو كارونو او اقداماتو ته سخته اړتيا شته، چې بايد ترسره شي. دا اقدامات ټول بايد د چاپېريال ساتنې په ادارې پورې ونه تړل شي، بلكې كابل ښاروالۍ او نورو اړوندو دولتي او نادولتي ارگانونو ته هم لازمه او ضروري ده، چې د ښارونو او په ځانگړې توگه كابل ښار چې له لوى بحران سره مخ دى، د هوا د ككړتيا او چاپېريال د خرابولي مخه په جدي توگه ونيسي. نو د دې لپاره بايد په لومړي قدم كې ځينې مهمې كړنې ترسره كړي:
په ښارونو كې د ونو د كښېنولو فرهنگ عام كړي، څه پخپله دولت او څه هم عام وگړي، چې وسه يې ولري، بايد د نيالگيو او ونو كښېنولو ته وڅول شي او دې ته اړ شي، چې د خپلو كورونو او ځمكو په ساحه كې ونې كښېنوي، ځكه ونې او شنه بوټي د ښارونو د هوا د ككړتيا مخه نيسي او اوس هغه موسم را رسېدلى چې دا كار په ښه توگه پلى او ترسره شي او حتا د كابل پر هر كور د يوې يا دوو ونو كښېنول جبري شي.
بل دا چې په ښار كې د زړو موټرونو غمه وخوړل شي، دا چې په هره بيه او هر قېمت كېږي، بايد يوه لاره او چاره ورته وسنجول شي او همداشان په دې برخه كې ډېره توجه بايد ډېزلي موټرونو ته وشي، ځكه هغه تر نورو ډېر لوگى توليدوي او بايد داسې موټرونه او گاډي له سره وارد نه شي. بله مهمه خبره داده، چې په ښارونو او بيا كابل ښار كې د سړكونو جوړولو او قير كولو ته ډېره پاملرنه وشي، كوڅې جوړې شي او هغه سيمې چې هلته موټرونه او وسايط ډېر تگ راتگ كوي او د دوړو لامل كېږي، د هغو ځايونو د قير او يا هم جغل كولو لپاره هڅې وشي. په هېواد او ښارونو كې دې د برښنا سيستم فعال او ښارونه دې پر ۲۴ ساعتنۍ برښنا سمبال شي او همداشان د هغو خرابو او بې كيفيته تېلو د واردولو مخه دې ونيول شي، كوم د موټرونو او جنراټرونو لپاره ترې گټه اخيستل كېږي. ښاري كانالېزاسيونونه دې جوړ شي، څو د ښارونو د پاكوالي په برخه كې مرسته وشي. بل تر ټولو مهم ټكى دادى، چې د عامه پوهاوي كچه دې لوړه شي او خلك دې پر دې پوه كړل شي، چې د ښارونو او چاپېريال ساتنې په برخه كې خپل وجداني او فردي مسووليت ترسره كړي. ځكه له يوه لاسه ټك نه خېژي، څو چې خلك او ولس په خپله د خپل چاپېريال د ساتنې لپاره هڅې او گامونه پورته نه كړي، نو دولت او حتا دولتونه هم نه شي كولاى، چې په بشپړه توگه د چاپېريال ساتنه وكړي او هوا د ككړتيا او چټلوالي له رنگه پاكه كړي. نو په دې توگه له يوې خوا بايد خلك لاس په كار شي او د چاپېريال ساتنې ستونزه جدي وگڼي او له بلې خوا د چاپېريال ساتنې اداره او ورسره نور ټول اړوند دولتي او نادولتي ارگانونه بايد دا ستونزه جدي وگڼي او په دې برخه كې جدي هلې ځلې پيل كړي، كه نه نو ښارونه او په تېره بيا كابل ښار له سخت بحران سره مخ دى او كه د دغه احتمالي بحران مخه ونه نيول شي، نو لرې نه ده، چې د مېليونونو انسانانو ژوند له سترگواښ سره مخ شي، چې بيا به په دې برخه كې هره هڅه بې وخته او بې فايدې وي.
[review]